ختیځو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

0 503

د هېواد په ختیځ کې مسوولین وایي، د کرونا له امله د پولیو واکسین ځنډېدلی کمپاین بېرته پیل شو.

په ختیځ کې د پولیو واکسینو د کمپاین مسوولین وایي، دغه کمپاین نن پیل شو او درې ورځې به دوام ورکړي.

د دوی په وینا، له پخوا سره دا ځل د پولیو کمپاین توپیر دا دی چې خپل پرسونل ته یې په کرونایي شرایطو کې د واکسین کولو ځانګړې روزنه ورکړې ده.

د کرونا له وجې په هېواد کې د پولیو واکسین بندېدو د ماشومانو د ګوزن زیاتېدو په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي او د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې له دې پدیدې سره مبارزې ته نه پاملرنه د ماشومانو راتلونکې ګواښي.

افغانستان، پاکستان او سومالیا هغه هېوادونه دي چې پولیو په کې اوس هم د ماشومانو ژوند ته جدي ګواښ دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply