تر واده مخکې پنځه پوښتنې چې باید فکر پرې وکړۍ

0 602

ولې طلاقونه ډېرېږي؟

ډېر زیات دلایل شته چې په ګډ ژوند کې د طلاق اخيستنې یا ورکولو سبب کېږي. مثلاً؛ اقتصادي ستونزې، په کړه وړو کې ستونزه، بې‌باوري، خیانت او ډېر نور شيان دي چې ښځه او خاوند سره بېلوي.

دا فکر مو کړی چې د دې ټولو ستونزو یوازېنۍ ریښه ناسم انتخاب وي؟ د طلاق مخه به څنګه نيسو؟

ډېر وخت که تر واده وړاندې له ځانه دا ۵ پوښتنې وکړئ؛ نو له دغې بلا به خوندي ياست.

۱/ واده د اړتيا او که د مينې په خاطر کوئ؟

ایا مقابل کس په دې دلیل غواړئ چي هغه مو ضرورت دی او که په دې دلیل چي د هغه په موجوديت کي به مو ژوند له ګل ګلزار شي؛ نو مينه يې لومړی شرط دی.

۲/ ایا کورنۍ او ملګري مو واده کولو ته مجبوروي؟

ایا ستاسې د واده دلیل دا دی چي له مقابل کس سره مینه لرئ او که کورنۍ او خپلوان مو وچ په زور واده ته مجبوروي؛ نو که تاسې واده هم وکړئ، يو وخت به مو سره جلا او يا په يوه ناسمه اړيکه کې ښکېل کړي.

 د واده لومړی شرط د دوو کسانو/ نجلۍ او هلک خپله خوښه او بیا دې د دوی کورنۍ د واده مرستندويان شي.

۳/ تر واده وروسته له بل کس سره مينه لرئ؟

ایا ستاسې د واده دلیل دا دی چې فکر کوئ مقابل کس نجلۍ/هلک دومره مهم دی چې ګډ ژوند ورسره وکړئ؟

هغه کسان چي داسې فکر کوي، تېر ايستل کېږي، ځکه تر واده وړاندې غوره انتخاب مو لومړی شرط دی چې بیا په بل چا پسې ارمان و نه کړئ.

۴/ ایا تر اوسه هم له بل کس سره مینه لرئ؟

که داسې وي او د ځینو مشکلاتو له امله نه‌ شئ کولای واده ورسره وکړئ، په دې وخت کې هم له بل سره د واده کولو چورتونه غټه خطا ده، ځکه تاسې پخوا دغه کلک تعهد کړی؛ نو په لوی لاس خپل اوسنی ژوند په چورتونو مه خرابوئ.

۵/  ارزښتونه او باورونه مو سره نږدې دي؟

واده يو خيالي کار نه دی چې ژر يو څوک، د هغه/هغې جسمي بڼه، څېره او ښکلا مو خوښه ده. که څه هم دا په انتخاب کې غوره نښې دي، خو په دې هم سره پوه شي چې مقابل لوری مېرمن/ خاوند د ارزښتونو او فکر يووالی سره لري.

ايا نظریات مو د ټولنې او ګډ ژوند په اړه سره نږدې دي. په کلتوري اړخ کې سره نږدې یاست؛ نو که په دغو شيانو کې سره نږدې واست، ګډ ژوند به مو خورا له خوښيو ډک وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply