زموږ خپلواکي سل کلنه شوه!

0 1,218

مطیع الله سحر-

افغانان سره له دې چې له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې په جنګ او ستونزو کې دي، مګر د دې باوجود هم د خپلې خپلواکۍ ورځ په داسې شاندارو مرسمو سره لمانځي چې ډېر کم هیوادونه به یې داسې ولمانځي.دلیل یې دادی چې افغانان په خپلواکۍ مئین خلک دي او دوی د سیمې لومړنی واحد ملت دی چې د خپلواکۍ یې یوه سلیزه پوره کېږي، دلیل یې دادی چې د افغانانو خپلواکي د سیمې د نورو هیوادونو د خپلواکي لامل شوې، ځکه چې زموږ له خپلواکۍ وروسته هند او پاکستان د برتانیې له استعمار څخه ازاد شول او همدارنګه  د پخواني شوروي اتحاد له ماتولو وروسته زموږ ازادي د منځنۍ اسیا د هیوادونو د ازادۍ مبنا وه، ځکه چې دوی زموږ له برکته د پخواني شوروي اتحاد له اشغال څخه په امان او ازاد شول.

سږکال زموږ د هیواد د خپلواکۍ سمل کال پوره کېږي او له همدې امله مخکې له مخکې ټولو افغانانو دې ورځې ته خاص چمتوالی نيولی دی او د دې ورځې په ویاړ یې په خپل کور، دوکان موټر او خپل کاري ځای باندې یې د ګران هیواد درې رنګه بیراغ اوچت ځړولی دې. او له خپل ځان سره یې دا هوډ هم کړی چې تل به دا درې رنګه بیراغ همداسې اوچت او رپانده اوسي او د سره په بدله به ترې ساتنه کوي.

ازادي هم افغانانو ته چا نده راوړې چې دا واخلۍ ستاسو ازادي او ازادي په اسانۍ سره راتلی هم نشي. د هیواد د ازادۍ لپاره مو ځوانان پوخ عمره سړيو خپل ځانونه قرباني کړي دي یوازې په همدې خاطر چې هیواد ته خپلواکي راوړي او خپل هیواد له نورو هیوادونو څخه جودا او خود مختاره کړي. د هیواد د ازادۍ تر لاسه کولو لپاره علیحضرت شاه امان الله خان ډېرې هلې ځلې وکړې چې څنګه وکولی شم هیواد ته ازادي راوړم او هیواد ازاد کړم. خو شاه امان الله خان به تل چې کوم کار کولو له خپلو هیوادوالو سره به یې مشوره کوله او د هیواد والو په مشوره باندې به مخته تللو. چې د ښاغلي په دې کار سره به هیوادوالو هم ترې ملاتړ کولو او یوازې به یې نه پرېښود.

کله چې شاه امان الله خان هیواد والو ته وويل چې غواړم هیواد ته ازادي راوړم ایا تاسو هم راسره په دې نېک کار کې زما ملاتړ کوئ او که نه؟ هیواد وال هم هغه وخت له جنګ جګړو څخه ستړي شوي ول دوی هم غوښتل چې له دې جګړو او د بل لاس لاندې خلاص شو. په همدې خاطر یې د شاه امان الله خان دې خبرې ته لبیک وويل او دا  وعده یې ورسره وکړه چې د سر په بدله د هیواد ازادولو ته مونږه چمتو یوو. کله چې شاه امان الله خان د هیوادوالو دا خبرې واورېدلې، نو د خپلواکۍ ترلاسه کولو اراده یې لا پیاوړې شوه او هیواد والو ته یې وويل چې اوس هيڅوک هم پر مونږه نشي بریالي کېدلی، ځکه چې مونږ ټول سره یو یوو او دښمن ته به هم په ګډه سره ماتې ورکوو. بالاخره همداسې وشول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply