د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله- پنځمه برخه

ډاکټر عبدالرحمن زماني

0 1,215

د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله

پنځمه برخه – د ببرک زي کورنۍ د شک، ويرې او غچ قرباني  

کله چې سردار محمد نادر خان د کابل پر تخت کښيناست نو دببرکزي د کورنۍ پخلا کولو هڅه  يې وکړه او په نتيجه کې د لنډې مودې سړخت څخه وروسته د هغوې اړيکي بيرته عادي او ښه شول .

د افغان ليکوال او څيړونکي ښاغلي ډاکټر سيد عبدالله کاظم په وينا «د غازي شاه امان الله د سلطنت  د سقوط او سقوي  (۹) نه مياشتني حکومت د ټکولو نه وروسته کله چې دغه [ د محمد نادر خان او ورونو ] کورنۍ د افغانستان سلطنت ته لار ومونده، نو د سلطنت طرز يې هم  يو خانداني سلطنت وچې ټول قدرت او ستر مقامونه د کلونو دپاره د همدې خاندان د غړو په ولقه (انحصار) کې وو او کورنۍ گټې تر نورو ټولو گټو لوړې وی» [1].

«محمد نادر شاه د هغو تجربو له مخې چې له اماني رژيمه يې ترلاسه کړې وې، هڅه وکړه چې له يوې خوا د مذهبي مشرانو او مخورو ديني علماوو او له بلې خوا د قامونو د مشرانو او اثر رسوخ لرونکوقومي شخصيتونو سره ، البته تر هغو چې د پاچا او د هغه دکورنۍ اطاعت وکړي،  جوړ جاړي ته ورسيږي»[2].

« د قامونو د مشرانو او مخورو سيمه ييزو  او قومي شخصيتونو موضوع هم کټ مټ د [ مذهبي مشرانو او دينې علماوو] څخه  د گټې د اخيستلوپه شان  وه . تر څو چې  به هغوې د دولت خبره منله، دولت به هغوې ته  په خپل تشکيل کې ځاې ورکولو، او د هغوې سيمه ييز  او قومي حيثيت به يې زياتولو… د ملې شورا او مشرانو د جرگې  د سوچ او فکر  هدف دا وو چې  د قامونو مشران او مخور سيمه ييز  او قومي شخصيتونه مشغول  وساتي تر څو هغوې د خپلو سيمو څخه مرکز ته راولي،  په يو ډول يې تر څارنې لاندې ونيسي، او د دې ترڅنگ دولتي چارو کې په  گډون سره هغوې د دولت په تنخوا خورو بدل کړي . پدې ډول ليدل کيږي چې د سلطنتي کورنۍ  په لاس کې د قدرت راټوليدل او ددغه کورنۍ د گټو تامين د رژيم د ټولو اهدافو او اقداماتو په سر کې ځاې ونيولو»[3].

 د غازي ببرک خان  يوه زوې زمرک خان ببرکزي ته د اعزازي نايب سالارۍ  او دوو نورو زامنو ته د دولتي دندو او عسکري منصبونو او کورنۍ ته په کابل کې د اوسيدو د کورونو دپاره  د  اوسني ببرک چمن په سيمه کې  د شل جريبه ځمکې  ورکول هم د محمد نادرشاه د کورنۍ د همدغه يادې شوې پاليسۍ يوه ښه بيلگه ده .

په لويه جرگه کې د زمرک خان ځدراڼ وينا  او د خاندانې حکومت د شک او ويرې پيل

د ببرک زي کورنۍ سره د محمد نادر شاه د خانداني حکومت روابط هغه وخت ترينگړي شول کله چې  دوهمې نړيوالې جگړې پر مهال د ۱۹۴۱ کال د نومبر په  لويې جرگې کې د زمرک خان ببرکزي  وينا نه يواځې د هاشم خان صدراعظم پلانونه شنډ او تر يوې اندازې په اوبو لاهو کړل، بلکې صدراعظم د هغه د ولسي او قامي حيثيت  څخه  ويره احساس کړه او هغه يې د خپلې کورنۍ د حکومت د پاره  داسې گواښ وگڼلو، کوم چې د زغملو وړ نه و.

دا چې دا لويه جرگه د څه دپاره رابلل شوې وه، د هاشم خان صدراعظم پلانونه څه وو، او د زمرک خان ببرکزي دريځ او وينا څه اثر درلود،  د هغه وخت  د حالاتو په هکله يو څو کرښې معلوماتو ته اړه لري .

دوهمه نړيواله جگړه د ۱۹۳۹ کال د سپتمبر په مياشت کې پيل او د ۱۹۴۵ کال د سپتمبر تر مياشتې روانه وه . پدې جگړه کې چې  د نازي جرمني لخوا پر پولنډ باندی د يرغل په ترڅ کې پيل شوه،  د محور ځواکونو (جرمني، ايټاليا او جاپان)  او متحدینو ځواکونو (د امريكې متحده ايالتو،بريتانيې ،فرانسې اوشوروي اتحاد)  ترمنځ  په اروپا، افریقا او آسیا کی د وسله والې نښتې په ترڅ کې  ۶۰ – ۷۰ میلیونه انسانان ووژل شول . نوموړي جگړې د نړی پر سیاست، اقتصاد او پوځونو باندي مهمه آغېزه درلوده، او افغانستان او سيمه هم ددغې اغيزې نه بې برخې نه وه . د هاشم خان د صدارت د دورې تر ټولو ستره ستونزه هم  دا جگړه او پر افغانستان د هغې اغيزې وی .

محمد هاشم خان  باندني سياست کې په يو اړخيزه توگه د انگريزانو سره د دوستۍ او پر هغو د ډاډ لاره خپله کړې وه، او په عملي توگه  يې  د هغوې  احکامو او مشورو ته غاړه ايښې وه . له همدې امله يې د شوروي اتحاد سره د اړيکو د ښه کولو څخه ډډه کوله .  خو د آلمان،  ايټاليا او جاپان سره ، چې وروسته په محور هيوادونو بدل شول، ښه او د ملگرتوب سياسي او تجارتي اړيکې درلودلی .

له تاريخي پلوه افغانستان د محور هيوادونو د پاره هم خاص ستراتيژيک ارزښت درلود او دوې کولې شول  په هند کې د انگريزانو  موقعيت د کمزوري کولو د پاره د غه هيواد نه د يوې اډې په توگه کار واخلي .  لکه څرنگه چې د لومړنۍ نړيوالې جگړې په ترڅ کې افغانستان ته د نيدر ماير تر مشرۍ لاندې د جرمني هيئت راتگ او د خپلو نقشو په تطبيق کې د  امير حبيب الله خان د ملگرتوب د لاسته راوړلو هڅې وشوې، د دوهمې جگړې په ترڅ کې  دا هڅې يو ځل بيا پيل شوې، او اصلي موخه يې په آزاد سرحد کې د قبايلو خوځول  او د بريتانوي هند دننه  د پاڅون  کوښښ وو.

د دوو نړيوالو جگړو په منځ  کې د آلمان او افغانستان روابط، کوم چې د غازي امان الله خان د واکمنۍ په موده کې  د افغاني شاگردانو او کادرونو په روزنې او ځينو پروژو په پلي کولو سره پيل شوي وو، افغانستان سره د اقتصادي مرستو په زياتولو نور هم زيات او ټينگ شوي وو. د تودت ملکي او پوځي ساختمانې ادارې  Organisation Todt لخوا د پلونو او سړکونو د جوړولو، د زيمنس او تلفونکن لخوا د مخابراتو د عصري کولو،  افغان پوځ ته د وسايلو او تجهيزاتو د برابرولو، کابل ته د لفت هانزا د منظمو پروازونو تر سره کيدل، د انکشافي پروژو د تمويل دپاره د (۵۵) پنځه پنځوس مليونه  مارکو د لس کلنې قرضې ورکول، او په ۱۹۳۵ م کال کې د نساجۍ په صنايعو، برق او نورو پروژو کې (۱۵۰) يوسلو پنځوس آلماني متخصصينو استخدامول د دغو روابطو په پراخولو کې ونډه درلوده . نو د جگړې په وخت کې افغانانو د آلمانيانو سره خاصه مينه او د همدردۍ احساس درلود.

کله چې  د دوهمې نړيوالې جگړې اور بل شو، نو هم د افغانستان خلکو او هم حکومت  فکر کولو چې د محور هيوادونو ځواکونه به بريالي شي .  لدې امله د افغانستان ځينې سياسي شخصيتونه او عام ولس د محور هيوادونو او په خاصه توگه د جرمني په برياليتوب خوښي څرگندوله . پردې سربيره د حکومت دننه هم د سردار شاه محمود خان، سردار محمد داؤد خان او عبدالمجيد خان زابلي په شان جرمني پلوه ډله موجوده وه.

سردار هاشم خان سره د خپلې کورنۍ د واکمنۍ د ساتلو فکر و. هغه له همدې امله د پردې تر شا د چل – ول، پله بينۍ  دوه مخيزه  پاليسې لوبوله، هم يې د انگريزانو سره خپل اړيکي ساتل او هم يې د جرمنيانو سره اړيکي نه خرابول، او کتل يې چې کوم لورې به بريالې کيږي . (په يوه لاس کې د دوو هندوانو د نيولو دغه سياست ، د ناپيلتوب او بې طرفۍ د سياست په نامه ځينو ليکوالو ستايلې هم دئ ) . د همدغه سياست په پيروۍ هاشم خان هم «په ختيزه جبهه کې د جرمني پوځونو د برياليتوبونو تر اغيز لاندې د ۱۹۴۱ کال د جولای په پيل کې په افغانستان کې د جرمني استازي په توگه د «هينټيگ» له ټاکڼې سره پټ خوښاوې وکړ»[4].

د صدراعظم هاشم خان نه د روسانو او انگريزانو غوښتنې

هغه چې وائي  ستا د دښمن،  دښمن ستا ملگرې دئ،  نو پدې موده کې يو بل انکشاف هم  د انگريزانو لخوا د روسانو سره د جرمنيانو او ايټالويانو پر وړاندې د گډې همکارۍ پيل کول و.

د ۱۹۴۱ په اکتوبر کې شوروي اتحاد د افغانستان دولت ته يو يادداشت واستولو تر څو د محور هيوادونو د ورانکارو فعاليتونو مخنيوي وکړي او د هغو  (۱۸۰) آلمانيانو  او (۸) ايټالويانو د ويستلو لازم تدابير ونيسي، کوم چې په افغانستان کې په خدمت بوخت دي او څو تنه يې هم د شوروي اتحاد نه ورتښتيدلي وو.

د همدې کال د اکتوبر په نهمه هم په کابل کې د انگريزانو استازي، ف.  اوايلی د افغان حکومت د مشر سره وکتل او هغه ته يې څرگنده کړه چې «په افغانستان کې جرمنيان او ايټالويان شتوالې لري چې د شمال لويديز هند دپاره خطرناکه هلې ځلې کوي . هغه هيڅ کومې مشخصې بيلگې يادې نه کړې خو دا يې وويل چې  جرمنيان او ايټالويان  له امان الله او شامي پير ‏[ محمد سعدی الګیلاني] سره تړاو لري »[5].

« د ۱۹۴۱ کال د اکتوبر په ديارلسمه، ف اوايلي د هاشم خان ماڼۍ ته وروبلل شو . سربيره پر ده هلته پوځي وزير او د باندنيو چارو وزير هم حاضر وو. هاشم خان د انگريزانو سفير ته وويل چې هڅه کوي د دريو مياشتو په بهير کې د آلمان او ايټاليا استازي وباسي . سفير د يوې مياشتې په موده ټينگار وکړ هاشم خان هم  اړ  وت  چې ورسره خوښاوې وکړي، خو يو ځل يې بيا وويل چې ددې مسئلې په باره کې به وروستۍ پريکړه  لويه جرگه کوي .

دا مسئله د انگريزانو لپاره کيدای شوه چې بدې پايلې ولري . هغوې پدې ډير ښه پوهيدل چې افغانان د دوې پر وړاندې څه ډول چلند کوي ، ځکه خو ډاريدل چې لويه جرگه به د جرمني او ايټالوي اتباعو ايستنه ونه مني »[6].

لويه جرگه  او د زمرک خان ببرک زي وينا

هاشم خان او خاندانې حکومت دا توان نه درلود چې د خلکو د نظرياتو او احساساتو په خلاف د جرمنيانو او ايټالويانو د ويستلو په هکله په څرگنده د انگريزانو طرفداري وکړي . دا ځکه چې له يوې لورې د لومړۍ نړيوالې جگړې راهيسې جرمنيان د انگريزانو د دښمن په توگه د افغانستان په گوډ گوډ کې تر يوې اندازې مشهوره شوې او محبوبه شوي وو، او له بلې لورې د يوې لسيزې راهيسې خلکو د موجوده رژيم نه کرکه  او نفرت پيدا کړې  او د مناسب فرصت په انتظار وو[7].

« د ۱۹۴۱ کال د نومبر په لومړۍ په کابل کې لويه جرگه جوړه شوه، په هغې کې هاشم خان په ډيرو ستونزو سره وکولې شو چې وکيلان په دې راضي کړي چې [ له افغانستان څخه ] د جرمني او ايټاليا د اتباعو د ويستلو پريکړه ومني . د دې لپاره چې   د هاشم خان دلايل څه نا څه درانه وي، انگريزانو د وکيلانو د لپاره هغه ته لس مليونه افغانۍ ورکړی . همدا راز ژمنه يې وکړه کله چې د جرمنيانو لومړۍ ډله  له افغانستان نه ووزي، وروسته له هغه به افغان حکومت ته (۵۰۰  زره فونټه سټرلينگه [ پنځه لکه سټرلينگ پونډه ] ورکوي . خو دغو تدبيرونو هم نشو کولې دا گرنټي کړي چې په لويه جرگه کې به د سرحدي قبايلو استازي سختې برتانوي ضد ويناوې ونه کړي .

خو لکه څنگه چې انگريزانو اټکل کړی و، څوک په دې ونه توانيدل چې په لويه جرگه کې دې د پښتنو قبايلو د استازو د برتانوي ضد ويناوو مخنيوی وکړي . په تيره بيا د ځدراڼو د قبيلې د مشر زمرک خان وينا انگريزان ډير انديښمن کړل . هغه د ټولو وکيلانو په وړاندې په ډاگه اعلان کړه چې د ضرورت پر مهال دې ته چمتو دی چې د انگلستان پر ضد ۲۰ زره جنگياليان جگړې ته راوباسي او کولې شي د يوه کال په اوږدو کې د دغو شلو زرو کسانو د وسلې د سمبالتيا، خوراک او پوښاک او نورو ټولو ضرورت وړ توکو لگښت له خپلو ځاني (شخصی) پيسو څخه ورکړي .

د ځدراڼو ځمکې او سيمه له وزيرستان سره همپولې وې، او په هند کې بريتانوي چارواکي په دې پوهيدل چې د ايپي فقير [8] له لښکرو سره د زمرک خان د ځواکونو يو موټی کيدل به د هغوې لپاره څه ډول گواښ رامنځته کړي »[9]، [10].

که څه هم  د ځينو وکيلانو له غوسه ناکو ويناوو سره سره لويې جرگې له افغانستان څخه د جرمني او ايټالوي اتباعو د ايستلو په اړه د هاشم خان کړنه ومنله، خو لږ تر لږه ددوې  مصئونيت او خپلو هيوادونو ته صحيح او سلامت رسيدل  د شوروي اتحاد او انگريزانو لخوا تضمين شول .

د خانداني حکومت پلمې او د زمرک خان د کور ناڅاپي تالاشيانې

د محمد نادرشاه د پادشاهۍ له پيله د خانداني حکومت ټول کوښښونه د واکمنۍ ټينگولو، د استبدادي قدرت تمرکز او د هيواد کورني امنيت ته متوجه وو.  هغوې له هماغه لومړنيو ورځو  له يوه پلوه د ليونو په شان د آزادي غوښتونکو استعمار  ضد ځوانانو په وژلو او ټکولو پيل وکړ، او له بل پلوه يې د غازي امان الله خان او د هغه  د مينه والو او پلويانو د نوم او نښان  له منځه وړلو دندې ته د خپلو کارونو په سر کې ځاې ورکړ. نادر خان په افغانستان کې د خپلې ديرش کلنې کاري تجربې په درلودلو او د افغاني ټولنې او خلکو د خصوصياتو په پيژندلو سره د خپلواکۍ د جگړې غازيان،  هيواد پاله کورنۍ،  روښان فکران  او مشروطه غوښتونکي پيژندل، او داسې ځواکونه ورته د زغم وړ نه وو کوم چې ددوې د کورنۍ سلطې ته گواښ گڼل کيدای شو.

د ډاکټر سيد عبدالله کاظم په وينا « د شاه امان الله له پلويانو ويره او د هغه د بيرته راتگ احتمال د تصفيه کولو[وژنو] ، زندان ته اچونو او جلا وطنه کولو تر ټولو ستره انگيزه وه . په يوې تش په نامه محکمه کې پر محمد ولي خان او محمود سامي د حکم صادرول، د شاغاسي خيلو د لويې کورنۍ جلا وطنه  کول، د غلام نبي خان چرخي وژل او د هغې د کورنۍ د غړو بنديانول، په برلين کې د [ سردار محمد داؤد خان د پلار] محمد  عزيز خان د وژلو انگيزه چه گواکې د غازي امان الله خان پلوي سيد کمال و، او هم د انگريزانو په سفارت د محمد عظيم اقدام، ټول يو پر بل پسې د شاه امان الله دبيرته راستنيدو څخه د ويرې نښې وی»[11] .

په لويه جرگه کې د زمرک خان ببرکزي وينا سبب شوه چې خانداني حکومت او سر کې يې محمد هاشم خان دا غوټه په زړه کې ورته وساتي او د غچ اخيستلو پلمې او لارې چارې ورته وسنجوي . ددغو پلمو په ترڅ کې دوه ځله  خپله  د سردار داؤد خان لخوا، هغه وخت چې د قوای مرکز قوماندان و، د زمرک خان ځدراڼ د ځايونو ناڅاپي تالاشي  هم شامله وه .

د ببرکزي د کورنۍ د يادښتونو په حواله «کله چې سردار محمد هاشم خان د هيواد صدراعظم و، يوه ورځ ناڅاپه مازيگر مهال سردار محمد داؤد خان په خوست گيډوره کې د زمرک خان ببرکزي کور ته ورغی. زمرک خان په بيړه مازيگرني خواړه ورته برابر کړل او دده مخې ته يې کيښودل، خو سردار محمد داؤد خان ورته وويل زه علاقه لرم تر هر څه دمخه يو ځل ستاسو باغ وگورم ځکه ما يې ډير صفتونه اوريدلي دي . نائب سالار زمرک خان ببرکزي ورته وويل سردار صاحب تاسو ډير ستړي ياست او اوږده لاره مو وهلې ده لږ څه دمه وکړئ، چاې وڅښئ او خپله ستړتيا رفع کړئ، د باغ ليدل خو ستاسې په مخ کې دي، هغه به هم وگورئ . خو سردار محمد داؤد خان ورته وويل نه، نه، تر هر څه دمخه يو ځل باغ گورم او د باغ په ليدلو خپله ستړتيا رفع کوم بيا خو چای او ناشتا زمونږ په مخکې پراته دي.

نايب سالار زمرک خان له خپلو نورو ورونو سره يو ځای باغ ته ورسره ووت . سردار محمد داؤد خان د باغ د ځينو بوټو او گلونو تر ليدو وروسته مخامخ د ځمکې لاندې ديوې جوړې شوې کوټې دروازې ته ودريد او د زمرک خان څخه يې وپوښتل چې دا کوټه د څه لپاره جوړه شوې ده؟ زمرک خان په ځواب کې ورته وويل پخوا به د گرمۍ پر مهال موږ کله کله په دې کوټه کې څملاستو ځکه چې ډيره سړه کوټه ده، خو اوس دوه درې کاله کيږي چې د گرمۍ په موسم کې پاس غره ته خيږو. سردار محمد داؤد خان ورته وويل زه غواړم دغه سړه کوټه په داخل کې وگورم، په کوټه پسې غټ قلف پروت و او د قلف کلي هم خدای (ج) خبر چې د کور په کوم ځاې کې ايښې وه، خو زمرک خان خپل ورور شير محمد خان ته وويل ولاړ شه په منډه د قلف کلي راوړه، خو د کلي په پيدا کولو کې لږ ځنډ راغی . نو زمرک خان وويل قلف مات کړئ، په دې ترتيب د کوټې دروازه خلاصه شوه . سردار صاحب وليدل چې د کوټې په هر لوري کې د غڼو جالونه خواره دي او د ورښته کيدو امکان نه شته، نو سردار صاحب خپل ملگري منصبدار ته وکتل او د چايو څښلو له پاره کيناستل …سردار محمد داؤد خان له خپلو ملگرو سره شپه تيره کړه او د سهار چای تر خوړو وروسته چې دباندې راووتل سردار صاحب د خپلو ملگرو له جملې څخه يوه نظامي منصبدار ته وويل د زمرک خان د غره کلا زمونږ پر نظامي چوڼۍ باندې ډير حاکميت لري او هره گړۍ کولای شي زمونږ قواووې تر گواښ لاندې ونيسي»[12] .

د سردار محمد داؤد خان  لخوا شخصاْ د زمرک خان د غره د کلا د تالاشۍ کيسه هم د ارواښاد مومندي  صاحب له خاطراتو نه راخلم . مومندي صاحب ليکی چې «دا کیسه ماته هو به هو شیر محمد ځدراڼ د ببرک خان څلورم زوی داسي وکړه:  په ۱۳۲۰ کال کې چې سردار داود خان د خوست د عسکری قطعاتو د لیدو لپاره خوست ته راغی نو د خوست په لاره کی زمرك د هر کلی لپاره له کوره راوتلی واو دسړك په غاړی ورته ولاړ و. داود خان ته ئی د غرمنۍ بلنه ورکړه . داود خان هم دده خبره په ځمکه ونه غورځوله او دده ست ئی په ډیره خوښي ومانه . د غرمنۍ له خوړلو وروسته زمرك له خپل پلرنۍ دود سره سم یو پطنوس طلا د داود خان مخي ته کیښوده او يو پطنوس ئی عسکرانو ته ور وړ. داود خان ورته وویل، دا پطنوس عسکرانو ته ور کړی . زمرك ورته وویل: سردارصاحب دا ستاسي برخه ده عسکرو ته می بیله برخه ورکړی ده.

شیر محمد خان وویل، په دغه وخت کی د داود خان ټنډه ډیره تروه شوه او په ډیرکراهیت يې د زمرك سوغات و مانه . د ډوډۍ له خوړلو وروسته سردار یو وړاندیز زمرك ته وکړ چې که امکانات وی چې د مرحوم ببرك خان په لاس جوړه شوی د غره کلا هم وګورو نوبه بده نه وي . زمرك د دغه وړاندیز هرکلی وکه زمرك تر مخ او داود خان له خپلو نورو ملګرو سره ورپسی د غره د کلا په لور وخو ځیدل کله چې کلا ته ور پورته شو نو ئې وویل: د دی کلا او د شاهی ارګ د کلا له ورته والی نه دا څرګندیږی لکه دواړه چې يوه معمار جوړی کړی او یوه مهندس نقشه کړی وی .  ټوله کلائی ښه وکته خو کله چې د کلا د زیر زمینی دروازی ته ودرید نو وی وپل چې د دی قلفونو کلیانی له چا سره دی لیدای ئی شو او که نه ؟

زمرك ورته وویل چې موږ ته پلار دا وصیت کړی و چې دغه دروازه به نه خلاصوي او تر اوسه پوری په دغه دروازه زما ورونه هم نه دی ورننوتي ، د سردار د وچولی په ګونځو کې څو نوری ګونځی هم پیدا شوی او له کلا راښکته شو نو له زمرك سره ئی په مخه ښه وویل او د خوست لاره ئې ونیوه».[13]

د زمرك خان د کور کلي پريښودوته د مجبورولو دسيسه

ارواښاد محمد ايوب مومندي په خپلو خاطراتو کې  د « زمرك خان  ولی په بغاوت تورن شو؟» تر سرخط لاندې پدې هکله  ليکي :

« زمرك ځدراڼ د ببرك ځدراڼ مشر زوی و او نه یواځی دا چې د ځدراڼو د کام مشر و بلکې په ټوله پکتیا کی ده او دده کورنۍ ته پکتيا والو په درنه سترګه کتل او دی يې د ټولی پکتیا مشر باله.  په ۱۳۲۱ل کال کی آوازه شوه چې زمرك خان یاغی شویدی خو دغه خبره د هغه چا دپاره د منلو وړ نه وه چې دی يې له نږدی پیژانده ځکه نه یواځی ده بلکی د مرحوم ببرک خان د کورنۍ ټولو غړو د ضرورت په وخت کی هېواد او هیوادوالو ته ډیر تاریخی خدمتونه کړی و د خپلواکی په جګړه کی ده په لومړی سنګر کی د یوه زمری په څیر انګریزانو ته خپله سینه سپر ګرځولی وه او حتى لا تر ننه پورې هغه پخه تاڼه چې ده جوړه کړی وه د ببرك د تاڼی په نوم یادیږی، ددغی تاڼی ټول لګښت او د ساتونکو تاڼه دارانو معاشونه پخپله ببرك خان او بیا ئی مشر زوی په غاړه اخستی و.

اوس به نو راشو دی کیسی ته چې زمرك ولی په بغاوت تورن شو او ولی له هیواد نه وتلو ته اړ باسل شو.. په دی وخت کی د خوست عسکری قوماندان او لوی ولسوال ډګر جنرال فيض محمد خان نوابي” و او هغه  (تازه ګل خان د تڼیو د ولسوال په حيث ټاکلی و تازه ګل خان د نادر خان د حکومت په وخت کی د هغو خدمتونو په پاس چې ئې له فیض محمد خان سره په یوه سنګر کې کړی و خو کله چې ئې دوستانو ته په یوه متقابله جګړه کې زیات مالی او ځانی تاوان رسولی و ددفاع په وزارت کی محاکمه او په پای کی له عسکری مسلکه ترد شو) تازه ګل خان چې یو ډیر زړور او سرتیری شخص و نويې د ځدراڼو د هغی قافلی مخه نیولی وه چې مخ په پاکستان روانه وه او د چارتراشو لرګی ئی لیږدول . د قافلی وسله والو ځوانانو هرڅومره چې په کلکه غوښتنه کړې وه چې دغه قافله خو له کلونو کلونو نه په همدی د ره روانه ده ځکه موږ خو د ځدراڼو په وچو غرونو نه  د کر کروندې ځمکی لرو او نه نور کوم تجارت لرو له همدی لاری نه خپلی خیل خانی ته روزی برابروو که دا لاره را باندی بنده شی نو زموږ او لادونه خوله لوږی مری چاره موڅه ده؟

خو تازه ګل خان د دوی خبرو ته غوږ نه و نېولی او خپلو وسله والو عسکرو ته ئی امر کړی و چې د قافلی مخه ونیسی. عسکرانو هم د قافلی مخي ته وردانګلی خو وسله والو ځدراڼو د هغو مخه نیولی وه. په دغه وخت کی د قافلی نورو برخه والو ولسوال ته ویلی چې ته خو پښتون ځوان ئی راځه دلته به سره جرګه شو. د جرګی په نوم ټول تری را تاو شوی او له هرې خوا يي په ده د چوړکیو ګذارونه کړی او دی یی له پښو غورځولی و. په دغې پیښه کې دوه تنه ځدراڼ او دری تنه عسکر وژل شویدی.

په سبا د عسکری کلوپ په لوی سالون کې د وژل شویو عسکرو دعا اخيستل کیده.  زمرك خان هم د فاتحی په مجلس کی د ګډون لپاره ورغلی و

په دغه وخت کې فیض محمد خان د خوست والي او عسکری قوماندان ویلی و ) خداوند تازه ګل خان و عسکران شهید را در جنت مکان برجسته نصیب گرداند و ځدرانهائیکه مردار شده اند جای شان دوزخ برین است ) د فیض محمد خان خبرې په زمرك ښی نه وی لګیدلی ځکه وژل شوی ځدارن دده نږدی کامی کسان و او د هغوی له پاره ئی ددوزخ غوښتنه نه وه زغملی او په ځواب کی نی ویلی وہ : خدای دی تازه ګل او عسکران وبښی او د ځدراڼو پاتې کسانو ته دی هم خدای صبر ورکړی.

خو فیض محمد خان دغه جمله څو څو ځله تکرار کړی وه چې د ځدراڼو ځای دوزخ دئ، خدای دی هیڅ کله هم ونه بښی . په زمرك دغه خبری ښی نه وی لګیدلی نور څه ئی و نه ویلی اوغونډه ئی پریښی وه او دخپل کور مخه ئی نیولی وه.

داود خان او فيض محمد خان دواړه دیوی همداسی ورځی په انتظار کی وه چې زمرك ته يوه بهانه جوړه شی څو له ولسی قدر ته ولویږی او حکومت هم ترې سوال وکړې شی .

دلته ئی یو ډیر تکړه مخبر ګمارلی و چې ده ته يوه داسی دسیسه جوړه کړی چې يی ارتباط او اړیکی د امان الله خان له ورور سره چې په وزیرستان کی ئی د حکومت پر ضد فعالیت کاوه او د امين پك په نامه یادیده.

مخبر د امین له خوا يو ليك د زمرك په نوم برابر کړی او زمرك ته ئی راوړی و.   په لیك کی ئی داسی څرګنده کړی وه چې زموږ او ستاسی د کورنۍ ترمینځ خوله ډیری پخوانه ډیر ښه روابط او دوستانه مناسبات ټینګ و او زما ورور ستاسی له پلار سره چې د خپلواکی په جګړه کی ئی فعاله برخه اخستی وه ډیر کومکونه کړی و. نن چې زه د هغه غازی پاچا ورور د وزیرستان په غرونو کی ژوند کوم ستاسی کومك ته زیات اړ یم او ته باید له ما سره هر راز کومکونه وکړی.

مخبر چې دغه راز يو خط لیکلی او بیا ئی په تړلی او مخصوص پاکټ کی زمرك ته راوړی او کاتب ئی سر خلاص کړی او ورته لوستی ئی دی، نو خپل لیکونکی ته يي لارښوونه کړی چې د پك د ليک په ځواب یی ورته ولیکه چې زه او زموږ د کورنۍ ټول غړی اوس هم د غازی امان الله د کورنی غړو ته په ډیر احترام ګورو او هر وخت چې زموږ له وسه وشي نو به خپله مرسته له تاسی نه نه سپموو په مکتوب کی يي ډیری نوری ښی د دوستی خبری هم ورته ولیکلی او هغه يي په پاکټ کې ونغښتی او مخبر ته ئی په لاس ورکړی چې امین ته ئی وروړی او څو کڅوړی طلاوی ئی هم د مخبر په لاس امین ته ولیږلی چې دطلا له کڅوړو نه مخبر هم خپله ښه برخه کړې او پاتی يې حکومت ته له ليك سره سپارلی دی.

په دي وخت کې فیض محمد خان خپل مبارک شاه نومې ډريور چې يو نمک شناسه شخص و په زمرک پسی ورلیږلې چې رايې ولي او ده ته ئي په تیلفون کي هم ویلي و چې که ته یو ځل راشي چې د ببرک د تاڼې پخه ودانۍ له خپله ځایه يوي لوړي او هسکې څوکې ته رانقل کړو او ستا مشوره په دي برخه کې مونږ ته زیات ارښت لري.

دی چې له مبارک شاه سره په موټر کې کښیناستلی او د خوست پر لور روان شوي نو مبارك شاه  لوګري چې تل ئي د ببرک د کورنۍ له خوا ښې خاطري له ځانه سره لرلی، ده ته په ژړغونکی لهجه ویلي چې نائب سالار صاحب! زه پوهیږم چې تا ته کومه دوسیه جوړه شوي او غواړي چې تا له منځه یوسي او یا خو دي هم ښه تورن کړي.

ده مبارك شاه ته ویلی چې ما بیرته خپل کور ته ورسوه. بيرته چې کور ته راغی او غوښتل يې چې د وخت له پاچا سره وغږيږي او د داود خان او د خوست د لوې ولسوال د دښمنۍ نيت ورته روښانه کړي خو چې د تیلفون غوږ نه ئي واخست گوري چي د تیلفون لين ئي پخوا تر پخوا قطع شوی او د المري غونډ مشر میر نادرشاه اطلاع ورکړی چې زمرک که نن وي او که سبا په غونډ به برید و کړي او بیا به خوست محاصره کړی.

له خوسته میر نادر شاه ته امر ورکړ شوی و چې په کوزه کلا باندی  عسکران  ور مارش کړه. په دی وخت کی زمرک د غره لوړی کلاته ختلی او شیر محمد ېی په کوزه کلا کې (چې غنډ ته مخامخ پرته ده ) پروت دی خو چې د غونډ کوزي پاسی ئی ليدل نو ده هم ځان برابر کړ چې غره ته وخېږي خو مخکی تر دی چې له کوره وتلی او د غره لاره ئې نېولی وی نادر شاه خان له څو عسکرو سره له سیند نه ورتیر شوی او کلا ته ورنږدی شویدی، شیر محمد غږ پری کړی چې پوه شیبه وخت راکړي چې دا خپلی ښځینه تر بری کلا پوري ورسوو خو نادر شاه چې يو مغرور سړی وو شیر محمد خبرې ته ئې غوږ نه و نیولی نوئی عسکرانو په ډزو پیل کړي او دي په خپله هم پسي  راوتلي او غږ يې پری وکړ چې زه دی ژوندی ښکار کوم په دی وخت کی شيرمحمد په ولاړو باندی ډزې پری کړی او په خوله کې ېی ویشتلی او څو نور عسکر يې هم د سيند په اوبو کې ټپیان کړي او له خپلو بالو بچو سره د هسکی کلا لورته رهی شویدی.  [وژل شوې نادر شاه خان هغه کس دئ چې د نادر شاه کوټ چوڼۍ يې اوس په نوم ياديږي – زماني ].

په دی وخت کی شیر[ محمدخان ] ته دومره وخت پیدا شوی و چې له خپل بال او بچ سره د غره  په لور وخوځیږی خو کله [چې] د غره کلا ته رسیدلی و نو زمرک خپله تومانچه پری راویستلی وه چې تا ولی په عسکرانو ډزونه وکړل ما خودرته ویلي و چې مونږ هیڅکله جګړه نه غواړو او د خپلو ورونو د وینوتویولو ته چمتوالی نه نیسو یواځی موږ خپل سرو نه باسو او نور ټول جایداد اوسامان پریږدو، خو مور ئې لاس نیولی و او زمرك يې دی ته نه و پریښی چې په خپل ورور باندی د تومانچی ډز وکړي .

د پکتیا د بیلو بیلو کامونو مشران زمرك ته ورغلل چې که غواړي جګړه وکړی نو موږ ټول ستا ملاتړ ته ولاړ و او هره ګړی چې ته وغواړی موږ ته د مرستی لاس را اوږد کړی نو ټول گوتې په ماشه ستا پلويان يو،  خو زمرک د دوې د همدردی او پلویتوب نه خوښی او مننه څرګنده کړه او له دوی نه ئې وغوښتل چې تاسی له ما سره دومره کومک وکړی چې له خپل بال وبچ سره روغ  له پولی هاخوا واوړم او نه غواړم چې د يو چا پوزه  قدر هم ټپی شی. د ځدراڼو د بیلو بیلو کامونو په لارښوونه په سل هاو اوښان آسونه او کچری د زمرک د غره د کلا دروازی ته ليکه ودریدل .

زمرك خپل کالی مالی بار او و تڼیو له لاری د پاکستان [ دا وخت لا پاکستان جوړ شوې نه و، د ليکوال مقصد به وزيرستان وي – زماني ] پر لور وخوځیده خو شیر محمد له دریونورو ملګرو سره څو چې د کلا ټول سامان وليږي هلته ستون شو او کله د غره له یوي او کله له بلی څوکی نه په عسکرو ډزې کوي . خو د عسکرو لويو لويو منصبدارانو پرله پسی مرکز ته اطلاعات ورکول چې د زمرك د غره کلا او شاوخوا غرونه ټول ځدرانو نیولی او شمیر یی زرهاوو ته رسیږی او زیاتی قواوی  دغه لوری ته راوليږلی خو یواخی شیر محمد له خپلو دری نورو ملګرو سره ۲۱ ورځی له منظمو  عسکری قواوو سره کله د یوه غره له څوکی او کله د بل غره له څوکی و جنګیدل او په ۲۱ مې شپی هغه هم د پاکستان [ وزيرستان ]په لور مخه ونیوله او د جګړى اوربند شو…

د جګړی ټولی کیسی په خپله ماته شیر محمد کوم وخت چې د ولسي جرګې غړی و، وکړې او ما ځکه باور پری وکړ چې د زمرك د کورنۍ په غړو کی د رواغ او درب و دروه خبره د هیچا له خولی هم نه وه اوریدل شوی او دوی ټول سپین درولی پښتانه ؤ» [14].

(نور بيا)

[1] . کاظم، سيد عبدالله (۲۰۲۰) . رويداد های عمده در دوره صدارت شاه محمود خان غازي، ۱۸مخ .

[2] . کاظم، سيد عبدالله (۲۰۲۰) . رويداد های عمده در دوره صدارت شاه محمود خان غازي، ۲۷ مخ .

[3] . هماغه ځاې، ۲۹ مخ.

[4] . تيخونوف (د محمد طاهر کاڼی ژباړه) ، (۲۰۰۴). د جرمني امپراتورۍ افغاني جگړه – جرمني پوځي څارگري د شوروي څارگرۍ پر وړاندې، ۱۸۶ مخ .

[5] . هماغه ځای، ۲۲۸ مخ .

[6] .  هماغه ځای

[7] . غبار، غلام محمد (۱۹۹۹). افغانستان در مسير تاريخ (جلد دوم)، ۲۰۲ مخ .

[8] . ایپي فقیر (میرزا علي خان) په وزيرستان کې له هغو مبارزینو څخه و چي د ژوند تر پایه پوري د انګرېزي استعمار او د پاکستان له جوړېدلو څخه وروسته د هغه حکومت سره مخالف پاتې شو او د ژوند تر پایه پوري یې له هیڅ قدرت سره داسې سودا ونه کړه چې د ده خپلواکی ته لږ تر لږه زیان ورسوي. هغه په داسي وخت کې د انګرېزانو پر ضد د جهاد ږغ پورته کړ چي په اروپا کي د دوهم نړی وال جنګ د پیل کېدلو آوازې خپرې شوی وې او انګرېزان په اروپا کي له ستونزو سره مخامخ و. د ایپي فقیر لښکرو پر انګرېزانو باندي په وړو او لویو حملو کي د هغوی پوځي قواوي په څو جبهو کي په جنګي عملیاتو کي راګیر کړي وې . یو ځل خو نږدې وو چې د وزیرو د جنګي عملیاتو لمنه د افغانستان جنوبي سیمو ته هم پراخه شي، چي صدراعظم هاشم خان یې په ډېره سختۍ مخه ونیوله . د وزیرو لښکرو په عامه نارې وهلې چې د افغانستان حکومت له انګرېزانو سره د هغوی د جهاد په مخ کې خنډونه اچوي. ایپي فقیر د نادر خان او د هغه د وروڼو د حکومت سره سخت مخالف و. هغه په دې عقیده وو چې نادرخان د انګرېزانو په مرسته قدرت ته رسېدلی دی . ایپي فقیر په ښکاره د اعلیحضرت امان الله خان د بیرته پاچا کېدلو لپاره چې ده د انګرېزانو پر ضد د یوه غازي په سترګه ورته کتل، تبلیغ کاوه. په کابل کي د هاشم خان حکومت هم  د ایپي فقیر تبلیغاتو او روحاني او پوځي نفوذ سخت وارخطا کړی و. ( د زياتو معلوماتو دپاره د ښاغلي عبدالباري جهاني  «دايپي فقير، د آزادۍ د لارې مبارز» مضمون وگورئ).

[9] . تيخونوف (د محمد طاهر کاڼی ژباړه) ، (۲۰۰۴). د جرمني امپراتورۍ افغاني جگړه – جرمني پوځي څارگري د شوروي څارگرۍ پر وړاندې، ۲۳۰ – ۲۳۴ مخونه .

[10] . د شوروي اتحاد د باندنيو استخبارارو سرويس، د قبايلو دوسيه، لومړې ټوک، ۲۷۶ مخ د يوري تيخانف د نبرد افغانی استالين په حواله.

[11] . کاظم، سيد عبدالله (۲۰۲۰). رويداد های عمده در دوره صدارت شاه محمود خان غازی، ۳۳ مخ .

[12] . غروال، محمد عارف . د غازيانو او اتلانو ياد، ۱۴۸-۱۴۹ مخونه

[13] . د ارواښاد محمد ايوب مومندي د ژوند خاطرې (ليدنې اوريدنې)، د توريالي ځاځي په زيار، ۱۲۴ او ۱۲۵ مخونه

[14] .  د ارواښاد محمد ايوب مومندي د ژوند خاطرې (ليدنې اوريدنې)، د توريالي ځاځي په زيار، ۱۲۴ او ۱۳۰ مخونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply