امریکا ته غبرګون؛ هند وايي، افغانستان سره دولت – دولت اړیکې پالي، طالبانو سره نه ګورو

0 687

هند د زلمي خلیلزاد هغه غوښتنه رد کړې چې ویلي يې وو دغه هېواد دې له طالبانو سره مستقیمو مذاکراتو ته کېني.

د هند پرېنټ نومې ورځپاڼې د هندي چارواکو په حواله لیکلي، نوې ډيلي به هغه وخت له طالبانو سره مستقیم مذاکرات وکړي چې دغه ډله افغانستان کې ولسواکه پروسې، نظام او منتخب حکومت په رسمیت وپېژني.

یادې هندۍ ورځپاڼې ته حکومتي سرچینو ویلي، خلیلزاد نوې ډيلي ته په سفر کې د بهرنیو چارو له وزیر، د ملي امنیت له سلاکار او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره کتلي دي.

د سرچینې په خبره، خلیلزاد له یادو هندي چارواکیو غوښتي چې له طالبانو سره مستقیم مذاکرات وکړي، هغه څه چې د هند له لوري په مشروط ډول رد شوي.

سرچینې ویلي، د هند دریځ دا دی، چې د افغانستان د سولې پروسه کې به هغه وخت ونډه واخلي، چې دغه بهیر د افغانانو په مالکیت او  مشرۍ مخ ته ولاړ شي، نه دا چې ډلې ټپلې يې مخ ته یوسي.

خلیلزاد تېره ورځ له دوحې هند ته ولاړ او له هند څخه مستقیم پاکستان ته تللی، چې د دغه هېواد د پوځ له مشر سره یې افغان سوله خبرې کړې دي.

هند په سیمه کې د افغان حکومت تر ټولو ستر ملاتړی دی او تل یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی.

ولسمشر غني واک ته له رسېدو وروسته تل پر دې ټينګار کړی چې د سیمې هېوادونو سره دولت په دولت اړیکې پالې او دغه هېواودنه هم باید دغه ارزښت ته درناوی ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply