اجرائيه رياست دې له چا استازولي کوي؟

0 566

عطا محمد نور :

حکومت دې بې ځايه کرېډت نه اخلي؛ نه د سولې خبرو په شروع کېدو ور سره مشوره شوې او نه يې په لغوه کېدو

د حکومت مخرب. ګوتڅنډونکی او غاصب د مشورې مستحق نه دی

اجرائيه رياست دې له چا استازولي کوي؟

ښاغليه،

تاسې دوه خبرې بايد روښانه کړئ :

  • اختلاف الرأی (سياسي مخالفت)
  • تخريب النظام (حکومت ړنګونه)

زموږ د جهادي پير لويه ستونزه همدا ده چې موږ هېڅکله د حق طرفدار نه يو، بلکې حق مو د ځان تابع کړی چې دا ستونزه په ټولو جهادي ډلوټپلو په تېره د شمال ټلواله کې زياته ده.

هم په حکومت کې دی – د حکومت د ټولو امتيازاتو ګټه پورته کوي، هم اپوزيسيون دی او هم مخرب او نظام ته تل ګواښنې کوي. يا په نورو ټکو نه ځان پېژني، نه خدای پېژني، نه رسول پېژني، نه اصولو او مقرراتو ته ژمن دی او نه نړيوالو اصولو او مقرراتو ته ژمن دی. په حلالو او حرامو هم چرت نه وهي. څاروي چې شعور لري او عقل نه، خو د خپل څښتن په اشاره دومره پوهيږي او پښه نيولی کيږي او غوږونه بوڅ نيسي، خو زموږ دغه نازولو جهاديانو چې هم يې نظام او هم يې ولس چوروتالان کړی ان تر دې دا احساس هم ورسره نشته چې د حرام مال خوړل او دولتي زمکې غصبول څه حکم لري؟

په دې هم نه پوهيږي چې يو غاصب څه حکم لري او څه ورسره وشي؟

تر پرونه، بلکې تر ننه د نظام شريکبانډی دی او هم يې له مخالفت څه، بلکې له تخريبه هم لاس نه دی اخېستی. په حکومت ونظام کې يې اجرائيه رياست استازولي کوي. بيا دې نر شي له حکومته دې چورلټ ووځي او حکومت دې ښاغلي غني ته ورپرېږدي. داسې خو نه شي کېدای چې اجرائيه رياست، د بهرنيو چارو وزارت او سفارتونه او قونسلګرۍ او داسې نور تر دفاع وزارتونو کې غوښنه برخه هم لري او هم دې د نظام تخريب کوي.

پوښتنه :

يو څوک چې له نظامه څربه شوی او بيا د هماغه نظام د تخريب هڅې کوي او هم نظام ننګوي، نو له دغسې يو متمرد او مخرب سره مشوره څنګه ده؟ ايا حقوقي جنبه لري که نه؟

داسې خو نه شي کېدای چې کله به له دوستم سره غاړه غړۍ وي او کله به يې مخالف وي. ان تر دې چې ويلي يې وو ((دوستم صد مرتبه از طالب بدتر است)) او هم يې له همدغه طالب سره ډغرې وهلي او مسکو ته په ورتګ سره يې ځانونه وبښل؟ دغه مخرب نازولی بايد دا په ياد ولري چې مسکو وطالب چا ته د ملت حق نه شي بښلی.

پوښتنه :

طالب چې تا بښي، نو طالب چا بښلی؟ ايا يو شرعي ((قانوني)) واخلاقي مجرم بل بښلی شي؟ ايا دا اسلامي – قانوني، جهادي واخلاقي ارزښتونه دومره سپک شول چې اوس د حکومت د محاکمو پرځای په مسکو کې بښل کيږي؟ د يو چا چې خپله مخينه تته وي هغه څنګه هغه څوک بښلی شي چې سرچينې يې روښانه نه وي؟ ايا دا ديني ارزښتونه دومره سپک شول چې نن د عطا غوندې يو متمرد يې مستحق ((أهل)) شو؟ حال دا چې مسلکي اړوندي هم ورسره نه لري. دين د دغسې جهالو لاس ته ورغلی چې هغه اخلاقي اداب يې هم مراعاتولی نه شي. يو څوک چې ديني اداب نه شي مراعاتولی هغه کله د نظام (حکومت) مشورې مستحق دی؟ دا زموږ د جهادي پير دغسې نادودې دي چې نظام د دغسې بې ادبو لاس ته ورغلی چې نظام خو لا څه ان تر دې چې د ځان اداب هم نه پېژني.

تنبيه :

هېښنده لا دا يو څوک چې پوهنتوني او تدريسي مخينه هم نه لري څنګه ځانته د استاذ کليمې په کارونه وياړي؟ ايا دا خپله يوه اخلاقي غلا نه ده؟

يو څوک چې خپله د يو لقب له اخلاقي ومسلکي پلوه مستحق نه وي ايا هغه ته به د يو عالم ((پوه))، نړيوال اقتصاد پوه او د هېواد د د يو ولسمشر په توګه له ديني (اسلامي ارزښتونو)، اخلاقي او هم له مسلکي پلوه تل د حکومت د يو ننګوونکي په توګه هغه هم چې له کلونو راهيسې له هراړخيز پلوه له همدې نظام وحکومته څربه شوی څنګه توجيه کېدای شي؟

تاسې اوطالب په کوم جرئت ځانونه بښلای شئ؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

عطا: حکومت دې بې ځايه کرېډت نه اخلي؛ نه د سولې خبرو په شروع کېدو ور سره مشوره شوې او نه يې په لغوه کېدو

https://rohi.af/fullstory.php?id=79557

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply