سرچینه: پاکستان د امریکا په غوښتنه په کونړ توغندي ګوزاروي

0 635

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کونړ د پاکستان له لوري ۳۰ غوندي ویشتل شوي دي او ملګرو ملتونو ته له شکایت سره، سره پاکستان له دې کار لاس نه دی اخیستی.

د حکومت یو لوړپوړي چارواکي د دغو بریدونو په اړه وویل، پاکستان د امریکا په غوښتنه پر کونړ د توغندیو ویشتل پیل کړي، ترڅو د سولې پروسه کې پر حکومت فشار راوړي: «پرون د امریکا د شارژدافیر امرانه څرګندونې او د هغوی په غوښتنه د پاکستان له لوري د توغندیو ګوزارول ټول د دې لپاره دي چې خپل ټول شرایط له چون چرا پرته په حکومت ومني.»

بهرنیو چارو وزارت له ډيپلوماتیکو لارو دغه شکایت پر ملګرو ملتونو سربېره د امریکا سفارت ته هم په مکتوبي ډول رسولی، چې د ستراتېژیک او امنیتي تړون پر اساس اقدام وکړي، خو امریکا تر اوسه هېڅ نه دي کړي.

د ټولو بندیانو خوشې کول، موقت حکومت منل، په رسمي ډول د ډیورنډ له داعیې تېرېدل او د بهرني سیاست محدودول هغه غوښتنې دي چې پاکستان یې مطرح کوي او په اوسنیو مقطعي شرایطو کې د فشار لپاره ترې امریکا هم استفاده کوي.

حکومت د دې لپاره چې نړیوالو مراجعو ته د سولې پروسې مخالف معرفي نشي، په رسمي ډول د وروستیو فشارونو په اړه چوپتیا غوره کړې ده. هغه څه چې په ټولنیزو شبکو کې یې فعالان هم پر حکومت په غوسه کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply