جمعيت اسلامي ګوند له عبدالله څخه لار بيله کړه

0 708

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې له لاسليکولو وروسته د جمعيت اسلامي ګوند له عبدالله عبدالله څخه خپله لار بيله کړه.

د جمعيت ګوند رييس صلاح الدين رباني وايي، چې د عبدالله او غني په هوکړه کې دا ګوند شريک نه دى او خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.

جمعيت اسلامي ګوند چې د عبدالله عبدالله تر شا ولاړ و، څه وخت مخکې يې رييس صلاح الدين رباني په خپلو خبرو کې دا يادونه هم کړې وه، چې که چېرته عبدالله عبدالله له ولسمشر غني سره د سولې مصالحې شورا مشري ومني، نو دوى به ورسره خپل پرېکون اعلان کړي.

صلاح الدين رباني او د هغه ګوند غوښتل چې صدارتي نظام دې په افغانستان کې رايج شي او د همدې لپاره عبدالله عبدالله، صلاح الدين رباني او د دوى نورې ډلې هم هڅې کولې، خو بريالي نه شو.

د يادولو ده چې د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو تر اعلان وروسته عبدالله عبدالله د پايلو له منلو انکار وکړ او خپل ځان يې بريالى اعلان کړ، هغه همدا راز د ځان بللي ولسمشر په توګه لوړه هم کړې وه.

خو د څو مياشتو له پرلپسې مذاکراتو وروسته تېره ورځ ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سياسي هوکړه لاسليک شوه، چې له مخې يې عبدالله عبدالله د سولې مصالحې شورا مشر وټاکل شو او همدا راز د هغه ټيم ته په کابينه کې ځاى ورکول کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply