څلوریزي

عبدالباري جهاني

0 594

پر موږ راغلې توره بلا ده
یو لوی مرض دی لویه وبا ده

څوک وايي نر دی څوک وايي ښځه
چي کورونا دی که کورونا ده

×××××××××××

خدایه ته مل سې د ناروغانو
لومړی ملګری د ډاکټرانو

یو څه ستا فضل یو څه به دوی وي
چي به مو ژغوري له بلاګانو

×××××××

جګړه نښتې په سپین سبا ده
یو خوا مُلا دی بل خوا کرونا ده

دی قرنطین دی په حجره کي
کرښه د باندي ایستلې چا ده

××××××××

مُلا عزیز دی ټولو ته ګران دی
چي یې منکر دی هغه نادان دی

خو چي راغلې پر موږ کرونا ده
یو څه بېخونده د ده بیان دی

××××××××××

نه په کوډګرو نه په مُلا سي
نه په طبیب سي نه په دعا سي

له خپله سیوري خلک ویریږي
اووم دوږخ دي ځای د کرونا سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply