عمران خان یو معلوم الحال جنایت کار شهید ګني

عبدالمنان توحیدیار

0 648

د پاکستان صدراعظم عمران خان یو ځل بیا له ترهګرۍ څخه د خپل هېواد د ملاتړ موضوع یو ځل بیا روښانه او مستنده کړه .

عمران خان د پاکستان پارلمان ته غوښتل شوی و، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تازه راپور پر وړاندې د خپل حکومت دریځ روښانه کړي .

یاد شوي وزارت په یوه تازه راپور کې پاکستان بیا د طالبانو په ګډون د ګڼو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه ځای ګڼلی و .

په دغه راپور کې پر پاکستان نیوکه شوې ده چې اوس هم د ټولو تعهداتو خلاف د ترهګرۍ ملاتړ کوي .

د پاکستان حکومت دا دوه لسیزې په مسلسله توګه د ترهګرۍ ډلو ته په پناه ورکولو تورنیږي .

هغه هېواد دا موضوع رد وي، اما معلومه او ثابته ده چې پاکستان تل ترهګرو ته پناه ځایونه ورکړي دي .

د اسلام اباد په څو کیلومټرۍ کې د القاعدې نړیوالې ډلې د مشر اسامه بن لادن وژل کیدل هم د دغو مسایلو یوه واضحه بېلګه ده .

اسامه ته کلونه – کلونه پاکستاني نظام تر خپلې زنې لاندې په یوه خوندي ځای کې پناه ورکړې وه، چې بالآخره د امریکا استخباراتو کشف کړ او په خاصو عملیاتو کې یې ووژلو.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د دې پرځای چې هغه واقعه د خپل هېواد لپاره نړیوال شرم وګڼي، امریکا یې په دغه عملیاتو باندې غندلې ده .

عمران خان چې یو معلوم الحال، مشهور، مستند او په تمامه مانا یو بد اخلاقه، عیاش ، فاحش او له اسلامه ناخبر او منکر سړی ګڼل کیږي، پخوا یې په افغانستان کې د جهاد فتوا هم ورکړې وه .

د عمران خان هغه فتوا او اسامه ته یې شهید ویل په پاکستان کې هم ریشخند شوې او منتقدینو یې د هغه یوه طلاقه شوې عیسوۍ ښځه او د فحشا سلګونه داستانونه ورته پېغور کې یاد کړي .

د امریکا د وزارت خارجه تازه راپور په داسې وخت خپور شوی دی چې افغانستان کې د سولې په نوم د پاکستان او امریکا د معاملې خبرونه تاوده دي .

امریکا ښایي په دغه معامله کې د پاکستان د شوې همکارۍ په استناد په دغه هېواد باندې ثابته کړې وي چې د طالبانو او د دوی د نورو متحدو ترهګرو ډلو پناه ځایونه په پاکستان کې دي .

البته دا موضوع پخوا هم ثابته وه، خو اوس کیدای شي نوره هم مستنده شوې وي او پاکستان امریکا سره د طالب مشرانو له کینولو سره په ځان نورې عریضې کړې وې.

دلته د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې نیت ازمایل کیږي چې د ترهګرۍ د ملاتړو ادرسونو په مقابل کې څه ډول چلند کوي ؟

ولیدل شي چې امریکا د پخوا په شان اوس هم یوازې په نیوکو او راپورونو اکتفا کوي، د پاکستان خلاف د اقتصادي او نورو بندیزونو ګام اخلي او که د سولې په نوم د روانې معاملې په خاطر د پاکستان هر ډول لحاظ کوي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply