موسی قدرت معافیت ترلاسه کړی

نوید احمد څرک

0 721

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د موسی قدرت په نوم د طالبانو یو قومندان چې په ظلم او وحشت کې نوم لري، له طالبانو معافیت ترلاسه کړی دي.

موسی قدرت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د قدرت ۲۴ساعته په نوم شهرت پيدا کړی دی، له دې کبله چې هغه ۲۴ ساعته پر خلکو ظلم کوي، دا نوم یې پيدا کړی دی.

د موسی قدرت اختطافونه

موسی قدرت د طالبانو په لیکو کې دی او له دې نوم او د هغوی له امکاناتو څخه په ګټنې خوږیاڼو او ان جلال اباد ښار کې خلک تښتوي او بیا یې د پيسو په بدل کې خوشې کوي.

طالبانو رهبري حتی له دې خبره ده چې قدرت په انسان تښتونه کې لاس لري او ډير زیات خلک یې د پيسو لپاره تښتولي، خو هغوی ځکه ورته څه نه وایي، چې د هغوی د ګټو لپاره ډير کار کوي.

طالبانو په لیکو کې همداسې کسان ډير نوم لري چې زیات وحشت وکړي، قتلونه وکړي، خلک وځوروي او… نور.

هغه کسان چې د موسی قدرت له لوري وتښتول شي او که کورنۍ یې پيسې ور نه کړي، هملته یې وژني او کار یې ورته ختموي.

د نشه‌يي توکو  قاچاق

موسی قدرت د طالبانو له نوم او امکانو په ګټنې د مخدره توکو قاچاق او کاروبار کوي او له دې درکه په لاس راغلو پيسو باندې بیا د جګړې لیکې پیاوړې کوي.

قدرت د خوږیاڼو اړوند سیمو کې ټولې د نشه‌‌يي توکو فابریکې خپل لاس کې اخیستي او هر څوک چې د نشه‌يي توکو کاروبار کوي، باید موسی قدرت پرې خبر وي.

جنسي ځورونې

په دې وروستیو کې د موسی قدرت ویډیوګانې ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي چې لیدل کیږي، هغه جنسي ځوروني کوي، خو طالبان په دې ټولو باندې خاموش دي او د قدرت د دې سرغړونو مخه نه نیسي.

دا هر څه موسی قدرت ښکار کوي او ځینې کورنۍ حتی د ده د ظلمونو له کبله ښار او نورو سیمو ته ګډه شوي دي.

قدرت په خوږیاڼو کې په زنا او بچه بازۍ کې نوم لري او هر څوک یې له نوم څخه ډار لري چې ظلم او زیاتی پرې و نه کړي، خو بیا هم د مالوماتو له مخې ډيرې کمې کورنۍ به پاتې وي چې د موسی قدرت له ظلم څخه یې نجات پيدا کړی.

له پاکستان سره اړیکې

موسی قدرت له دې ټولو سرغړونو او جرمونو سره سره چې د نشه‌يي توکو قاچاق، غلا، انسان تښتونه، جنسي تیري او قتلونه پکې شامل دي، له پاکستان سره مستقیمې اړیکې لري او د هغوی د ګټو لپاره کار کوي.

موسی قدرت هر هغه کار کوي چې د پاکستان استخبارات ورته لارښوونه وکړي، له دې کبله چې قدرت له پاکستان سره پياوړې اړیکې لري، د طالبانو د مشرانو پرې هم زور نه رسیږي او خپلسري او سرغړونې یې دوام لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply