زموږ سرتېري خلکو ته سکون ورکوي

0 734

اېمل پیاوړی-

افغانستان د تېرو څلوېښتو کالو د جګړو له امله له بې نظامۍ او د وسله وال پوځ له پاشل کېدو سره هم مخ شو او له همدې امله زموږ بحران او جنګ څلور لسیزې وغځېده، مګر له کورنیو جګړو او په هیواد کې د وروستیو بدلونونو له راتګ او د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې له راتګ سره یو ځل بیا افغانستان هم د نظام او هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو لرونکی شو.

 پنځلس کاله پخوا په افغانستان کې داسې امنیتي او دفاعي قوت نه و چې د ټول ملت نماینده ګي وکړي او ټول افغانان یې خپل قوت وبولي، ځکه لا هم د دوی ترمنځ قومي، سمتي او حزبي مسایل مطرح وو، مګر ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې دا واړه سیاستونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو له منځ څخه پاک کړل.  اوس د الله تعالی په فضل او کرم، مونږ قوي امنیتي قوتونه لرو چې د ټول ملت استازیتوب کوي او زموږ د ملي بیرغ او ملي تاریخ غوندې زموږ د وحدت او پیوستون د سمبول حیثیت لري. الحمدالله ملي او اسلامي ارزښتونو ته پابند دي او د هیواد په هر ګوټ کې یې خلک په لیدلو خوشحالیږي او د خپل ځان، مال او عزت ساتندوی یې ګڼي.

څومره چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ملي شوي، نو همدومره ورسره د خلکو ملاتړ او اعتماد هم زیات شوی دی. ولسمشر غني په یوه پخوانۍ وینا کې چې څو کاله وړاندې یې کړې وایي: کندز ته چې تللی وم، د دې ولایت مشرانو او سپین ږیرو په یوه خوله غوښتنه کوله چې کندز ته دې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت لا زیات قطعات راشي او د دغه ولایت د دفاع لپاره دې عملیات ادامه ومومي.

 پوښتنه دا ده چې د کندز شریف خلک او مشران ولې غواړي چې د هیواد د مسلح قوتونو په چوکاټ کې دې دغه ولایت ته لا زیات امنیتي قوتونه ورشي؟  مونږ ولې د هیواد له نورو ولایتونو څخه هم د خلکو دغسې غوښتنې لرو؟  زه چې هر ولایت ته ځم،  او یا خلک ګورم، په یوه اواز وایي، موږ ته امنیتي قوې را ولېږئ. زموږ د غیرتي عسکرو او زموږ د بې همته غلیمانو اصلي تفاوت په همدې کې دی چې خلک زموږ له اردو سره سکون احساسوي.

تاسې کندز او نور ځایونه ولیدل چې کله تروریستان او غلیمان د لږ وخت لپاره هم ورغلل، نو خلک یې بې حده په تکلیف کړل. له کندز څخه تر یوې اونۍ په کمه موده کې تر دیارلس زره زیاتې کورنۍ مجبورې شوې چې کورونه پریږدي. تاجیکستان هم د خلکو د هجوم له ویرې سرحد بند کړ. د ترهګرو رویه داسې ده، خو په مقابل کې زموږ د غیرتي عسکرو چلند دا دی چې آن له غلیم سره هم د قانون او عزت او عدالت له اصولو سره سم چلیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply