نظام بايد وساتل شي او د سولې قرباني نه شي

0 684

د ولسمشر غني د پام وړ :

نظام بايد وساتل شي او د سولې قرباني نه شي، بس دی چې يوځل قرباني شو

نجيب ونظام يې د سولې په تړاو د نړيوالې توطيې ښکار شو، دا ځل بايد تاسې او نظام د ګاونډي د توطيو ښکار نه شي

 

تېرځل د جهادي فرمايشونو لپاره نجيب ونظام يې بلهاريان شول، خو دا ځل بايد د طالبي فرمايشونو لپاره غني او نظام بلهاري نه شي. جهاديان وطالبان د هېواد د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو د ساتنې توان واهليت نه لري

سيد حسين پاچا

 

ڼوټ : شرم خو طالب وجهاديانو ته دی چې ميجر عامر ورستم شاه مهمند او داسې نور ډېر لوړپوړي او ټيټپوړي چارواکي دا مني چې ((د ميجر عامر سپينی خبری : مونږ امريکې ته ‌‌‌‌‌‌ډير خدمت کړی ، طالبانو حکومت مو ړنګ کړ ، شپږ سوه کسان مو وروسپارل ، ملاضعيف مو بی عزته کړ … !))، خو نن بيا هم عباس ستانکزی وشاهين او نور طالبان تر ملا ضعيف، سيد اکبر اغا، ملا برادر و ملا هبت الله پورې پرې غلي دي. خپله بېعزتي بېګانه بښي، خو خپل مسلمان ولسمشر سره خبرو ته نه حاضريږي. سيداکبر اغا خو د بګرام زندان تر پاکستاني زندانونو جنت بللی وو. دوی څنګه ځانونه خپلواک بولی حال دا چې خپله پاکستانيان څه کارغان له خپلو خولو د ځان او هم د دوی په تړاو الوځوي؟

 

د ښاغلي غني د لا پاملرنې وړ:

يو بل وبښئ او له يو بل بښنه وغواړئ!

د جنوبي افريقا پخواني ولسمشر نيلسن منډېلا په خپل يو ياداښت کې ليکلي :

وايې کله چې زه ولسمشر شوم، نو يوه ورځ ښار ته د قدم (چکر) وهلو لپاره راووتم او يو هوټل ته د خوراک لپاره د ننه شوم. کله چې غرمنۍ ته کېناستو، نو ومې ليدل چې يو بل کس هم د ډوډی د راوړلو  لپاره په انتظار دی، نو له يو ساتونکي مې وغوښتل چې هغه کس سره له ډوډی دلته راوغواړه،کله چې راغلو نو په ډېرو لړزېدونکو لاسونه يې ډوډی وخوړله او لاړو.

 

يو عسکر وويل چې دا کس خو سخت ناروغ وو. ما ورته وويل چې دا ناروغ نه وو، بلکې په هغه زندان کې چې زه بندي وم، دی هلته د زندان ساتونکی وو، نو هر کله به چې له ما پوښتنې ګروېږنې کېدلې او زه به شکنجه کېدم (ربړه ول کېدم)، نو ما به د اوبو غوښتنه کوله، نو دی به هر وخت راتلو او د اوبو پر ځای به يې زما پر سر متيازې کولې.

نو ده اوس له ما څخه د ولسمشر په توګه د جزا او همغه شان غبرګون (عکس العمل) تمه لرله، خو دا نه زما خاصيت دی او نه زما د اخلاقو برخه، ځکه د غچ اخېستنې فکر ملتونه ورانوي، خو د زغم او حوصلې فکر بيا ملتونه جوړوي.

ژباړه:تسل

 

ښاغلی ولسمشر،

تېر ته په کتو لا تر اوسه مو د ديکتاتور ضياء، اختر عبدالرحمان، ډګروال يوسف وکرنيل امام، بابر و حميدګل او داسې نورو لوړپوړو او ټيټپوړو چارواکيو پټې وښکاره لاسوهنې له ياده نه دي وتلي. همداسې ورپسې د ملګرو ملتونو د سولې هڅې چې د محمود مستيري، بينين سيوان، لخدار (لخضر) ابراهيمي او داسې هڅې لا مو په ذهن کې خطور کوي. آخوا ته بيا د تفاهم شوری مخکښ غړي له وليخان کړوخېله واخله تر جنرال کټوازې او داسې نورو پورې د هدفي وژنو ښکار شول. قاتل يې نن هم لا ژوند دی او نوی د شنو ډالرو پر خوند راغلی.

 

تاسې پته ده چې هغه وخت زموږ سوله د دواړو ګاونډيو له لورې د دوی د روزل شويو لاسپوڅو په لاس سبوتاژ شوه چې نن يې دواړه ماويست وستمی – اخوانی مشر ((چترالی ملا)) نشته، خو دا بل شعوری اسلامپال يې لا ژوندی دی چې بيا به محمد علی خان جونيجو زموږ استازولي کوله.

 

د قرآني پلوشو ليکوال لا ژوندی دی. دې مفسر ليکوال خو ضياءالحق ته د افغانستان په تړاو د کشمير غوندې د يو کنفېډرېشن مشوره هم ورکړې وه، ولې ضياء ورسره هغه کنفېډرېشن هم ونه ومنلو او د الحاق په حرص کې ډوب شو.

 

دې خروټي مفسر ليکوال خو حاجي سهرګل ته ويلي وو:

زه [له نجيب سره] سوله نه کوم او په زور يې نيسم. نن ترې وپوښتئ چې دی د غني په ترو څنګه راغی؟

ولې د خپلې متبنی خور (بېنظيرې) له لاسه د خميني غېږې ته ورولوېد؟ هلته ورسره څنګه سلوک وشو او ولې بيرته راوتښتېد؟ او د لرې پښتونخوا د باچا خان د زوی مرحوم خان عبدالوليخان سوال وځواب يې هم له پامه غورځولی وو.

دی خو هغه وخت ايراني اخوندانو  خمينيانو د مجاهدين خلق په تړاو تبادله کولو چې بخت يې ورسره يارې وکړه او راوتښېده؟ البته ځينو استخباراتي سرچينو به ورسره مرسته کړي وي چې د اخوندانو له منګولو يې وژغوره او خپلې لمنې ته يې کړ.

 

له دغه خروټي مفسره خو خپل يو زوی هم سخت زړه خوړلی او د زړه بړاس يې له رسنيو سره کښلی. دی دې له هغه چا ګيله وکړي چې د طالب په لاس يې له چهاراسيا راوځغلولو او په سروبي کې يې سُنت کړ او له هغه ځايه يې لغمان او له لغمانه ننګرهار او له ننګرهاره ورپسې تريتم شو. د امريکايي سټينګرو په مساله کې خو خپلې خور بېنظيرې ځغلولی وو چې ځينې سټينګر ورک ول او داسې انګېرل کېده چې ايران ته ورکړل شوي دي، نو د نوموړي ځغلول هلته دا ټوله حسابي معامله ده چې بايد تصفيه شوې وه، خو له بده مرغه چې دی هلته تبادلې ته هم وړاندې شویوو.

 

دغه مفسر ليکوال وايی :

زه خپلواک يم او د هېچا پورې تړلی نه يم لږه بېځايه خبره به وي. د امريکا شنه ډالر اخلي، امتيازات يې اخلي. کورونه او امکانات يې په اختيار کې ورکړي دي، خو دا چې اوس نوموړی د واک خپلې ستونزې لري، نو هغه خو د غني ګناه نه ده. ان تر دې چې خپل زوی يې له خپلې حوزې نه بريالی نه شو کړای، نو دا خو د دولت ګناه نه ده. دا خو د ضياء پر مټ نازېده او ضياء نن نشته.

 

ښاغلی مفسر او جنرال شهنواز تڼی دې دواړه دا په ډاګه کړي چې ايا له نجيب سره د دوستم د ملېشه وو پر سر خبره پر کودتا ارزېده؟

د ملېشو تشکيل او د نظام پر وړاندې کودتا هغه هم د يو نه پخلاکېدونکي دښمن لپاره د ګټو لپاره، ايا د يو مسلکي جنرال او د دفاع د وزير په توګه له ده سره داسې کار مناسب وو؟

په نظام کې اختلافونه وو، خو کودتا د خپل هېواد پر وړاندې او بيا دښمن ته د خپل هېواد د ټول دفاع وزارت تشکيل په واک کې ورکول دا هغه ستر ملي خيانت او اخلاقي جرم دی چې هېڅ د بښلو نه دی.

 

خروټي مفسر ته خو پته ده چې له نوموړي سره په هماغه ورځو کې دننه په حزب کې څومره اختلاف وو؟ ښاغلی محمد زمان مزمل لا ژوندی دی.

دوه پوښتنې لاولاړيږي :

Ø      يوه دا چې شهنواز تڼی حزب اسلامي څارګرې ادارې ته وروسپاره؟

Ø      او دويمه دا چې که څارګرې ادارې ترې يووړ؟

 

ښاغلی تڼی خو څو مياشتې ورک وو او د حزب اسلامي لاسرسی به ورته وو او يا نه چې دا حقيقت بايد خروټی مفسر او شهنواز تڼی روښانه کړي چې د غيابت په دوران کې نوموړی چېرته وو؟ او څه يې کول؟ خروټی مفسر د هغه وخت جريان څنګه توجيه کوي؟

 

حال دا چې مخالف يې احمد شاه مسعود بيا د خاد رياست ټول تشکيل حميدګل ته ورکړی وو. په بله مانا هر يو لاسپوڅي د خپلې وسې وتوان په کچه له خپلې خاورې سره دښمني او له څارګرې ادارې سره خواخوږي ښوولې وه. د مسعود وروڼه او ننني ميراثخواره يې له عطا واخله تر عبدالله پورې دا سپيناوی ورکړي چې چترالي ملا ولې حميدګل ته د اردو د بيا جوړونې او په د ځان د مشاورت ويلي وو؟

 

ايا موږ ته به څوک د خپل رياست د نظامي واستخباراتي پرسونل يا تشکيل په تړاو څوک معلومات راکړي؟

نه، هېڅکله نه، نو ايا زموږ له لورې د دفاع وزارت تشکيل او د خاد د رياست لېست (تشکيل) د افغانستان د ورانۍ تيوريسن جهنمي حميدګل ته ورکونه پرځای کار وو؟

 

د شهنواز ټني د لا پوهاوي لپاره :

ضابط حليم د شېوه کيو وو او مولوي خالص ته يې د شمشاد تاڼه له څلوېښت ميله روسۍ وسلې سره تسليم کړې وه چې له هغې نه يوه ميل کلاشينکوف د څپر د عمومي محاذ د مولوي جلال الدين حقاني د سروبي د وکې کلي اوسېدونکي په جبهه کې هم وه. مولوي خالص هغه وخت سيد ګلاب پاچا ته سپارلې وه.

 

يو وخت شهيد ضابط حليم د شېوه کيو پوځيانو بالاحصار ته بللی وو او پوښتلی وو چې تا ته به موږ مياشتېنۍ درې سوه روپۍ کالدارې تنخواه حواله کړو، خو په دې شرط که تاسو موږ ته د کابل د اردو معلومات راکړئ چې تاسې څه ډول وسلۍ زموږ پر ضد لرئ؟

 

هغه ورته ويلي وو چې درست ده، ولې نه، زه به يې درکړم، خو په دې شرط که تاسو يوځلې ما ته د خپلې ټولې اردو نه، بلکې تنها د دې پېښور د بالاحصار معلومات راکړئ چې تاسو دلته زموږ د افغانستان لپاره څه ساتلي دي؟

 

له دې خبرې سره پوځيان ورته ډېر په قهر او په غوسه شوي ول. هغه (شهيد ضابط حليم) ورته ويلي وو چې زه خو ستا د درې سوه روپيو کالدارو وږی نه يم او نه مې درنه غوښتي او نه مې درته غوښتنليک وړاندې کړی، نو تاسو ولې زه دلته راغوښتلی يم او ولې مو له ما نه دغسې غوښتنه / پوښتنه وکړه؟

 

بيا هماغه وو چې ورته يې اخطار ورکړی وو او د پاکستان له خاورې نه يې ورته سملاسي د وتلو حکم کړی وو او هغه هم پېښور پرېښووه او د کابل شېوه کيو ته ولاړ او بيا له سره پېښور ته لاړ نه شو.

 

نو ښاغليه شهنواز تڼيه،

دې حالاتو او شرايطو ته په کتو هغه وخت ستا کودتا پر هغه باندې د دوستم په تړاو هېڅ نه اړخ نه لګوي. هغه يو کورنۍ مساله ده، خو بېګانه د خپلې اردو راز ښکارول او ټول تشکيل ورکول له هغه ملي – اسلامي او حقوقي اخلاقو ورآخوا هغه اخلاقي اداب هم دا نه ايجابوي چې تاسې يې مرتکب شوي ياست. ښاغلی خروټی مفس دا څنګه توجيه کوي؟ ايا سراج الحق، فضل الرحمان وسميع الحق به داسې کار وکړي؟

 

د ميجر عامر سپينی خبری :

مونږ امريکې ته ‌‌‌‌‌‌ډير خدمت کړی ، تالبانو حکومت مو ړنګ کړ ، شپږ سوه کسان مو وروسپارل ، ملاضعيف مو بی عزته کړ … !

Major Amir Spinney’s News:

We served America a lot, we destroyed the Taliban government, handed over 600 men, we insulted Mullah Zaif …!

 

Major Amir’s Interview with Saleem Safi in Jirga Part 1

https://www.youtube.com/watch?v=2BnXA1ALs3Q

Major Amir’s Interview with Saleem Safi in Jirga Part 2

https://www.youtube.com/watch?v=a7q-6k3uCxw

 

رستم شاه مهمند څه وايی؟

په خپلې بی غيرتۍ خپله اعتراف کوي:

https://www.facebook.com/776995005648745/videos/2074405205907712/UzpfSTEwMDAxMDA5NjIzODI2NTo2MjIzNTg5MjE0NDM5Nzc/?id=100010096238265

مولوي عبدالسلام ضعيف خو دا او دېته ورته ډېرې خبرې پخپل کتاب کې هم رااخېستي دي، ولې بيا هم له خپل طالبي چلوټې او پرديو سره خواخوږي ښيي. هغه کمونيست ډاکټر نجيب الله خو دومره ظلم له جهاديانو سره په دغسې شکل نه وو کړی.

 

Exclusive Interview With President Ashraf Ghani

https://www.youtube.com/watch?v=ov-FIiDh7w0

 

د ميرزا اسلم بيګ خبره :

بينظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!

 

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

Making the water boil in Afghanistan

“The water in Afghanistan,” Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, “must boil at the right temperature.

 

Ever since a car bomb ripped through the Indian mission in Kabul on Monday, India’s National Security Adviser, M.K. Narayanan, as well as top officials of the Research and Analysis Wing, the Intelligence Bureau and the Ministry of External Affairs, have all been focussed on just one question: was the attack a one-off strike by Islamist terror groups, or part of a focussed operation by Pakistan’s covert services to make the water in Afghanistan too hot for India to swim in?

 

افغانستان هم وسېځل شو او هم جګړه پکې دوامداره وساتل شوه. دا د ضياءالحق، اخترعبدالرحمان، بابر وحميدګل، امام، مشرف او داسې نورو غوښتنې وې.

 

د ډاکټر نجيب الله اندېښنې :

مشوره غوښتنه :

تاسې ما ته مشوره راکړئ چې څه وکړو؟

Ø      وطن پنجابي ته ورتسليم کړو؟

Ø      که يې ورتسليم نه کړو؟

Ø      د پنجابيانو غلامان شو؟

Ø      وطن تجزيې ته پرېږدو؟

Ø      ډيورنډ واخلو د آمو درياب ته يې ورواچوو؟

Ø      خپل کورکلی وران کړو؟

Ø      بچيان پرېږدو چې اوبه يې يوسي، يتيمان شي او اوښکې يې راشي او زموږ خويندې ميندې در په دره شي؟ او د هغه نه که ژوندي پاتې شو او له دغه ډول ژوند څخه هغه مرګ چې وقار ولري، چې معنويت ولري، چې اسلاميت ولري، چې افغانيت ولري سل کرتې نه، زر کرتې نه، بلکې ميليون کرتې شرف لري که نه يې لري؟ زما دغه خبره ده له تاسې سره چې تاسې ما ته مشورې راکړې چې پر کومه لاره ولاړ شو؟ او څه ډول ودريږو؟

 

ملا محمد عمر دوزخي بابر ته :

کېږده دا نوړې دې، پاڅه، خاينه او ځه!

 

پاملرنه (تنبيه) :

دلته خو د غني، نجيب او د ملا عمر ترمينځ يوه ګډ ټکی تر سترګو کيږي، نو ولې پر دغه ګډ ټکي سره نه راټوليږو؟ د کور ستونزې پر کور حلول غواړي نه بهر او بهر ته مو خبره يوه وي او همدغه قرآني مدعا هم ده چې :

فبما رحمة من الله لنت لهم؛ ولو کنت فظٌّا غليظ القلب لانفضوا من حولک؛ فاعف عنهم، واستغفر لهم وشاورهم في الامر؛ فاذا عزمت فتوکل علی الله، ان الله يحب المتوکلين.

 

طالب دې د نورو فرمايشونه نه غواړي. اوس د هېواد او د نظام مساله ده او هېواد ونظام د بل چا لپاره ړنګول د اسلامي ارزښتونو سره اړخ نه لګوي. ولې نور دا کار نه کوي؟

د ګاونډي هېواد خاوره خو له مدرسو ډکه ده او هلته هم طالبان شته، نو ولې هغوی خپل حکومت ونظام د مدرسو او طالب لپاره نه ړنګوي چې زما طالب يې غوښتنه کوي؟

ايا د طالب خپله غوښتنه ده او که هماغه زړه غوښتنه ده چې رياست د عمرانخان په خوله کړې وه او افغانستان پرې هغه وخت هم سخت غبرګون ښوولی وو چې نن يې بيا په دوحه کې کړې ده؟

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

سرچينې: طالبان وايي چې ټاکنې دې وځنډيږي، لنډمهاله حکومت دې جوړ شي او مونږ بيا اوربند کوو

https://rohi.af/fullstory.php?id=79356

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply