رسنۍ د عامه پوهاوي لپاره مهمې دي

0 1,124

محمدبشیر یوسفزوی/

 

 

د ترهګرۍ او جنګ په څېر نشه یي توکي یو بل افت دی چې افغاني ټولنه او زموږ د خلکو ژوند ګواښي، ځکه ورځ تربلې پلازمېنه کې په نشه د روږدو کسانو شمېر ډېرېږي. پاکستان که هره ورځ موږ ته ترهګر او انتحاریان رالېږي، نو ایران مو ځوانان په نشه یي توکو روږدي کوي، دغه دواړه خطرناکې پدیدې او تهدیدونه دي. د ټولنې بېلابېل اقشار، مسولې ادارې، حکومت او رسنۍ یې باید د مخنیوي په برخه کې اقدامات وکړي.

رسنۍ د نشه يي توكو د كښت، قاچاق او استعمال په مخنيوي كې ډېر رول لرلى شي، ځكه چې:

·         رسنۍ د هېواد هرې سيمې، هر كلي، هر كور ته ځان رسوي، نو له دې امله يې اغېز هم پراخ دى.

·         رسنۍ اقتصادي دي يانې كه ته يو څوك له كابل څخه بدخشان، هرات، پكتيكا، هلمند او د هېواد كوم بل ليرې پراته ولايت ، كلي او سيمې ته استوې، نو د هغه لپاره ډېر لګښت ته اړتيا ده خو يو راډيويي پروګرام په ډېر لږ لګښت او لږ وخت كې ډېرو خلكو ته ځان رسوي.

·         د رسينو له لارې يو پيغام كټ مټ په خپله بڼه رسېدلى شي، خو كه دا پيغام د وګړو له لوري استوې، نو د ځنډ، ډېر لګښت او نورو ګڼو ستونزو تر څنګ د اصل پيغام د مفهوم د كمزوري كېدو يا بدلېدو وېره هم شته.

·         رسنۍ د پيغام د رسولو لپاره ګڼې او په زړه پورې بڼې لري . د بېلګې په توګه مركه يې يوه بڼه ده. كېداى شي له چارواكو،  روغتياپالو،  بزګرو، له هغو مېندو او پلرونو سره  چې د اولادونو ګل ځواني يې د نشه يي توكو د بدمرغه بوټي تورو لوخړو په تور سكور اړولې وي. يا  له هغه چا سره  چې  په خپله د نشه يي توكو پر استعمال د  روږدي كېدو له امله خپل عقل، هوښ او هر څه له لاسه وركړې  وي مركې وكړي.

·          ګردى مېز يې يوه بله اغېزمنه بڼه ده. د ګردي مېز ښه والى دادى چې د هرې غاړې كسان لكه بزګر، چارواكي، روغتياپال، او كه شونې وي قاچاقبر او د نشه يي توكو كاروباريان ورته راوبلل شي. كېداى شي په ګردي مېز كې دا راوسپړل شي چې بزګر ولې نشه يي توكي كري؟ د نشه يي توكو د نه كرلو لپاره د هغوى غوښتنې څه شى دي ؟ دولت په هغه برخه كې څه كولى شي؟ دا ټولې خواوي په ګردي ميز كې راسپړل كېږي او د هرې غاړې رابلل شوى استازى ورته په همغه وخت كې خپل ځواب او دلايل وايي.

·         د رسنيو له لارې د لنډوپيغامونو او خبرتياو خپرول هم ګټوردي. لكه د ولسمشر، د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت د وزير، ديني عالمانو، ډاكټرانو، ولسي مشرانو او نورو پيغامونه او خبرتياوې.

·          ډرامه يې يوه بله ګټوره بڼه ده چې هم بوختونكې ده او هم پيغام رسونكې. كېداى شي په ډرامه كې د نشه يي توكو زيانونه او تاوانونه په داسې هنري ژبه انځور او وړاندې شي چې د نشه يي توكو د كښت، قاچاق او استعمال پر وړاندې د كتونكواو اورېدونكو كركه راوپاروي. د ډرامو له لارې د نشه يي توكو پر ضد په هنري ژبه لارښوونې وړاندې كېداى شي. داسې چې خلك ترې د خوند اخيستلو تر څنګ د نشه يي توكو د تاوانونو په هكله هم ډېر ګټور او په زړه وپورې معلومات ترلاسه كړي.

·         راډيويي يا ټلويزيوني  پروګرام هم كېدا شي، چې په هغه كې له بزګرو، چارواكو او ډاكټرانو سره خبرې وشي، خو دا ټولې بڼې يانې مركې، ګردي مېزونه، پيغامونه، ډرامې او نور بايد يو ځلي نه وي ، بلكې د يوه همېشني ملي كمپاين بڼه ولري، هره ورځ  په يو نه يو بڼه د نشه يي توكو غندنه وكړي. دغې لړۍ ته د نشه يي توكو تر نابودۍ او وركاوي پورې  دوام وركړي.

د نشه يي توكود مخنيوي په موخه د رسنيو خپرونې برابرول او خپرول هغه نېكمرغه ګام دى چې دوه اړخېزې ګټې لري . يانې هم په خپله رسنيو او هم ولس ته د هغو خير رسېږي، خو خبره داده چې دغه نېكمرغه ګام به څوك پورته كوي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply