سپین‌غر ادبي بهیر د خپل مزل څلوېښتم ګام هم واخیست

راپور: راز خوږیاڼی

0 469

سپین‌غر ادبي بهیر یارانو خپله څلوېښتمه ادبي ناسته وکړه. یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، د دریځ چارې یې عارف الله نېکمل سمبالولې او د سید احمد احساس لۀ خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه. د غونډې مشري محمد صدیق حیران کوله او د مېلمه پر څوکۍ ورسره سردارولي ساپي ملتیا کوله.

د تېرې ناستې راپور د راز خوږیاڼي لۀ لوري د ناستې ګډونوالو ته واورول شو، چې د ټولو ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېد.

د ناستې پيلیزه وینا د بهیر مشر محمد صدیق حیران وکړه. هغه پۀ خپلو خبرو کې وویل: پۀ بهیر کې د مشرانو ګډون د بهیر د بریا نښې دي، چې دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی. حیران زیاته کړه، موږ باید بهیر پرې نږدو چې خدای مه کړه ناستې یې لۀ خنډ او ځنډ سره مخ شي، باید هره اوونۍ پۀ پوره لېوالتیا د بهیر پۀ ناستو کې ګډون وکړو.

وروسته ازاده مشاعره وشوه چې پکې استاد شمشېر، نوراغا مظلومیار، پروېز وزیري، عثمان رحیمي، سیداحمد احساس، نوراغا شهزاده، محمد عارف خوږیاڼي، جان‌ولي ثاقب، روح الله صمیم، سردارولي ساپي، خوشال دراني، میراغا قدریار، محمود ځلاند، بشیر احمد حقیار، حمیدالله خوږمن، تراب زهیر او عزت الله عادل پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، او تر څنګ یې مشاعره ځینو خوږ ژبو ترنم ویوونکو پۀ خپلو خوږو او شرنګېدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې د تودو چکچکو پۀ بدرګه تود هرکلی وشو.

د ناستې ارزونه خوشال دراني وکړه، هغۀ پۀ خپلو خبرو کې ناسته تر پایه ښه او پۀ زړۀ پورې وارزوله، زیاته یې کړه باید ملګري پۀ خپل ټاکلي وخت مشاعرې ته حاضر شي، چې کېدای شي ناوخته راتګ یې د ځینو ملګرو د نهیلۍ او زړۀ تنګون سبب وګرځي چې باید ډډه ترې وشي، هغه پۀ خپلو خبرو کې زیاته کړه ځینې ملګري باید لۀ ډېرو شوخو شعرونو تېر شي او دلته یې ونۀ وایي تر څو د کلام د عفت خیال وساتل شي.

یاده ناسته غرمه مهال د بشیراحمد حقیار پۀ دعایه پای ته ورسېده.

نېټه:  ۱۳۹۸ د مرغومي ۱۳مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply