شپې او ورځې ولې ۲۴ساعته دي؟

0 611

دا چې شپې او ورځې ۲۴ ساعته دي، يوازېنی علت يې دا دی چې انسانانو فيصله کړې، تر څو له دې لارې له وخته ښه ګټه واخلي. په طبيعت کې داسې شی نه‌شته چې له ساعت، دقيقې يا ثانيې سره اړيکه و نه لري، په دې اساس څرګنده ده چې بشر دا تقسيم‌بندي د خپلې هوساينې لپاره کړې ده، خو هغه شي ته چې موږ ورځ ورته وايو يو حقيقت تړلی دی او هغه پر خپل محور د ځمکې ګرځېدل له لوېديځ څخه د ختيځ پر لور دي چې همدا د ورځې او شپې د پيدا کېدو لامل دي.
هر ځل چې ځمکه څرخېږي د وخت يوه ټاکلې اندازه تېرېږي چې موږ د وخت دې اندازې ته ورځ وايو. د لومړنيو انسانانو په نظر ورځ عبارت وه، د لمر له راختلو بیا د شپې تر کېناستلو پورې، خو د شپې ساعتونه يې نه شمېرل کېدل.
پخوانيو يونانيانو خپله ورځ د لمر له يوه پرېوتو تر بل لوېدلو له مخې ټاکلې وه او پخوانيو روميانو خپله ورځ د شپې له يوې نيمايې تر بلې نيمايې پورې اندازه کوله، مخکې له دې چې ساعت اختراع شي شپه او ورځ هر يو په ۱۲ساعتونو وېشل شوې وه، خو دا وېشنه عملي نه وه، ځکه چې د موسمونو په بدلېدو د دې دواړو موده هم بدلېږي.
نن د نړۍ هېوادونه د داسې ورځې خاوندان دي چې د قانون اړوند ۲۴ ساعتونه دي او د شپې له يوې نيمايې د بلې شپې تر نيمايې پورې دوام کوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply