خليلزاد ځان دا ځل ځان ډېر وړوکی او خام ثابت کړ/سيد حسين پاچا

0 579

نهو امريکايي ديپلوماتو پر دې هوکړه خپله اندېښنه ښکاره کړه او پمپيو خو يې له لاسليکولو انکار وکړ

خليلزاد د طالب منجمد ذهنيت لپاره په نړيوال سټېج سياسي انتحار وکړ. د کلي يو ملک به هم داسې بېکاره جرګه او هوکړه ونه کړي. افغانان له عبوري ((مؤقتي)) حکومتونو او خپلمينځي ائتلافونو نه ترخې تجربې لري

نوټ : تېر ته په کتو په تېر ځل ټاکنو کې هم ښاغلي خليلزاد د نوماندۍ لپاره هڅه کړې وه چې بيا د ډيموکراتانو له لورې له شا مخته لمنې ونيول شو او خپ وجپ شو. دا ځل دغه ډول مرموزې هڅې د سولې د چتر لاندې د طالب په پلمه د مشروع حکومت له مينځه وړل او د مردود امارت بيرته رااعاده کولو له ليارې سره تر ډېره ورته والی لري. دغه ډول هوکړه او مسوده چې نه کانګرس ته ښوول کيږي او نه افغان ولس ته، کله نړيوال حقوقي اعتبار لري؟ کانګرس خو ترې اوس د علني وضاحت رسمي غوښتنه کړې چې څه لوبه دې روانه کړې؟، ولې يې دې ډول قمار ته زړه ښه کړ؟

ښاغلی خليلزاد،

تاسې ته په درناوۍ، خو دا هم د هېرولو نه ده چې تاسې ته پته ده چې له جهادي غوبله تر ننه افغانوژنه روانه ده او افغانان هر لوري ته په بېرحمۍ وژل کيږي. جهادي غوبل خو هغسې شو، خو دا طالبي غوبل به دې کله ختميږي؟ حال دا چې له بل لورې داعشي غوبل هم سر راپورته کړی.

داعشي غوبل دې په عراق وسوريه کې څه وکړل چې اوس افغانستان کې به لا خلافت پلی کړي. د دې غوبلونو شا ته څوک دي؟

تاسې څه ډول جرګه مار ياست چې خپله امريکايي لوړپوړي ديپلوماتان چې په افغانستان کې ښکېل پاتې شوي او دلته يې دندې تر سره کړي هم له دغه ډول هڅو ناخوښ او ډاډمن نه دي او د بهرنيو چارو وزير خو څرګنده کړه چې دغه هوکړه به لاسليک نه کړي، نو تاسې د يو جرګه مار او استازي په توګه افغانانو، امريکايانو، اروپايانو او نړيوالې ټولنې ته څه ځواب لرئ؟

دا به ستا له خپل پلرني ټاټوبي او له ولس سره نيکي واستحسان وای که طالب دې د رياست له غوجلو او له هر ډول رواني نفوذه راخلاص کړی وای، بلکې هغوی دې نور هم رياست ته اړ کړل او د افغانوژني او هېواد ورانونې لپاره دې رياست ته د سون توکو په توګه په واک کې ورکړل. له دې وروسته که د هر افغان وينه توييږي، نومسووليت يې تاسې ته شخصًا هم راجع کيږي.

ښاغلي خليلزاد ته د يو مسلکي ديپلومات په توګه پر طالب باندې باور کول د سياسي انتحار په مانا دي. حال دا چې طالب هره ورځ د بشري ضد جرمونو په کړنو او مسووليت اخېستو سره په خپله او نړيواله ټولنه کې منزوي کړي، خو ښاغلی خليلزاد پرې بيا هم حساب کوي، نو دغه ډول محاسبه د يو معقول (پوه) او تجربه ناک مسلکي ديپلومات ته له هر اړخيز پلوه سياسي ځانوژنه ((سياسي انتحار)) ده/دی.

دا بايد روښانه کړم چې په نړيواله، سيمه ييزه او ملي کچه له دغسې يو مسلکي ديپلوماته داسې تمه هډو نه کېده. نه پوهېږم چې ولې ښاغلي خليلزاد له طالبانو سره داسې هوکړه کړې چې افغان ولس خو لا څه کوې ان چې نړيواله ټولنه او حتی خپله د امريکا د حکومت هغه لوړپوړي ديپلوماتيک اشخاص چې په افغانستان کې په دولتي دندو کې ښکېل پاتې شوي او له مسايلو سره اشنا دي. د بهرنيو چارو وزارت خو دريځ هم روښانه کړ چې دغه هوکړه به پخپله لاسليک نه کړي، نو دا هوکړه له حقوقي اعتباره ولوېده.

ولې ښاغلی خليلزاد دا ډول د بشريت ضد کړنو او مرتکبينو ته يې د مشروعيت اجازه ورکوي؟ ايا ښه به دا نه وي چې د دغې د بشريت ضد ډلې دغه دوکانګی په قطر کې وربند شي؟ داسې خو نه شي کېدای چې هلته به ورته دوکانګی خلاص وي او دلته به په هېواد کې ويني تويوي او عام المنفعه ځايونه او ودانۍ سيځي. سبا ته دوی چېرته حکومت کوي؟

زما په اند داسې بريښي چې ښاغلي خليلزاد د يوې ناچيزې هيلې په پار خپل ځان ته په نړيوال سټېج سياسي انتحار وکړ چې ساری يې په نړيواله کچه نه تر سترګو کيږي. قرآني مدعا هم همدا ده چې تاسې سمه او روښانه ((قولاً سديداً)) خبره کوئ! دا ځکه چې سمه او پاکه يا په بله مانا په زغرده خبره انسان سمو کړنو او د الله تعالی د بښنې سبب کيږي. مرموزې هڅې او پټې خبرې دې ورکې شي چې انسان او ټولنې او نړيواله ټولنه له تشويش او اندېښنو سره مخامخ کوي.

کانګرس خليلزاد ته: د افغان سولې جزئيات په علني ډول مونږ ته وړاندې کړه

http://www.dawatmedia24.com/%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%db%90-%da%86%d8%a7%d8%b1%db%90%d8%8c-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87%d8%8c-%d8%b1%d8%a7%d9%be%d9%88%d8%b1%d9%86%d9%87/%da%a9%d8%a7%d9%86%da%ab%d8%b1%d8%b3-%d8%ae%d9%84%db%8c%d9%84%d8%b2%d8%a7%d8%af-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d8%ac%d8%b2%db%8c%db%8c%d8%a7%d8%aa-%d9%be/

ولسمشر: زما له اجازې پرته به يو طالب بندي هم خوشې نه شي

http://www.dawatmedia24.com/%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%db%90-%da%86%d8%a7%d8%b1%db%90%d8%8c-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87%d8%8c-%d8%b1%d8%a7%d9%be%d9%88%d8%b1%d9%86%d9%87/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%b2%d9%85%d8%a7-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d8%ac%d8%a7%d8%b2%db%90-%d9%be%d8%b1%d8%aa%d9%87-%d8%a8%d9%87-%db%8c%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%a8%d9%86%d8%af/

کانګرس خليلزاد ته: وضاحت راکړه چې افغانستان کې دې څه لوبه روانه کړې؟

http://www.taand.com/archives/134143

ولسمشر غني له ټرمپ سره د ليدو لپاره واشنګټن ته ځي

https://www.bbc.com/pashto/49603568

د امريکا کانګرس خليلزاد له طالبانو سره د هوکړې په اړه وضاحت ته ور غوښتی

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49603569

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply