له خپلواکۍ څخه ورسته بهرنی سیاست

ژباړه: ضیاءالله روحاني

0 883

لومړۍ علمي نتیجه د خپلواکۍ دا وه: چې افغانستان وکړای شول د مختلفو هېوادنو سره سیاسي، تجارتي او فرهنګي مناسبات قایم کړل.
د هېواد خواته تجارت، صنعت، فرهنګ او افکارو دروازې خلاصې شوې. د هېواد محدود معارف (پوهنې) چوکاټ رونق او انکشاف پیدا کړ، او په لومړي قدم کې آمانیه لېسه د فرانسې هېواد په مرسته کابل ښار کې تاسیس شوه. او په دوهم قدم کې استقلال لېسه د المان هېواد په مرسته یې بنسټ کېښودل سو.
سر بیره د شوروي او انګلستان سفارتونو نور هېوادنو ترکیې، ایران، فرانسې المان او ایټالیا هم په افغانستان کې سیاسي نماینده ګۍ رامنځته کړې.
په دغو اقداماتو سره په هېواد کې کړکېچن حالات له منځه لاړل او پدغه وخت کې له افغانستان څخه بهر او له بهر څخه افغانستان ته مسافرت شروع شو.
او په ضمن کې یو تعداد متعلمین د زده کړې لپاره ترکیې، المان، ایټالیا او شوروي هېوادنو ته واستول شول.
۱۹۲۲ م کال محمد ولي خان دوه کالني بهرني مسافرت څخه کابل ته راستون شو، او د محمود طرزي پر ځای د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.
په بهرني سیاست کې یې هڅه او کوښښ وکړ تر څو دوو قوي ګاوڼدیو هېوادونو شوروي او انګلستان تر منځ توازن وساتي او دا سیاست د افغانستان په ګټه تمام شو. همدارنګه شوروي پدې بهرني سیاست کې له افغانستان څخه استقبال وکړ او په جلال اباد او قندهار کې یې قونسلګري خلاصې کړې.
او له دې سره سره یې مالي، تخنیکي او حربي مرسته افغانستان سره وکړه.

ماخذونه:
۱-افغانستان در پنج قرن اخیر /محمد صدیق فرهنګ /۱۳۸۷ کال تهران.
۲- افغانستان در مسیر تاریخ، مخ ۷۴۱.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply