طالبانو په هغو مرستو منګولې خښې کړي چې ترکمنستان له کرونا ځپلو سره کړې دي

0 619

وسله والو طالبانو په فاریاب ولایت کې د هغو بشرپاله مرستو کاروان درولی او منګولې يې پرې خښې کړي چې ترکمنستان افغانستان کې له کرونا ځپلو سره کړې دي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق وایي، یوه اوونۍ مخکې له افغان کرونا ځپلو سره د ترکمنستان د مرستو جوپه اقینې بندر ته رارسېدلې، خو طالبان اجازه نه ورکوي چې دغه مرستې له شیرین تګاب ولسوالۍ د فاریاب مرکز میمنې ته راشي.

هغه ویلي، له افغان کرونا ځپلو سره دغه مرستې له خوسا کېدو سره ځکه مخ دي چې طالبانو د مرستو کاروان ایسار کړی دی.

د فایق په خبره، طالبانو په دغه کار سره بشري جنایت کړی دی.

د فاریاب والي وایي، وسله والو طالبانو مرسته شوي توکي چې هغه کې سبزۍ، ترکارۍ او هګۍ شاملې دي، له موټرو کوز کړي او موټر يې په ډاګ درولي دي.

له افغانستان سره د ترکمنستان په دغو مرستو کې ۳۵ ټُنه رومیان ترکاري او نور سبزیجات موجود دي.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه د فاریاب د والي ددې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply