د حاجي دين محمد پام ته

سيد حسين پاچا

0 911

حاجي دين محمد پام ته :

د غني پر خلاف له کرزي سره ودرېدل شخصًا ستا لپاره د سختې بې ايمانۍ او د ستر شرم خبره ده

همدې طالب ((پاکستان)) خو د کرزي اوستا د دواړو وروڼه دروژلي دي، تاسې لا بيا هم د دوۍ پورې نښتي ياست!

د پنجاب و د مسکو په خوښه مو د مسکو په غونډه کې د مسعود، رباني، مزاري او داسې نورو خپلې وينې طالب ته او طالب تاسې وبښلې، خو له خپل احمدزي سره دې دښمني راخېستې ده، نو اوس تاسې د پنجاب سره سوله غواړئ او که له طالب سره؟ له طالب سره خو ستاسې سوله شوې، او دولت پر دولت سوله کې بيا حکومت پرېږده چې له پنجاب او طالب سره خپلې سرې کرښې، ملي نواميس او ملي – اسلامي ګټې تعريف او د هغوی پر بنسټ سوله وکړي

تاند :

حامد کرزي ته نږدې کسان وايي دوی  راتلونکې اونۍ د سولې لپاره يوه واحده طرحه وړاندې کوي.

وړمه ورځ افغان سياستوالو ګډه غونډه کړې وه او په هغه کې يې پرېکړه کړې چې د سولې پروسه به له انحصار خلاصوي او د سولې لپاره به يو واحد دريځ رامنځ ته کوي.

د سولې عالي شورا غړی او سياسي څېره حاجي دين محمد وايي دوی به راتلونکې اونۍ واحد دريځ او طرحه اعلان کړي.

دده په خبره ټولو سياسي جهتونو ته وخت ورکړل شوی چې د سولې د راتګ او مذاکراتو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي او د سولې لپاره د يوه واحد ټيم او دريځ پر رامنځ ته کولو هوکړې ته ورسېږي.

د کرزي په نشرۍ دغه سياسيون وايي چې په ارګ کې ځينې ځانګړې کړۍ د سولې مخالفت کوي او د شخصي ګټو په خاطر ددې په لټه کې دي چې د سولې پروسه انحصار کړي.

ښاغلی حاجي صاحب،

تاسې ته د يو دوست په توګه،

هر کار کوه، خو له نرخه مه وځه!

سمه ده چې له غني سره به ستا او د نورو ډېرو په شان په ځينو مواردو او ځينو لاندې باندې دنيوي شيانو د ګټو وټو او واک په مسايلو کې جوړه نه وي، خو که حقيقت ته نظر وشي تر ډېره يې پړه به تاسې او هغو ته نيول کيږي چې ځانونه په واک کې سم شريک، بېواکه او يا نيمواکه بولي.

ستاسې د وراره ښاغلي ظاهر قدير په تړاو به د ښاغلي جهاني همغه يوه ليکنه بس وي چې هغه پکې کومو ټکو ته اشاره کړې وه او همداسې به ستاسې او يا مو د زوی په تړاو چې ځانونه په واک کې ناسم شريک بولئ او ګيله من ياست، خو ښاغلی کرزی دې يوځلې خپلې هغې خبرې ته هم پام وکړي چې ده ويلي وو:

هر څه چې کوئ ويې کړئ، خو په هېواد کې يې ولګوئ!

خو نن نوموړی د دوبۍ تر ټولو ستر پانګوال دی.

د عينو مينو زمکه يې په خېټه کې اچولې او د اوښ په شان ترې پښې لاندې زانګي.

ولې غني کې به هم لږې ستونزې وې او ستا په شان نور ډېر ځينې دوستان به ترې ګيله کوي، خو که ملي – اسلامي ګټو ته راشو، نو تر ډېره بريده غني پر حق ښکاري.

هسې يوه پوښتنه دا ده چې تاسې اوس له طالبانو سره د څه شي سوله غواړئ؟

نه تاسې طالب د خدای د رضا او نه مو د خپل افغاني دود و دستور له مخې بښلی او نه طالب تاسې بښلي ياست، خو د پنجاب په نغوته د روسانو په ملاتړ مو د بل هغه هم د هغه دښمن په کور يا پر چرګۍ يو بل ته وبښل چې د مذهب وعقيدې په نوم ورسره په کلونه د همدې پنجاب په لمسونه وجنګېدو او په ميليونو شهيدان او معيوبين مو ترلاسه کړل، خو د همدې کرزي بې ايمانه په لمسون او هڅونه چې پنجاب يې شا ته ولاړ وو وروستئ او هلته يې روسانو ته په غاړه کې ورواچولئ، هم مو روسان وبښل، هم مو د پنجاب او د هغوی په نغوته يو بل ته ځانونه وبښل.

تاسو او طالبانو خو سوله کړې او يو بل ته مو ډاډ ورکړی چې له دې وروسته به يو بل نه وژنو. هاغه پنجاب چې روسان ترې په تېر جنګ کې مرور ول بيرته يې ستاسې پر سر چې له دې ځايه يې د کرزي په يوه ډول و نغاره و يو سترګک او وښکي کېښکولو وروستئ او غاړه کې يې هلته له طالب سره يوځای په مسکو کې ورواچولئ او خپلې وينې مو پنجاب ومسکو ته وروبښلې، نو نور تاسې څه غواړئ؟

پاتې شوه د دې عام ولس وينه، اوس حکومت پرېږده چې د مولانا فضل الرحمان د تازه څرګندونو پر بنسټ :

))افغان جګړې ته ځوانان د مدرسو کار نه، بلکې د پاکستان استخباراتو کار دی((

نو بيا ولسمشر غني وحکومت پرېږدئ چې له همدې منحوس، ملموس وشيطان پنجاب سره يې غني سپينه کړي او په زغرده ورسره وغږيږي چې سم يې له ځانته د خبيث وغپن سپي په شان يې کورې کړي. پنجاب چې يوځل کورې شو، طالب خپله ستړی کيږي او له غپلو ِورځيږي او خپله به رام شي. که عرب او نور يې هر اړخيزه مرسته ونه کړي او پنجاب يې ونه روزي او روزنځايونه يې وروتړي، نو طالب څه کولای شي، خو لا تراوسه پنجاب له دې ډتو غورځېدلی نه دی.

غني اوس پنجاب وطالب دې حالت ته راوستی او د روسانو او چينيانو هم پرې ښه سر خلاص او غوږونه خلاص شوي دي چې دغه منحوس وملموس شيطان ډېره دوه مخې لوبه له هر چا سره کړې، خو نور هغوی ترې هم تنګ او پزې ته راغلي دي. طالب وپنجاب اوس مجبور ومکلف دي چې خپله تګلاره روښانه کړي او غني به ان شاء الله العظيم چې په ډېر لږ وخت کې په دې وتوانيږي چې له يوې سختې لغتې سره پنجاب لکه پنډوسکه يا توپ له ميدان ايسته ګوزار کړي او د تل لپاره به پنجاب نور بيا دې خوا ته مخ راوا نه ړوي. دا ايمان لا تراوسه په موږ يو مجاهد، طالب وحقانيانو کې لا نه دی پيدا شوی، خو غني کې دومره ايمان شته چې له يوې سختې لغتې سره به پنجاب د تل لپاره زموږ له مينځه وباسي چې بيا يې ياد وي په پېړيو پېړيو دېخوا ته راونه ګوري.

بيا هم له تاسې شخصًا هيله کوم چې لږ غيرت وايمان ځان کې پيدا کړه او د غني له مخالفته لاس واخله! لږې ملي – اسلامي ګټې هم په نظر کې ونيسئ! ايا دا شرم نه دی چې د يو مجاهد، واحمدزي په توګه د يو نړيوال اقتصاد پوه عالم او د هېواد د يو غمخور او زړه سواند ولسمشر په توګه يې مخالفت کوې، ولې؟

ته خو اخر لږ په دې ګرېوان کې سر ښکته کړه چې ته څه کوې؟

که ملاتړ يې نه کوئ، نو مخالفت خو يې هم د نورو لپاره مه کوئ!

په درنښت

سيد حسين پاچا

ستاسې يو پخوانی تېرهېر ملاتړی

خليلزاد بروکسل ته ولاړ، مذاکرات بيا وځنډېدل، کرزی د سولې نوې طرحه راوباسي

http://www.taand.com/archives/143190

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply