اوسني کوچیان خوشبخته دي/ عابد

0 1,378

له کږدۍ تر پوهنتونه، د یو کوچي ځوان ګل ولي ژوندلیک دلته ولولئ:

لومړی چوپان وم، وروسته له غره سمې ته راښکته شو، د ننګرهار خوګیاڼو په یوه لرې پرته سیمه کې مو ژوند کاوه، زموږ لپاره ښوونځی نه ؤ،  د خپلو مالونو او رمو سره د سپين غر په لمن کې استوګن شو، وروسته ولسوالۍ ته نږدې په یوکلي کې خالي کور کې همسایه شو، موږ به همد مالداري کوله او هم په یوډول کلیوالي ژوند ته را وګرځیدو.

عمر به مې له ۱۵ کلونو پورته ؤ، خو ښوونځی می لا په سترګو نه ؤ لیدلی، د دغه کلي څخه چې موږ په کې میشت ؤ هر سهار ډلې ډلې ځوانان او ماشومان ښوونځیو ته تلل، وروسته مې شوق پيداشو، پلار ته مې وویل چې زه هم غواړم ښوونځي ته لاړ شم، لومړی مې کورنۍ مخالفت کاوه او ویل به يې که ته ښوونځي ته لاړ شي نو مال به څوک وڅروي.؟؟

وروسته مې مشر ورور ته وویل هغه کورنۍ رازي کړه، په همدې عمر ښوونځي کې شامل شوم، کله چې صنف ته ولاړم نو ټول ټولګیوال مې تر ما نیم عمر کوچنیان وه، د شرمنده ګي احساس مې کاوه ان دوی ته په کتو مې بیرته د ټولګي دپرېښودو تکل وکړ، خو د همدې ښوونځي یو استاد او په کلي کې زموږ کلیوال احمدالله ښه تشویق کړم، بالاخره مې په خلاصه سینه ښوونځي ته مخه کړه.

کلونه تیر شول او بالاخره له ښوونځي فارغ شوم، زه د کورنۍ لومړی اولاد وم چې په لیک لوست پوه شوم، ښوونځی مې ولوست او د دولسم سند مې واخیست.

له فراغت وروسته د ګوتو په شماره کلونه له زده کړو بیا محروم شوم، باالاخره مې د هغه کلک تصمیم او هوډ د پوره کولو لپاره د کانکور ازموینه ورکړه او تر پوهنتون مې لار پيدا کړه، دښوونې او روزنې پوهنځی مې ولوست.

د فراغت غونډې ته مې سپين ږیری پلار راسره بیولی ؤ، کله يې چې زه د غونډې په مخ کې د پوهنتون د تصدیق پاڼې د اخیستو پرمهال ولیدم نو له خوښۍ يې له سترګو اوښکې راغلې، ما په لومړي ځل خپل پلار ولید چې د خوښۍ اوښکې يې بهیږي.

اوس چې ګورم د کوچیانو لپاره کار کیږي، د زده کړو زمینه ورته برابریږي او ان د کوچیانو چارو سمون لوی ریاست په همکارۍ د لوړو زده کړو وزارت ورته توجه کوي له زړه خوشالیږم. زموږ دغه نسل بختور دی، په ګرد افغانستان کې ورته د کوچیانو چارو سمون لوی ریاست له لوري د معارف وزارت سره په همغږۍ سلګونه سیار ښوونځي فعال دی، چې زرګونه تنه په کې زده کړې کوي.

د دوی اینده روښانه ده، زرګونه اولادونه به د زده کړو په کولو دخپلو والدینو په سترګو کې د خوښيو اوښکي وګوري. له همدې امله د کوچیانو چارو سمون لویې ریاست له مشرتابه منندوی یو اوغوښتنه مو ترې داده چې د کوچي ماشومانو لپاره د زده کړو بهیر همداسې فعال وساتي، څو دهرې کوچي کورنۍ په انګړ کې دعلم څراغونه روښانه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply