نړیوالې رسنۍ: خلیلزاد د طالبانو سپینولو ته ملاتړلې ده

0 639

نړیوالې رسنۍ زلمی خلیلزاد له طالبانو په ملاتړ او د خپلې هوکړې په ساتلو تورنوي.

 واشنګټن ایکزماینر نشریې په یوه مقاله کې د زلمي خلیلزاد وروستۍ مرکې ته اشاره کړې ده.

خلیلزاد ویلي وو طالبان هوکړې ته ژمن پاتې دي او خپل بریدونه یې کم کړي دي. خو واشنګټن ایکزماینر لیکي خلیلزاد د طالبانو سپینولو ته ملا تړلې ده، د دوی ملاتړ کوي او هڅه کوي د خپلې هوکړې د ساتلو لپاره د طالبانو پر بریدونو او خونړیو حملو سترګې پټې کړي.

سرچینه لیکي طالبان د هوکړې مخینه نه لري نو له همدې امله ښايي پر هوکړه عمل و نه کړي او خپلو جګړو ته ادامه ورکړي.

 نشریې له هند د امریکا دا غوښتنه هم غیر معقوله بللې چې ویلي یې وو نوی ډهلي باید له طالبانو سره مخامخ اړیکه ټینګه کړي.

 نشریه لیکي خلیلزاد دې په هر حال کې یوازې د سولې هوکړې د ساتلو هڅه نه کوي، بلکې هغه دې د یوه سالم سیاست او دقیقو اقداماتو له لارې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم او سولې ته لار هواره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply