د بريالي ژوند ۲۶۹ رازونه، کتاب د چاپ په ګاڼه سينګار شو

0 1,601
د بريالي ژوند ۲۶۹ رازونه، کتاب په دې وروستيو کې د پښتو ژبې ځوان ليکوال او ژباړن محمد پردېس لخوا خوږې پښتو ته راوژباړل شو، یاد کتاب په کندز کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې په تخنيکي هڅو او په جلال آباد کې د ګودر کتاب خپرنځي په مالي لګښت د زر ټوکو په شمېر چاپ او بازار ته وړاندې شو.
ياد کتاب له مختلفو انګليسي او دري ژبو سرچينو څخه پښتو ژبې ته په ساده او روانو کلماتو ژباړل شوی دی، چې د بريالي ژوند د رازونو په هکله د نړۍ مختلفو برياليو مديرانو لارښوونې او تجربې له تاسې سره شريکوي.
کتاب په ښکلي صحافت کې د ۱۰۰ موخونو او همدارنګه د ښکلې پښتۍ په لرلو سره ترتيب شوی دی چې، په آستراليا کې مېشت افغان څېړونکي ډاکتر لطيف ياد، د کابل پوهنتون پياوړي استاد او مخکښ ژباړن ډاکتر عطا محمد میاخېل او ننګرهار مېشتې ځوان ژورنالېست او ژباړن حظرت عثمان نوري پرې ښکلې سريزې ليکلي دي او کتاب يې په هراړخيزه توګه ارزولی دی.
ژباړن هم د يوې لنډې پيليزې وينا په توګه له ټولو هغو ملګرو څخه يې مننه کړې چې د دې کتاب په ترتيب او برابرولو کې يې ورسره همکاري کړې ده او ياد کتاب يې خپل شهيد نيکه، شاعر او ليکوال زين العابدين پردېس ته ډالۍ کړی دی.
همدرانګه د کتاب د پښتۍ په برخه کې د ژباړن لنډه پېژندنه هم د نوموړي يو انځور سره کښل شوې ده.
مينه وال کولی شي چې ياد کتاب د کابل، جلال آباد، کندز، کندهار، بغلان، خوست، بلخ او يو شمېر نورو ولايتونو به نوموتو کتابتونونو کې ترلاسه کړي.
د پردېس ټولنې فرهنګي کميټه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply