پشتین: پښتانه نور د پاکستان د ظلم پر وړاندې چوپ نشي پاتې کېدای

0 695

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین تېره ورځ د پېښور د جمرود په باب خیبر کې د تیراه کوکيخېلو کډوالو احتجاجي پرلت ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې نور به د پاکستان د ظلمونو پر وړاندې چوپ پاتې نشي.

منظور پشتین له پاکستاني حکومت څخه وغوښتل چې د بېځایه شویو مخه پرانېزي ترڅو خلک بېرته خپلو کلیو او بانډو ته ستانه شي.  

د خېبر سیاسي اتحاد تر سیوري لاندې تېره ورځ احتجاجي پرلت ته په وینا کې پشتین وویل، دا مهال د اپرېدو او وزیرو قامونو په ګډون د چمن ولسونه په احتجاج مجبوره شوي او په باجوړ، کورمه او مومندو کې هدفي وژنې رواني دي، خو حکومت ورته غوږ نږدي.

نوموړي پر کوکيخېل قام غږ وکړ چې که حکومت د ستنېدو اجازه نه ورکوي، نو دوی دې همداسې تیرا ته ورستانه شي او له ټولو هغو لارو چارو به کار واخلي چې خلک بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.

منظور پشتین وویل: «دا ټول کوکيخېل قام دې پریکړه وکړي، که جلسه غواړي، ټول پښتون قام درته خېبر ته راغواړم او که تاسو تیرا ته ځئ نو په لومړي ګاډې کې درته زه کېنم او ورځو ځکه کوکيخېل سیمه خلاصه ده.»

پشتين یو وار بیا زیاته کړه، چې دوی تل په امن او د عدم تشدد له لارې احتجاجونه او جلسي کوي او له سوله ییزو لارو خپل حقونه غواړي. نوموړي د پاکستاني حکومت هغه خبره رد کړه چې ګنې د پښتون ژغورنې غورځنګ ژبه سخته ده.

په باب خېبر کې د قبایلو خلکو ځکه احتجاج کړی دی چې په قبایلو کې پاکستاني پوځ د خپلو استخباراتي اهدافو لپاره پوځي علمیات پیل کړي او ځایي خلک یې بېځایه کړي دي چې د کلونو په تېرېدو سره لا هم هغوی ته بېرته خپلو مېنو ته د ستنېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply