ولسمشر غني ته : پام چې د نجيب غوندې دوکه او بلهاري نه شې!

0 972

ولسمشر غني ته :

پام چې د نجيب غوندې دوکه او بلهاري نه شې!

نظام د يو هېواد وحکومت لپاره داسې دی لکه توحيد د مؤمن به لپاره

افغان ولس له ښاغلي خليلزاد د يو افغاني الاصله مسلکي ديپلومات په توګه داسې تمه نه لرله چې هغه به بيا د عراق خپله زړه تجربه دلته تکرار کړي. داسې برېښي چې ښاغلي خليلزاد د ټرمپ شخصي ټاکنيز کمپايني هيله او څارګري موخې تعقيب کړي. ټرمپ به د امريکا د پاشل کېدو داسې عامل شي، لکه ګورباچف چې د روسيه. روسيه خو بيا هم د پوتين غوندې يوه سټه لرله، خو امريکا څوک لري؟

 

 

نوټ : دا چې خليلزاد د غني د نه موافقې په صورت کې د بل انتخاب خبره کوي، نو دا جوتيږي چې نوموړي په تېرو نهو پړاوونو کې د خپل ګوند د ټاکنيز کمپاين د برياليتوب لپاره د ښاغلي ټرمپ شخصي غوښتنه، استخباراتي موخې تعقيب کړي او هم يې د افغانستان د ملي ګټو او ارزښتونو پر پرتله د نورو ګټو ته ارزښت ورکړی دی. بله دا چې د ”اشغال وامارت“ او داسې نورو کارونې منلي دي، نو بيا دې لومړی خپل اشغال ومني او بيا دې د امارت کارونه، ځکه دا امارت خو همدوی جوړ کړی وو او لېرې يې کړ.

د تاريخ و اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د حُديبې د سولې treaty  او د مکې له فتحې وروسته د دمشق په نيونه او فتحه کې د اسلام ستر دويم خليفه عمر رضی الله عنه خالد بن وليد رضی الله عنه لېرې او پر ځای يې ابوعبيدة بن الجراح ((امين هذه الامة)) وټاکه، خو اصول او سيستم principles & system يې ړنګ نه کړ او نه يې اردو army ړنګه ((منحل)) کړه، بلکې سرلښکر يې لېرې او بل ځايناستی يې وټاکه. تېر ته په کتو نړيوالو قوتونو هم په تېر کې زموږ نظامونه ړنګ کړي او نن هم بيا زموږ ځينې ګاونډيان د نظام د ړنګولو هڅې کوي چې بېثباتي رامينځته شي او افغانستان له پښو وغورځيږي.

نظام ړنګونې :

  • د غازي امان الله خان د وخت نظام ړنګونه (برتانيه)
  • د شهيد داوود خان د وخت د نظام ړنګونه (روسيه)
  • د نجيب الله د وخت د نظام ړنګونه (امريکا + پاکستان)
  • د غني د وخت نظام ړنګونه ؟؟؟

ښاغليه،

تېر ته په کتو موږ يو ځلې نه، بلکې په ځلونو له يوې مشخصې سوړې او همداسې له نورو سوړو هم چيچل شوي يو، خو دا ځل چيچل به بيا هېڅ جبيره ونه لري.

ټرمپ سياستوال نه، بلکې يو سوداګر د راکړې و ورکړې والا دی. هغه ته د امريکا و د نورو ارزښتونه هېڅ ارزښت نه لري او پر خپله پانګه مغرور انسان دی. هره ټولنه ځانته يو پوه، معقول او باتدبيره انسان ته اړتيا لري، نه دا چې هر ډول هرزه (اوتې بوتې) يې له خولې راوځي. نه پوهېږم چې د امريکا غوندې يوې ټولنې پرې څنګه اعتماد کړې دی چې نه خپل، نه د خپلو شريکوالو او نه نړيوالو ارزښتونو ته درناوی لري، بلکې هغه اخلاقي ارزښتونه يې هم له پامه غورځولي دي.

روسانو ته هم د تېر په شان د اتيايمې لسيزې په شان دوکه ورکړل شوې. هلته خو ديکتاتور ضياء له موږه د يو سرتنبه خروټي مفسر په وسيله زموږ سياسي واک وخپلواکي واخېسته او نن بيا هم هماغه ګاونډی د خپل يو افغاني الاصله ډيپومات په وسيله دا حق له موږ اخلي او د هغه زوړ منحوس ګاونډي لپاره چې افغانوژنه او د هېواد ورانونه، بېثباتي او تلپاتې جګړه يې حياتي غوښتنې دي او افغانستان سبا ته خپلې ښې راتلونکې ته نه پرېږدي، لکه څنګه چې ځينې نه پخلا کېدونکو دښمنانو سوګند کړی وو چې افغانستان بايد ارام، ښېرازۍ او ښې راتلونکې ته پرې نه ښوول شي او نن بيا د دغسې يوې نيمګړې هوکړې بلهاري کيږي.

ټرمپ د خپلې بيا نوماندۍ له غمه مړ دی چې بيا راتلونکې ټاکنې وګټي او هم په دې پار له ديموکراتانو غچ واخلي.دا ځل بايد موږ د چا د معاملو، خراب اقتصاد، د نړيوالې انزوا، د چا د بيا ټاکنيز کمپاين او د چا له چا چا (خپلو سياسي مخالفينو) نه د غچ په پار بلهاري نه شو. بس دی چې موږ په تېر کې يوځل نه، بلکې په ځلونو د نړيوال او سيمه ييزو سياستونو په تېره بيا د غازي امان الله خان، شهيد سردار محمد داوود  له وخته راواخله تر نجيب الله پورې بلهاري شو او هر ځل د افغانستان نظام ورسره ړنګ شوی دی.

په تاريخي لحاظ او تېر ته په کتو زموږ ځينو ګاونډيو، سيمه ييزو او نړيوالو قوتونو ته دا پته ده چې دوی تل خپلو موخو ته په افغانستان کې د نظام پر ړنګونه رسېدلي دي. نننۍ غوښتنې هوبهو زموږ د تېر تاريخ له ترخو تجربو سره تړاو لري. ډېر وړاندې به نه ځو، د نجيب الله د نظام پر ړنګونه ډېر زياتې ناخوالې وزغملې او خدای مه کړه بيا همغه زړه تجربه تکرار شي.

تېر ته په کتو زموږ خروټی مفسر لا ژوندی دی چې له دې ټولو غميزو او جريانونو سره اشنا دی. له بده مرغه د نوموړي د هغې سرتنبه ګۍ له امله چې ضياء تېر ايسته او له روسانو سره له مخامخ خبرو يې انکار وکړې او پاکستان زموږ او د روسانو ترمينځ هغه وړانديز سبوتاژ کړ او له موږه يې زموږ واک واخېست او بيا يې له نجيب سره له روغې جوړې انکار وکړ او ويې ويل :

((زه سوله نه کوم او کابل په زور نيسم)).

له بده مرغه نوموړی خو لا څه ان چې چا يې ځايناستی فريد هم صدارت ته پرې نه ښووه او همداسې ماڼيجڼ له دې فاني نړۍ وکوچېده.

هغه وخت هم همدا غوښتنه وه چې موږ سوله نه کوو او نجيب بايد له حکومت لېرې شي. په بله مانا يا په نورو ټکو نظام بايد ړنګ شي. رب العالمين شاهد حال دی چې موږ مجاهدين د خپل انصار په دې ټکي نه پوهېدو، خو نن ګورو چې نه يوازې د نجيب په تګ سره خبره خلاصه نه شوه، بلکې نظام او د هېواد سل کلنه اردو هم ورسره دړې وړې شوه. هغه اردو چې يوه پېړۍ پانګونه پرې شوې وه. رياست، نوازشريف او نورو سياستوالو دا د ځان لپاره يو وياړ ګڼه چې موږ د افغانستان سل کلنه اردو د مجاهدينو پر لاس ړنګه کړه، ان تر دې چې په ډېرو ټاکنيزو کمپاينونو کې يې دا ډول خبرې له خولو راوتلي دي. سبا ته بيا باجوه (رياست) او عمرانخان (حکومت) دا خبره خپل ولس ته کوي چې موږ د افغانستان بيا جوړ کړی نظام او سيستم د طالبانو پر لاس له مينځه يووړ.

خليلزاد خو لږ تر لږه افغان او مسلکي ديپلومات دی، ولې له خپلې خاورې سره د نورو د لالچ لپاره د طالب هغه فرمايشونه مني چې هغه په حقيقت کې د طالب خپل نه دي، لکه تېر ته په کتو چې په جهادي پير ځينې فرمايشونه زموږ نه، بلکې د نورو وو، خو خوله زموږ او غوښتنه د نورو وه.

نن چې طالب، روسيه، پاکستان وامريکا او داسې نور د ټاکنو د ځند، د مؤقت حکومت او داسې نورې خبرې کوي دا هوبهو هغه تېرې ترخې تجربې دي چې موږ يو ځل نه، بلکې په ځلونو څکلي دي او ډېرې سختې وخيمې پايلې يې موږ ته لرلې دي.

په دې هيله چې تاسې او نور سياستوال پرې لږ ښه وړاندې و وروسته ښه ژور سوچ وکړي. د نظام ړنګول او داسې نورې غوښتنې منل به داسې وي، لکه يو څوک چې پخپله خوښه او يا د بل په زور خپل ځان د تل لپاره په ابدي بستر بېده کړي.

طالب به هم ښه ورځ ونه ګوري، بلکې رب العالمين به يې رسوا او د تل لپاره له تاريخه نسيًا منسيًا کړي. اصلاً له ښاغلي خليلزاد د ”يو افغاني الاصل مسلکي ديپلوماته“ داسې تمه نه کېده! داسې برېښي چې ښاغلي خليلزاد ته هم هسې تشه هيله ورکړل شوې او پر يخ تېر ايستل شوی او اوس هسې د بوسو لاندې اوبه تېروي. ان تر دې چې دلته په انګلستان کې خو ترې عراقيان سخت زړونه خوري او د خپلو ناخوالو مسوول يې ګڼي.

له انقلابه تر جهادي و ننني طالبي پيره په افغان جهاديانو، سياستوالو او طالبانو کې داسې سټه نه شته چې د هېواد د ښې راتلونکې، بساينې، ښېرازۍ (سوکالۍ)، بيا جوړونې، مديريت، سيستم جوړونې او پر خپلو پښو د درېدو يا اقتصاد جوړونې حساب پرې وشي. دا هغه څه دي چې زموږ ځينې منحوس ګاونډيان يې نه غواړي او د افغانستان د نظام ورانونه د ځان يوه فريضه ګڼي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

روسيه: د طالبانو او امريکا د هوکړې بې قيده او بې شرطه ملاتړ کوو

http://www.taand.com/archives/134040

مسکو: د طالبانو – امريکايانو د سولې هوکړه ليک که د افغانستان په ګټه وي مونږ يې ملاتړ کوو

https://rohi.af/fullstory.php?id=79452

کرزی: د سيمې هېوادونه لا هم افغان سولې ته ژمن نه دي

http://www.taand.com/archives/134029

د سولې په هوکړه د خليلزاد او غني اختلاف زيات شوی، امريکا د عبدالله پر اوږه لاس ږدي

http://www.taand.com/archives/134005

ولسمشر غني راتلونکې اوونۍ امريکا ته ځي

http://www.taand.com/archives/134026

نهو امريکايي سفيرانو افغانستان کې د بلې کورنۍ جګړې خبرداری ورکړی

http://www.taand.com/archives/134015

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply