زموږ د چم ګاونډ ظالم رياست مصري فرعونيت راخپل کړی

سيد حسين پاچا

0 582

زموږ د چم ګاونډ ظالم رياست مصري فرعونيت راخپل کړی

پر وړاندې يې موسوي زغرده بلنه، قوي هوډ او پاڅون اړين دی

فرعون په تدريج سره لومړی له ربه منکر ((فما ربک يموسی))؛ بيا يې د الوهيت دعوه وکړه ((يا أيها الملأ ما علمت لکم من اله غيري)) او په پای کې يې د ربوبيت ستره دعوه وکړه چې ((أنا ربکم الأعلی))، نو زموږ د چم ګاونډ رياست نن پر لروبر افغان باندې هوبهو هماغه د زرګونو کلونو د تېر تاريخ ظلم راخېستی دی.

نوټ : بالاخره موسی عليه السلام مجبور شو او د فرعون په باره کې يې الله تعالی ته فرياد وکړ چې ((ربنا انک اتيت فرعون وملأه زينةً وأموالأً فی الحيوة الدنيا ربنا ليضلوا عن سبيلک، ربنا اطمس علی أموالهم واشدد علی قلوبهم حتی يروا العذاب الأليم))، نو الله تعالی يې بلنه ومنله او د هلاکت لپاره يې ورته لاره جوړه او خپله يې له خپل قوم نه غوښتنه وکړه چې ((ذروني أقتل موسی ….)) ما پرېږدئ / خوشې مې کړئ چې موسی ووژنم، نو هماغه وو چې بحر ته يې راوست. موسی عليه السلام او قوم ته يې نجات او دی يې له خپل ټول لښکر او شتو هر څه سره تباه او بني اسرائيل يې د تل لپاره د فرعونيت له ظلمه خلاص کړل.

اذهب انت وأخوک بآياتي ولاتنيا في ذکري؛ اذهبا الی فرعون انه طغی؛ فقولا له قولاً ليّنًا لعله يتذکر او يخشی؛ قالا ربنا اننا نخاف أن يفرط علينا او أن يطغی؛ قال لاتخافا انني معکما أسمع وأری؛ فأتياه فقولا انا رسولا ربک؛ فأرسل معنا بني اسرآئيل ولاتعذبهم قد جئناک بأية من ربک والسلام علی من اتبع الهدی؛ انا قد أوحی الينا أن العذاب علی من کذّب وتولی؛ قال فما ربّکما يموسی؛ قال ربّنا الذي أعطی کل شيئٍ خلقه هم هدی؛ قال فما بال القرون الأولی.

سورة طه : ۴۳ – ۵۱

دعاء موسی دعا الله علی فرعون وملأه :

وقال موسی ربنا انک اتيت فرعون وملاه زينةً واموالاً فی الحيوة الدنيا ربنا ليضلوا عن سبيلک، ربنا اطمس علی أموالهم واشدد علی قلوبهم حتی يروا العذاب الأليم ؛ قال قد أجيبت دعوتکما فاستقيما ولاتتبعان سبيل الذين لايعلمون.؛ وجاوزنا ببني اسرآئيل البحر فاتبعهم فرعون وجنوده بغيًا وعدوا؛ حتی اذا ادرکه الغرق قال آمنت لااله الا الذي آمنت به بنوا اسرائيل وأنا من المسلمين.

يونس : ۸۸ – ۹۰

[ای اجعل سکرهم حجارة] أو [اجعلها حجارة] فصارت حجارة

حدثت عن الحسين بن الفرج قال، سمعت أبا معاذ قال ، حدثنا عبيد بن سليمان، قال، سمعت الضحاك يقول في قوله((ربنا اطمس على أموالهم)) ، قال: جعلها الله حجارةً منقوشة على هيئة ما كانت.

عزم فرعون علی قتل موسی عليه السلام :

وقال فرعون ذروني أقتل موسی وليدع ربه؛ اني أخاف أن يبدّل دينکم أو أن يظهر في الأرض الفساد

غافر : ۲۶

وقال فرعون يا هامان ابن لي صرحًا لعلي ابلغ اسباب؛ أسباب السموات فأطلع الی اله موسی واني لأظنه کاذبًا وکذلک زين لفرعون سوء عمله وصُدّ عن السبيل وما کيد فرعون الا في تباب.

غافر : ۳۶ – ۳۷

وقال فرعون يا ايها الملأ ما لکم من اله غيري فاوقد لي  يهامان علی الطين فاجعل لي صرحًا لعلي أطلع الی اله موسی واني لأظنه من الکاذبين؛ واستکبر هو وجنوده في الأرض بغير الحق وظنوا أنهم الينا لايرجعون؛

القصص : ۳۸ – ۳۹

نو اوس زموږ د چم ګاونډ رياست د پښتنو او نورو لږه کيو پر وړاندې ډېر زورور او توانمند دی. له هر اړخيز پلوه زورور دی او هر څه يې له توانه پوره دي. اتومي وسلې لري، هوايي، بحري او زمکنۍ قواوې لري، خو پښتانه هېڅ نه لري، خو تا لري او ته د ټولو واکمن يې، نو زموږ د مظلوميت غږ ته واورې او ته مو ساتونکی او مددګار شې.

تفخيميان وپلوشيان

زموږ ځينو لروبر شعوريانو وناشعوريانو به پخپلو شنو کارتونو کې ليکلي وو :

واعتصموا بحبل الله جميعًا،

وجاهدوا فی الله حق جهاده،

والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا،

خو نن ګورو چې هغه قرآني ارزښتونه يوازې تر شعارونو پورې پاتې شول او بس. نه يې چا يووالی وليد، بلکې ورځ تر بلې پاشل کيږي.

نه يې چا رښتينې سرښندنه (جهاد) وليده، ځکه چې سرښندنه (جهاد) يوازې دا نه دی چې وسله راواخله او بل څوک ووژنه، وينې توې کړه او د خيرښېګڼې (عام المنفعة) ټولګټې بنسټونه او نهادونه ونړوه. زموږ د چم ګاونډ د سفارت يو استازي يوه ورځ په يوې دوستانه مېلمستيايي غونډه کې له ډېرې لورېينې داسې ويلي وو :

شرم او اوښکې :

سعد الدين شپون :

په کابل کې د پاکستان د سفير ځايناستي د سفارت په يوه مېلمستيا کې مرحوم پروفيسور امين ته ويلي وو : ((د ننګرهاريانو لوی جهاد به دا وي چې د درونټې بند والوځوي)).

امين صيب په جګ اواز ټولو مېلمنو ته د هغه دا خبره ترجمه کړې وه او ويلي يې وو چې دا ده د جهاد او افغانانو سره د پاکستان خواخوږي او په پروټيسټ يې د نورو استادانوسره مېلمستيا پرېښې وه.

ايا د لاهور له هيرا منډي نه تد درونټې بند الوځول ډېر اړين وي؟

مفتيان يې روژه ماتی د يوې بلوڅې ماډلې پر ښکليو او تنکيو شونډو ماتوي. هنرمنده وينا ملک (Veena Malik) يې په باليووډ کې څه کوي او د برېښنا بندونه زموږ الوځوي.

زموږ په شعوريانو او ناشعورو کې يا په بله مانا په احياءالعلوم او حقانيانو کې يا په نورو ټکو په ديوبنديانو او ناديوبنديانو يعنې د اخوانېزم د شعوري مکتب په څښتنانو کې لا تراوسه د دې درک پيدا نه شو چې دا افغانوژنه به ترڅو روانه وي؟

پاکستانی سراج الحق: څنګه چې طالبانو امريکا ماته کړه، داسې به هند هم کشمير کې مات شي

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action

His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

په تفخيم القرآن او يا قرآني پلوشو کې نفاق ((دوه مخي)) څنګه تعريف شوې؟ له امريکا سره ملګرتيا او عوام غولونه (تېرايستنه) د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ده.

شنونکي: د کشمير په مسئله کې د افغانستان ګډول له امريکا د امتياز اخېستو هڅه ده

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېسيون مشر او د مسلم ليګ ګوند سرپرست شهباز شريف پرون پارلمان ته ويلي: ‏”دا څنګه معامله ده چې په افغانستان کې دې سوله تامينېږي، افغانان دې خوشحالي کوي، جشنونه دې نيسي، خو کشمير کې بيا وينې بهېږي، نه، دغه کار موږ ته د منلو وړ نه دی، دا مسئله بايد برعکس شي. “

د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير خواجه اصف چې د مسلم ليګ ګوند غړى هم دى، په دې اړه څرګندونې کړې او ويلي يې دي: “زموږ تګلاره دا وه چې د کشمير او افغانستان مسئله سره ګډه او غوټه وساتو او په دې چاره کې بريالي هم وو، خو عمران خان له امريکا سره په معامله کې د افغانستان او کشمېر مسئلې سره بېلې کړې او زموږ د کلونو خواري يې پر اوبو لاهو کړه.”

د سياسي چارو شنونکى مشتاق رحيم وايي، پاکستان تل هڅه کړې، له افغان شخړې سياسي او مالي ګټې ترلاسه کړي او دا هڅې يې اوس هم دوام لري.

زموږ دا د لروبر شعوري وناشعوري ساده ګان له ستميانو و ماويستانو سره په ګډه ولې چوپ دي؟ ايا دا ډول بېشرمانه بونګه (برمته) کونه په کومو اسلامي او نورو نړيوالو ارزښتونو او اصولو کې روا ده؟ ولې زموږ د لروبر شعوري وناشعوري ساده ګانو اوس ځانونه غلي کړي دي؟

ايا موږ خو به د نورو اجرتي قاتلانو کې نه راځو؟

ولې د برېښنا بند په کشمير کې نه الوځول کيږي چې په ننګرهار، کابل، هرات او نورو ځايونو کې الوځول کيږي؟

زموږ د چم ګاونډي [ګاونډيان] ډېر هوښيار دی / دي چې څوک مو له يو لورې او څوک مو له بل لورې په يو او بل نوم راوژني. څوک مو د لروبر يو افغان او څوک مو بيا د مطلق افغانيت په نوم راوژني. ان تر دې چې په دې تازه وو کې د عارف وزير او نورو او هلته بر بيا يومخيز له ربړونو سره سره د سيند په اوبو لاهو کوي. موږ لا تراوسه نه پوهيږو. له بهرنيانو سره ژمنه راته معتبره او له خپل ولس او څښتن تعالی سره ژمنه راته بې ارزښته ښکاري. له بهرنيانو سره سوله نه، بلکې د هغوی پرسونل ته لاره ورکول د نورو په خولې ورسره منو، خو له افغان ولس سره سوله او له جګړې لاس اخېستنه راته بده ښکاري.

له بده شامته زموږ د اسلامي ارزښتونو استازولي د ستانکزي او ټپوس غوندې بېمسلکه خلک کوي. دا داسې خلک دي چې سر يې يو چېرته او سومبۍ يې له بل چېرته له بل چا سره نښتې او په خوله کې ژبه يې هم خپله نه ده د نورو استازولي کوي.

موږ به ترڅو په درانه خوب وېده يو؟ ترڅو به د نورو خولو ته ناست يو؟ ايا خپل شعور واحساس نه لرو؟ فرعون چې له بني اسرائيلو سره تېری راخېستی وو او له هېڅ ډول ظلم وزياتي څخه مخ نه اړولو، نو بالاخره الله تعالی موسی وهارون عليهما السلام دواړه ورواستول او د هغوی له ليارې بلنه او خبرداری ورکړ چې تاسې ورشئ او په نرمه لهجه ورته ووايئ. ښايي چې يا به پوه شي (سوچ به وکوي) پند به واخلي او يا به وويريږي، خو هغه د زياتي لار خپله کړې وه. هماغه وو چې له رب څخه يې انکار وکړ او موسی عليه السلام يې وپوښته چې ((رب دې څوک دی؟))، بيا الوهيت ته ورتېر او ان تر دې چې په پای کې يې د ((انا ربکم الأعلی)) دعوه يې وکړه. له بل لورې موسی عليه السلام تېری د خپل قوم په تړاو د ده له ظلمونو او زياتي څخه په تنګ شو، نو هماغه وو چې رب العالمين ته يې مخ کړ :

ربنا انک اتيت فرعون وملأه زينةً وأموالأً فی الحيوة الدنيا ربنا ليضلوا عن سبيلک، ربنا اطمس علی أموالهم واشدد علی قلوبهم حتی يروا العذاب الأليم.

الله تعالی يې غوښتنه ومنله او د فرعون هلاکت ته لار جوړه شوه. له بل لورې فرعون خپله خپل قوم ته مخ کړ چې تاسې ما پرېږدئ (خوشې مې کړئ) چې موسی ووژنم، نو دا د فرعون له لورې د موسی عليه السلام د قتل يوه هڅه وه چې ويې کړه، نو الله تعالی خپل انبياء او اولوا العزمة رسولان کله همداسې د لاس پورته کولو پرېږدي؟ دا د الله تعالی حکمت دی چې انسان کله هم پر خپل ځان ظالم شي، نو الله تعالی ورته سزا ورکوي او سزا هغه وه چې موسی عليه السلام يې داسې غوښتنه وکړه چې ترڅو ښکاره په خپلو سترګو عذاب (سزا) ووويني، نو د پېغمبر د قتل په هڅه کې له خپل سر، لښکر او هر څه سره تباه شو او نن يې مجسمه د مصر په موزيم کې د الله تعالی د هغې ژمنې سره سمه اېښوول شوې چې ((اليوم ننجيک ببدنک لتکون لمن خلک آية))، نو زموږ دغه د چم ګاونډي له موږ سره د هغه تېر پير فرعوني کړنې راخېستې دي، په تېره بيا له کله راهيسې چې اتومي شوی، نو ځان ترې په سيمه کې ورک دی او موږ يې له لسيزو راهيسې له ځان سره په يوې بلې نامشروع هيله او هڅه کې برمته کړي يو چې هغه خپله يوه خپلواکه سيمه ده او له موږ سره هېڅ تړاو نه لري. پخپل روا او مشروع حق کې يې راايسار کړی يو. هلته سيکهانو ته ورخوږ شوی او دلته يې له موږ سره فرعوني زياتی راخېستی چې ساری يې نه ليدل کيږي.

زموږ دغه د چم ګاونډ رياست چې زموږ د جهاد له برکته اتومي شوی په دې تپ وتلاش کې دی چې څنګه له خپلو درنو سودي پورونو سره سره موږ خپلې خېټې ته ورواچوي او هضم مو کړي، خو دا کار ورته ډېر شونی دی. دغه د پرديو په بسپنو او زموږ پر سر له نړيوال باجه لا نه دی لاس پر سر شوی او لا تر ننه هماغه د باج وامتياز اخېستني هيله لري، نو نور موږ د دوی له دغه ډول باج وامتياز اخېستنې په امان کړه چې هم موږ او هم نړيوال په دې قانع شو چې تر څو به دغه لوبه او دوه مخې سوداګري زموږ پر سر روانه وي چې کله مجاهد، کله طالب او کله داعش په نومونو مو پخپل کورني، سيمه ييزو او نړيوالو مارکېټونو کې پلوري؟ موږ مجاهدين خو اوس پوه شوي يو، خو په نننيو طالبانو او داعشيانو کې هم ديني وسياسي هر اړخيزه شعور (احساس) او پوهه راژوندۍ کړې.

دا چې اسلام د سولې او ورورګلوۍ،  صله رحمۍ، لوريېنې او د اجتماعي خېرښېګڼو دين دی چې په دې کې تا خير وبرکت د ټول عالم لپاره اچولی، او له بل لورې د ((وما ارسلنک الا رحمة للعالمين)) تر چتر لاندې که يې ستا په علم کې د اصلاح شتون وي، نو سمې لارې ته يې راوګرځوې او که نه وي، نو له تا سره اسباب د هلاکت ډېر زيات دي. له موږ پرته يې چاره وکړې او موږ پرې مأخوذه مه کړې. موږ لروبر ترې نور له دغه اتومي چم ګاونډه په امان او خپل حفاظت کې وساتې. آمين ثم آمين.

په پای کې افغانان له نړيوالو ستر قوتونو په تېره بيا له ستر نړيوال پانګواله غواړي چې موږ نور د خپلو شومو هيلو مه بلهاري کوه! بس دی چې په تېر ستا او ستا د غلامانو بلهاريان شو.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply