داعش ډله کې د پاکستان ریښې

نوید احمد څرک

0 493

تاسو به اوریدلي او یا لیدلي وي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د اسلم فاروقي په نوم د داعش وسله والو یو مشر له زیاتو نورو داعش وسله والو سره ونیو چې نور مهم کسان هم پکې شامل و.

تر دې پېښې وروسته تازه څو ورځې وړاندې ملي امنیت د اسد اورکزي په نوم د داعش د استخباراتو مسوول د ننګرهار په فاملیو سیمه کې ځانګړو عملیاتو کې وواژه.

د داعش د دې دوه مهمو کسانو له نیول کیدو او وژل کیدو سره ښکاره شوه چې پاکستان د طالبانو تر څنګ په داعش کې هم پراخ نفوذ لري او د جګړې لپاره دې ډلې ته پراخ امکانات ورکوي.

د پاکستان یوه اندیښنې دا ده، که طالبان له افغان دولت سره سوله وکړي او له جګړې لاس واخلي، بله ډله به چمتو وي چې د طالبانو ځینې وسله وال به ورسره یو ځای شي او جګړې ته به دوام ورکړي.

پاکستان په افغانستان کې د جګړې لپاره ډیره پانګونه کړې او لا یې هم کوي، خپل ځان وږی او تږی ساتي، خو په افغانستان کې د جګړې لپاره امکانات برابروي چې وسله والې ډلې پرې وساتي.

له اسلم فاروقي سره د داعش یو مهم کس چې ټکنالوجۍ مسوول بلل کیږي، کیسه کړې چې ټول امکانات ورته د پاکستان استخباراتي ادارې برابرول.

دې کس په خپل اعتراف کې منلې چې د پاکستان استخبارات د داعش لپاره جلب و جذب کوي او وسله والو ته نغدي پيسې او نور امکانات برابروي.

له اسلم فاروقي سره چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو څومره کسان نیولي، مهم هغو یې اعتراف کړی چې د دوی مستقیمه اړیکه د ای ایس ای له ادارې سره وه او له هغوی به یې د بریدونو امر اخیسته.

پاکستان اوس تر طالبانو زیات تمرکز په داعش وسله والو لري چې دا تمرکز څو لاملونه لري.

یو دا چې داعش ډله ډيره بې رحمه ډله ده او هیڅ د افغانانو له کلتور او ارزښتونو ته درناوی نه لري.

دا ډله په هیچا رحم نه کوي، نه د چا په ناموس ایسار دي او نه انسانیت پيژني، د وحشت نوې ډولونه یې راپیدا کړل.

دا ډله پرته له ځان ټول خلک واجب القتل ګڼي او هر ځای چې بې وسلې افغان وګوري، له منځه یې وړي.

د پاکستان استخبارات همداسې ډله غواړي چې هر څه په پټو سترګو وکړي، افغانستان کې بنیادونه ړنګ کړي او داسې وحشتونه وکړي چې افغانان په خپله خاوره کې په ژوند کولو باندې پښیمانه کړي.

د داعش ډلې اکثره جنګیالي بهرني او په ځانګړي ډول د پاکستان دي چې د پاکستان د سخت دریځو ډلو کسان یې رهبري کوي.

افغان ځواکونو دا ډله ډيره وځپله، خو اوس یې یو ځل بیا سر راپورته کړی او دا ډله به بیا د افغان ځواکونو تر سختو بریدونو لاندې راشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply