زمونږ شعرونه به زیرۍ راوړي/سیدعبیدالله نادر

0 1,024

زمونږ دا دومره شعرونه او سرودونه ، به آخر د سولي زیرۍ راوړي ، دا هلي ځلي به پایله ٍاونتیجه ور کړي ، او زمونږ د امیدونو بڼ به ثمر ورکړي ، دا ترهیدلي او خواره واره بلبلان به بیا خدای دي وطن ته راولي ، او دخیرن زړونو او خیرن باطن خاوندان به زمونږ له مخي ورک  شي ، دا سرودونه دا شعرونه او دا ساندي به آخر د کاڼي زړونه هم وییلي کړي ، دلته به خوشحالي راشي ، خندا ګاني او نڅا ګاني به وي ، خو مونږ به نه یو که مونږه نه اوسو هم که دا د زړه ډاډ مونږ ته حاصل شي ، چې تر مونږ وروسته به هر څه سم شي د صاحب شاه صابر د دي شعر په مصداق چې وایي :

مونږ د ځان نه یو، په ځـــان نه یو صابره

مونږ دي وسوځو ، خو لارې دي رڼا شي

 ،دا به زمونږ لوی سعادت وي ، نو زمونږ روح به هم آرامه وي ، دلته به سوله راشي ، او دا وران ویجاړ وطن به بیرته آباد او سمسور شي ،او په دي لارو به د تقدیر تیر شوي پلونه بیا را تازه شي ، او بیا به دعلم مشعلونه روښانه شي ، دا د غضب قهر ، کبر ، او جهل دیوان به خدای زمونږ له مخي لیري کړي ،په ګلبټو کې به ګلان وغوړيږي ، او ها بلبلان به خپلي نغمي د سره ونیسي ، زړونو کې به خدای بېرته د مهر او وفا تخم وکري ، د خلکو د زړونو دنیا به ودانه شي ، د ډیرو هیرو شویو ، خوبونو تعبیرونه به وشی ، زه منم چې داسي ورځ هرو مرو راځي زمونږ دا د سوي زړونو آهونه به آخر یو بدلون راولي ، زمونږ د زړونو مدعا به راځي هغه د درمان خلک به له غیبه راپیدا شي ، د تیاره ضمیرونو خاوندانو ځایونه به روښان ضمیره انسانان ونیسي ، د علم او پوهي ډیوه به روښانه شي ، زمونږ د خزان وهلي ګلشن کې به بیا بهار راشي ، د بلبلو به چغهار وي خو مونږ به نه یو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply