د شاهين او خليلزاد د پام وړ

سيد حسين پاچا

0 596

د شاهين او خليلزاد د پام وړ :

د ‘بين الافغاني’ خبرو په اړه پر پخواني دريځ د طالبانو ټينګار

اسپه چې مونجيږي ((شنګيږي)) د موږي په زور

خليلزاد دې خپل اصالت ته هم وګوري رذالت دې نه کوي. له طالبانو سره يې د نهو – لسو مياشتو پټيو هګيو شاربلو او کوړکي ايله همدا پايله راووته چې طالب لا له خپل لجوجته نه دی اووښتی. د عراق تجربه دې دلته نه ازمايي!

ښاغلی خليلزاد،

تاسې ته په ټول درناوي، خو دېته دې ښه پام اوسه چې يو وخت ښاغلی حکمتيار هم د بل په موږي همدغسې مست وو لکه نن چې شاهين دی. حکمتيار خو لا بيا هم د يو شعوري مکتب پيرو وو، خو په شاهين کې هغه استعداد و ظرفيت او د شعوري مکتب مخينه هم نشته.

تاسې ته خو د امريکا د يو ديپلومات په توګه پته ده چې په قطر غوندې يو ګرانبيه ځای او شانداره هوټلونو کې طالب ته ټول دغه ډول خواږه sweets او ښکلي خواړه، د ژوند ټول سهولتونه او لپ وجپ برابرول د بل چا له خزانې نه کيږي او هېڅوک دا ډول لګښتونه د الله تعالی د رضا لپاره له چا سره نه کوي، بلکې د خپلو ناولو موخو لپاره يې کوي. نه امريکا د اسلام له غمه مړه ده او نه اسلامي هېوادونه. هر څوک ځانته مشخصې غوښتنې او مشخص ټاکلي اهداف ((موخې)) لري او هغوی ته د رسېدو او سرته رسولو لپاره له بېلابېلو لارو چارو کار اخلي. دا خپله د دې څرګندويي کوي چې نه طالب د خدای د غمه مړ دی او نه پروني مجاهدين د خدای له غمه مړه ول. د يو چا د مشخصو غوښتنو او ټاکليو موخو لپاره د خپل يو مشخص او نوميرلي نوکر په لاس ولارښوونه يې پيدا او تربيه کړل او ويې کارول. په دې حقيقت به سره سترګې نه پټوو او پخپلو کې سره ښه پوهيږو.

زه په زغرده دا ويلی شم که تاسې ټول يا په بله مانا امريکا او ټلواله يې + عربي استخبارات + پاکستان په رښتينې توګه مرګ ته يې ونيسئ درد ته خپله راضي کيږي. زه باور لرم که د شاهين بانکي حسابونه کنګل او يوه اوونۍ يې په کومه استخباراتي سوړه يا کومه غوچله کې واچوئ، نو خپله به توبه ګار او د پزې خط به درته راکاږي، خو دا کار تاسې نه کوئ او نه خپل نوکران خپه کوئ.

ښاغلی خليلزاد،

تاسې ته به ښه پته وي چې د ښاغلي حکمتيار زوم يوه وخت د ناصرباغ د بي بي مريم ښځينه ښوونځي کې د آغلې ميډيلين البرايت مخکې د ((مرګ پر امريکا)) چېغې وهلې، خو چې د هغې ورته پام شوی وو چې دا څه وايي؟

نو ژباړن ورته ويلي وو چې د ((مرګ پر امريکا)) شعارونه وايی، نو هملته يې د لاس په اشاره راغوښتی وو او پوه کړی يې وو چې بيا داسې ونه وايی. موږ ستاسې ملاتړ کوو او تاسې زموږ په خلاف شعارونه ورکوئ او دا کار تاسې ته ګټه نه کوي.

ښاغلی خليلزاد،

تاسې خو پوهېږئ چې دا ډول شعارونه دوی ته چا په خولې ورکړي ول؟ دا زموږ د هغه وخت د هر اړخيز ((جامع)) نه پوهاوي او د خپلو ملي – اسلامي ګټو سره نابلدتيا څرګندويي کوي چې موږ دا نه شول درک کولی يعنې هغه څه چې موږ يې د يو چا په مخکې وايو موږ ته ګټه کوي که تاوان؟

افغانان په درناوۍ له تا يوه هيله لري چې دا بېسواده وبېشعوره احمق دې نور پوه کړه چې د رسنيو پر وړاندې هسې بېځايه اپلتې نه وايی. هر څوک پوهيږي چې غوا توره او شېدې يې سپينې دي. نه شاهين دومره د اسلام له غمه مړ دی، نه ټرمپ، نه عمرانخان او نه نور. بس هر څوک تر خپل مطلبه پورې يار دی چې څنګه يو له بله شکوڼه او ګټه وکړي؟

طالب ته په قطر کې دوکانګی خلاصول دا د دې څرګندويي کوي چې دوی خپل هغه اصلي جوهر لا له پيله له لاسه ورکړی :

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

طالب که رښتينې پرېښته وي، نو د دې سپيناوی دې وکړي. کنه نو د تاريخ دا تور داغ به پرې د تل لپاره سيوری غوړولی وي، لکه څنګه يې چې پر جهاديانو غوړولی :

The Five Evils who destroyed Afghanistan

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

افسوس چې د نورو د ګټو او ناولو سياسي موخو لپاره مو خپل ګران هېواد تباه او پر کنډوالو بدل او خپل ولس مو وواژه. د روم د کسری د نااهله زوی پورې يې اهله لور او هسپانوي ژمن جنګيالی زر ځله ښه ول چې د پلار نوم ونښان، برم وحيثيت يې وساته.

نو عباس ستانکزی، سهيل شاهين، ملا عبدالغني برادر او داسې نور چې له پخوا نه د شنو ډالرو په خوړلو لګيا ول او حلال وحرام يې نه پېژندل، نو هغوی به د خپلو ملي – اسلامي و تاريخي مقدساتو او ارزښتونو درناوی، حيثيت وعزت څنګه وساتي؟

له بده مرغه ډېرو خپل ايمان وتاريخي ارزښتونه د مشر لالا د شنو ډالرو پر وړاندې بايلود. دا ځکه چې ايمان د پيسو په مقابل کې په سختۍ او پوره مېړانه ساتل کيږي. د بل يا د نورو پر لګښت باندې خپل واک پردی کيږي او شهامت له مينځه ځي. له ډېرو سياسي خپلواکيو نه به خپل قناعت او لږه اقتصادي خپلواکي ښه وي. نه دا چې د بل په ډآلرو د قطر په ښکلو او مجللو ريستورانټونو او هوټلونو کې له ډول ډول خوړونو او خوږو نه پرې سړی ګرمې نرمې پسکې ولي او له مردارو ارګميو نه يې د هوټل فضا ککړه کړې وي.

تجربو دا جوته (ثابته) کړې ده څوک چې د جګړې لګښت ورکوي هغه يې دواړو لوريو ته هر اړخيز بلانس هم ساتلی شي او هر اړخيزه ګټه به يې هم د هغوی او د هغوی د دوه مخيو دلالانو وي، خو لوبيږي پکې نور.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د ‘بين الافغاني’ خبرو په اړه پر پخواني دريځ د طالبانو ټينګار

https://www.pashtovoa.com/a/afghan-peace-dialogue-/5214838.html

سرور دانش: طالبانو وښوده چې په سوله باور نه لري

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-50873432

The Battle with A Retired Gladiator | Gladiator | SceneScreen

https://www.youtube.com/watch?v=lTmlYKiLBHI

Gladiator: Final Fight (2000)

https://www.youtube.com/watch?v=fKQ8Kk6h9oo

جنرال ميلي: نه طالبان او نه هم افغان حکومت روانه جګړه ګټلی شي

http://www.taand.com/archives/141264

طالبان: تر څو امريکا سره هوکړه ونه شي، بين الافغاني مذاکرات نه کوو

http://www.taand.com/archives/141252

امريکايي کانګرس د طالب مشرانو د مصارفو لپاره ۱۵ ميليونه ډالر منظوروي

http://www.taand.com/archives/141258

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply