کابلي طالبان ولې په نخښه کیږي

عبدالمنان توحیدیار

0 900

تاسو وګورئ په تېر یو کال کې شاوخوا څلور کابلي طالبان (هغه کسان چې د بیانت د ازادۍ له ازادې فضا په استفاده د طالبانو د دریځ ملاتړ کوي) په نخښه شوي دي.

ځینې ان د حکومت له لوري څو ورځې په ځینو موضوعاتو نظر بند شول.

لکه نظر محمد مطمیین چې د کابل له شهزاده سرای څخه یې څو ځلې پيسې اخیستي وې او د دې پيسو حساب ترې غوښتل کیده چې له کومه ځایه راغلي او چېرته مصرف کیږي.

همداراز قاضي حسن حقیار، چې ملا عمر ته یې د شهید خطاب وکړ او د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو جګړه یې ناروا بلله، د همدې د سپيناوي لپاره څو ورځې نظر بند او تر پوښتنو لاندې و.

د دې څو لاملونه کیدلی شي؟

لومړی دا چې دا ډله په ښکاره د سولې چیغې وهي، خو په اصل کې د سولې مخالفه ده او کله هم چې د سولې پروسه حساس پړاو ته دننه شي، دوی په خواله رسنیو کې یوه اوازه اچوي او یا دا ډول پېښې کوي.

تاسو د خیرالله شینواري پېښه ولیده چې د کور مخ ته په پښو وویشتل شو او کسان په تيښته بریالي شول، مسوولیت یې په حکومت واچاوه.

له هغې وروسته د نظر محمد مطمیین پېښه وه چې کس ورباندې برید کاوه، بریدګر ورته تمانچه هم پريښې وه او تښتیدلی و، خو دوی دا اوازه ګډه کړه چې د سولې دښمنانو پرې برید کړی دی، په داسې حال کې چې لومړنیو څېړنو ښودلې وه چې کوم غل و او غوښتل یې له مطمیین پیسې او یا موبایل واخلي.

بله پېښه د قاضي حسن حقیار وه چې ادعا یې وکړه چې کس یې نیولی دی او ده ته یې ښودلی دی، خو دې قضیه کې هم څېړنو وښودله چې وسله وال غل و چې موبایل او یا پیسې ترلاسه کړي.

دا پېښې په کابل کې عادي دي، خو یوازې د هغو کسانو خبر رسنیو ته وځي چې سیاسي دریځ او یا لږ مشهور وي، هره ورځ داسې پېښې کیږي چې غلو یو څوک په پښو ویشتلی وي او یا یې یو څوک په چاقو وهلی او ګواښلی وي.

دا چې د دې ډلې پروړاندې غبرګونونه بیلابیل و، خو په ټوله کې د دې ډلې باور دا و چې ګنې دا کار حکومت کوي، دا چې د سولې دښمن پوهیږي چې د دې هر کس مسوولیت پر افغان حکومت دی، نو د افغان حکومت داخلي دښمنان زیات دي او هڅه کوي همدا کسان په نښه کړي.

وروستۍ پېښه د وحید مژده وه چې یو برید کې ترور شو، مسوولو ادارو په دې تړاو خپل کار پيل کړی او مالومه به کړي چې برید چا او ولې کړی دی، خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې دلته د بهرنیو هېوادونو استخباراتي لاسوهنې دي او دا ډله ټوله په دې قضیو کې ښکیله ده، له یو چا سره یو ډول او له بل چا سره بل ډول اړیکې لري او د استخباراتي مسایلو وروستی فصل همدا دی.

خو یو څه چې ښکاره دي هغه دا چې زه خبر یم، د طالبانو د ویاندویانو دا ډله، چې د بیان له ازادۍ په ګټې اخیستنې رسنیو کې د طالبانو نماینده ګي او ویندويي کوي، څو ځله د ملي امنیت د عمومي رییس معصوم ستانکزي له خوا ورغوښتل شوې او ورته ویل شوي چې «لږ ځانونه ساړه کړئ، بل څوک مو وژني او بیا به یې مسوولیت په موږ اړوئ.»

دا خبره ورته ځکه شوې چې دا ډله په هر مورد کې د حکومت او نظام مخالفه ده او افغان دښمنه کړۍ پوهیږي چې که دا کسانو باندې یا برید وشي او یا ووژل شي، مسوولیت یې پر حکومت ورځي.

خو له دې ټولو سره سره دوی خپله خپلسري کوي، وضعیت نه ګوري، بس رسنیو بحثونو کې د طالب له ادرسه خبرې کوي او بیا کوڅو کې ازاد او ډاډه ګرځي.

یواځې کابل کې د طالبانو بریدونو کې زرګونه کسان قرباني شوي دي، نو ستاسو چې د طالبانو نماینده ګي کوئ، ښکاره ده چې عام خلک فکر کوي، دا خلک هم تاسو وژلي دي، نو دا چې تا ترې کورنۍ اخستې، هغه به د غچ اخیستو هڅه نه کوي.

هغوی چې د طالبانو د بریدونو قربانیان دي، طالبانو پسې خو هلمند، بدخشان، زابل، فراه، کونړ او لوګر ته نه شي تللی، نو انسان کې د غچ اخیستلو خواص شته او ته چې په ټلویزون د طالبانو نماینده ګي کوې، نو ښکاره ده چې هغوی غچ اخیستو ته هڅوې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply