افغانستان کې تر اوسه ۲۹ ډاکتران د کرونا ناروغۍ له امله شهيدان شوي

0 740

په افغانستان کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر او دوی ته د بشپړو روغتيايي اسانتياوو برابرولو په اړه کره معلومات نشته خو د دې وبا له وجې تر نورو ناروغانو ډاکتران ډېر له جدي ګواښ سره مخ دي.

د معلوماتو پر اساس، د غبرګولي تر اتلسمې نېټې پورې په افغانستان کې د دې وبا له امله ۲۹ ډاکتران شهيدان شوي دي.

په دغو ډاکټرانو کې ډاکتر حنیف حنیفي، ډاکتر یوسف آریوبي، ډاکتر اقبال عمري، ډاکتر داوود پویا، ډاکتر حمايت الله عبدي، ډاکتر اکبر منگل، ډاکتر فضلي، ډاکتر عصمت الله، ډاکتر عبدالبشير جليل، ډاکتر اسد الله، ډاکتر عبدالواحد رازي، ډاکتر نیک الرحمن شهزاد، نور الله حقیار، ډاکتر محمد نظیم صمدي، ډاکتر محمد حسین مثمر، ډاکتره مثمر، ډاکتر ثمرالدين ځاځی، ډاکتر محمد طاهر خلیلي، ډاکتر خلقي، ډاکتر رحیم الله حمید، ډاکتر نقیب الله عالمپور، ډاکتر عتیق الله حکیم، ډاکتر شاه محمود نوري، ډاکتر شير افضل خيرخواه، ډاکتر فضل قادر قريشي، ډاکتر محمد رفيق زمري، ډاکتر  محمد الله حیدري، ډاکتر سید فرید او ډاکتر محمد اسماعيل شهيدان شوي دي.

ډېری ډاکتران د بشپړو روغتيايي اسانتياوو نه لرلو له وجې په دې مزمنې ناروغۍ اخته شوي او شهيدان شوي دي.

حکومت اعلان کړی چې د کرونا له وجې شهيدي ډاکترانو ته به هم د امنيتي ځواکونو د شهيدانو په څېر پاملرنه کېږي او کورنۍ ته به يې ټول هغه امتيازات ورکړل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply