زما د یوه ملګري خاطره یا یوه لنډه د عبرت یوه کیسه

0 1,495

-سید عبیدالله نادر

د مسافرۍ شپی او ورځي به موپه یوه ،کور کې په مختلفواو بیلو بیلوملکونود خلکو سره تیرولي ،چې د کاره به راغلو سره به راغونډ شو ،او د خپل د ورځني د سترګو لید حال او تجربی به موسره شریکولی او  خوند به مو ترې اخیسته،ډیر ځله به د شپی سره کښیناستو او بانډارونه به مو سره کول ،زمونږ د بانډار د کیسو محتوا ټوله د دنیا په کارو بار په مادیاتو او د کارو بار د جوړولو ، او کله به مو ټوکي تکالي هم لرلی ، زمونږ یو ملګری چې ظاهرأ ډیر چپ او خاموشه وو ،په عین د حال کې خوش لباسه خوش صورته او پوه انسان هم وو ،او کله به یي داسي خبری کولي چې ډیر معنی داره به وي ،او د ده د ژور سوچ څخه یي سر چینه اخیسته ، او کله به مونږ د ده په لوړو خبرو نه رسیدو یانی نه پوهیدو ، د ده عادت داسي وو چې ډیر ځله به تر نیمو شپو ،یو ساقی خانه کې چې زمونږ د کور تر څنګه وو ،ناست وو او د څو جامونو د څخلو سره به یي ، خپله د سوچ سلسله نوره هم پسي وزغلوله ،د ساقي خاني ساقي او ټولو د میکدي ملګرو سخته عقیده ورته پیدا کړي وه ، چې کله به دی نه وو ، د ساقي خاني د ملګرو له خوا به یي ډیري پښتني کیدې ،که څه هم ده هم کارو بار درلود،سوچ وزګار هم نه وو، زمونږ د ځینو ملګرو سره چې دا توان وو او د ده په ویناوو یی سر خلاصیده هغوی به وییل :

چې ډیر پوه سړی دی ، خو ذاتي او طبیعي پوهه هم ورسره د مطالعي څخه زیاته ده ، یوه شپه زمونږ د یو ملګري چې هغه هم په اصطلاح نیمه فلسفی وو ،زړه یي ډیر د ده د نیمو شپو ناستۍ ته په میخانه کې  تنګ شو ،چې یعنی دی ولي خوب ته نه راځي نو ورپسي ساقي خانی ته ورغی ،وي لیدل چې فلسفي ملګری یی ډوب په اندیښنو کې ناست دی ،ملګری می وایي : ما ترې و پوښتل :

چې نیمه شپه ده ، راځه بیده شه خوب وکه ؟ ده راته وویل : چې خوب خو همغه یو خوب وي چې سړی ټول عمر خوب کوي ، یعني قبر ته ابدی خوب ته یي اشاره وه ، او زیاته یي کړه :چې بیا به د عدم د خوبونو څخه ستړي یو .خوب ته ډیر وخت لاشته ،خو د ځان د سموني او جوړوني د پاره ډیر لږ وخت مونږته راکړ شوی دی ،او د یو څو وزرونو خورولو مهلت راکړ شوی .او دي لنډ مهال کې باید د همت وزرونه وشوراوو .تر دي چې تیره شوه بیا به ځان ته هم ونه رسو، څه رسې و جهان ته ، او همداسي د حکمت او پند نه ډک یو څو ټکي یي نور هم ووییل چی ماته یی سخت ټکان راکړ ،ځکه په ریښتیا هم که د غفلت له خوبه ځان وباسې، .او خودې خواته راځې ، نو په رښتیا چې هم باید بیداره اوسې ،زمونږ نه ډېر وختونه او فرصتونه په هوسایني او خوب کې تیر شوي ،که د معرفت سترګي خلاصوئ ،نو په رڼو سترګو ماحول ته نطر واچوئ ،یقین ولرئ چې عادی ستونزی خو به ژر تر ژره حل کړو ،بلکه په ډیرو نورو اسرارو او په پټو رازونو به هم خبر شو ،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply