چارواکي او فساد

لیکنه: ضیاءالله روحاني

0 747
که مونږ په ټولنه کې روان بد ټولنیز، نا امني ، سیاسي او اقتصادي حالت ته وګورو او په ټولنه کې شته ناروغیو، فساد، ناپوهۍ، بیوزلۍ او نورونیمګړتیاوو ته  فکر وکړو؛ نو دا پوښتنه راولایږې چې خلک ولې غلي دي؟ ولې دا هر څه زغمي؟  ولې یې یوازې سرونه ټيټ کړي او ژوند کوي؟ ولې ددې حالت په وړاندې پاڅون نه کوي ؟ولې پرېږدې چې ددوی ټول انساني حقونه د څو فاسدو جیب ته لاړشې؟ په تاریخ کې داسې ډېرې بیلګیې شته ، چې حالت خراب شوي وي ، ولس يې پر ضد پاڅون کړی ،بغاوت یې کړی او حکومت یې راپرځولای دی.
مونږ چې د دې پوښتنې ځواب ولټوو؛نو د ولس بې شعورۍ، بې حسۍ، ناپوهۍ او نا امني تر څنګ پکی د ټولنې طباقاتې ویش هم مطرح دی. دلوړې طبقې خلک شتمني، واک او ځواک لري او خپل شته امتیازات دخپل کورني مخورتوب او رسوخ په مرسته ساتي او همدایې په ټولنه کې د بریا راز دی. د دې بر عکس ولس د خپل ژوند تېرولو لپاره په خپلو خولوکې ډوب دی او او د دې حالت په اړه د فکر کولو هیڅ وخت نلرې .د بیو لوړوالی ،انفلاسیون ، جرایم او ناامنی دومره ده چې د ټولنې هر فرد یوازې د ځان او کورنۍ د ژوند په اړه فکر کوي ددې ټول قوت پر دې مصرفیږی چې څنګه خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي.  که دا اړتیاوی په قانونې ډول پوره نشې ؛ نو فرد مجبوردی له بې قانونه لارو یې پوره کړی . په دې توګه فساد که په هر دول وي ، زموږ په ژوند او ټولنه کې يې ریښې غځولی دي.
د فساد یو زیان دا دی چې خلک هڅه کوي له غیر قانوني لارو پيسې ترلاسه کړي او ډېر پام يې همدې ته وي چې له امله يې په رسمي کارونو سترګې پټوي  او کارونه شاته پاتې کیږي . واړه او عادي مامورین په خپل معاش ګوزاره نه شې کولاي د دې لپآره په نور ځايونو کې اضافه کاري کوي یا هم له رسمي وخت ورسته ځانته د عاید له لپآره یو کار برابروي، دې سره یې له خپل رسمي کار او ماموریت سره علاقه او مینه کمیږي او نورو کارونو ته ډېر پام کوي. دا چې اوس مامورین د رشوت  او واسطو له مخې ګومارل کیږي؛ نو په دوی کې خپل منځي سالم رقابت هم نه وي چې له امله یې دوی او کارونه ورځ در بلې سستیږي. دوی پر دې پوهیږي چې دوی له لوړو مقاموتو له خوا ګومارل شوي دي او هماغه يې ساتنه کولاي شې، خپل کارونه پریږدي او ټوله ورځ هغوی ته په غوړه مالۍ تیروي. ځان دومره ټیټ او پست کړي چې بیا هر ذلت زغملای شې، دا غوړه مالي او ټیت پاس کېدل انسان ذهن دومره ټیت او پست کړي چې بیا ورته په ټولنه کې ډول بې عدالتۍ نه ښکاري انتقام او د حق اخیستلو هیڅ ډول جذبه پکې نه وي.
حکومت هم دا فاسدې او ناوړه لارې چارې څکه زغمي، چې چارواکي پکې ښکیل وي په ټولنې کې چې د فساد ریښې قوي شي او چارواکي یې ملاټړ کړي، د ټولنې ټول خلک فساد خوا ته مخه کړي او غواړي له دې لارې خپل ژوند تامین کړي. د  فساد ختمولو خبره چې وشې، په فساد کې هر وګړی ځان په خطر کې ووینې او هڅه کوي چې د فساد پر ضد هره مبارزه د دې لپاره ناکامه کړي چې د دوي کارو بار همداسې روان وي. نو دي پایله ته رسیږو چې تر څو پورې ټولنې کې فساد د خلکو اړتیا پوره کوي، تر هغه  وخته یې پر ضد مبارزه او حرکت هم ناشوني دي. په ټولنه کې پر فساد یوازی هغه خلک تورن ګڼل کیږی چې رشوت اخلي، خو رشوت که یو کس اخلي، بل کس یې ورکوي. رشوت دوه ډوله خلک ورکوي: یو هغه وي چې په اداره کې د خپل رشوت ورکوي او بل هغه دي چې د غیر قانوني کارونو تر سره کولو لپاره رشوت ورکوي، لکه د قراردادونو اخیستلو، د مالیې معافې او داسې نور… ځینې نور سوداګر چې مواد کې تقلب کوي یا بې کیفیته مواد پلوري دوی هم د خپلي دفاع لپا ره دولتې مامورینو ته رش وت ورکوی. دوی د رشوت په اړه کوم منفي فکر نه کوي او دا د خپل کار خلاصولو لپاره ښه لاره ګڼې.
په ټولنې کې رشوت تر هغه وخته بد نه ګڼل کیږي چې خلکو ته ګټه رسوي، ځکه دا د دوو اړخونو تر منځ یو جوړجاړي وي او پر ضد یې هیڅ ډول غږ نه پورته کیږي. د رشوت پر ضد یوازې هغه وخت غږ پورته کیږي چې د کوم کس قانوني کار بې له رشوته نه کیږی یا هم شخص ته خپل ضمیر، وجدان ،وطندوسې او اصول د رشوت اخیستلو او ورکولو اجازه نه ورکوي.
د چارواکي او فساد په اړه (ارت شاستر) په خپل کتاب کې لیکلي دی [ د الوتونکو مرغیو الوت مالومیدای شې، خو د دولتې متمورینو نیت نه شې مالومیداې]
په رسنیو کې زموږ په چاروکیو کې د فساد دومره خبرونه خپاره شوي چې اوس په ټولنې کې فساد  او سیاست یو ګڼل کیږي. په دې فسادونو کې له بانکونو پور اخیستل او بیا نه ورکول، د پرېښنا، اوبو بیلونه او مالیات نه ورکول او تر ټولو مهمه دا چې له دولتې وسایلو څخه شخصي ګټه پورته کول دي. زموږ په لرغونو سیاسونو کې فساد دومره عام نه و، بیا د جمهوریت له راتلو سره دا فساد مخ پر زیاتېدو شو او اوس دا یوه پوښتنه پیدا کيږي، چې دا فساد ولې ورځ تر بلې زیاتیږي؟ یا هم ولې فساد؟
فساد په هر ټولنه کې درې لاملونه لري :۱- د واک تر لاسه کول ۲- ټولنیز مقام لوړل او ۳- د لومړینو اړتیاوو پوره کول. په دې کې تر ټولو ککړ خلک د حکمرانې طبقې هغه وګړي دي چې غواړي واک تر لاسه کړي او ډېر یې کړي. دوی غواړي هغه ټول وسایل وکاروي چې پرې ترلاسه کولاي شې که هغه روا وي او که نا روا.
دویم ډول فساد هغه دی چې د ټولنې مخه ور خلک پکې ښکېل وي، د دوی موخه دا وي چې په ټولنه کې لوړ ټولنیز موقف تر لاسه کړي او د دې ټولنیز موقف څرګندونه بیا نوي موټر، لوی کورنه، اپارتمانونه، د اولادنو (بچو) ښې زده کړې، مېلمستیاوې او بې ځایه لګښتونه وی. دوی لومړی په ټولنه کې ښه موقف ترلاسه کړي بیا خپل ټول فساد او غلاوی د همدې موقف تر شا پټوي. د نیک شهرت لپاره د ریا څخه ډکې صدقې او خیراتونه کوي چې خپل شهرت بې داغه کړي په دوی کې زیاتره ستر حکومتي چارواکي، قاچاق وړونکې، وکیلان او ستر سوداګر شامل وي.
درېم ډول فساد  دا دی چې عام خلک یې د خپلو بڼسټیزو اړتیاوپوره کولو لپاره کوي، بیې چې لوړې شي خلک له خپلو لومړینو اړتیاو بې برخې شې ، حکومت یې غم نه کوي، معاشونه په خپل وخت نه ورکوي … لڼد دا چې د خلکو لګښتونه له عایده لوړ شي په دې صورت کې خلک د خپل ژوند  د بقا لپاره فساد ته مخه کوي او اړ کیږی چې د یوې لارې څخه خپلې اوتیاوی پوره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply