د تابیعت په پیژند پاڼه کی د مور د نوم لیکل یا ذکر کول عاقلانه کار دی؟

قاسم باز

0 915

۲۰۲۰ / ۴ / سپتمبر

ایا په اوسنی شرایطو کی، د افغانستان د تابیعت په پیژند پاڼه کی د مور د نوم لیکل یا ذکر کول عاقلانه کار دی؟

په افغاني تذکرو کښی د مور د نوم د لیکلو هیڅ ضرورت نشته.!
هر تغیر او تحول باید په خپل وخت کی تر سره شی.اول باید تغیر ته عینی او ذهنی شرایط اماده او زمینه مساعده شی بیا یی په مورد کی عملی ګام پورته شی. اویا کاله مخکښی په امریکا کی د ښځو د سګریت څکول په عام محضر کی لوی شرم و. ولی اوس ډیر نور بد کارونه په امریکا کی شرم نه دی.. تراوسه په ټوله دونیا کی حتی په امریکا کی هم د ښځی رهبری ته درسته زمینه نده مساعده شوي. د اوسنی جهان نیم نفوس ښځي تشکیل کوی، ولی نظر په فیصدي  په ټوله دونیا کی یو محدود  تعداد ښځی دي چی رهبری کوي.
د مور نوم د تذکری په ډاتابیس کی لیکل کیږی زما په نظر د تذکری په شناخت کارد کی د مور د نوم هیچ ضرورت نه احساس کیږی په ډیرو مترقی او صنعتی هیوادو کی تر اوسه دا کار ندی شوی مونږ بیچارګان نشو کولای چی یوه شپه ترمنځ د ټولی دونیا په سر کی د هر لحاظه واقع شو. هاغه د فارسی متل دی چی وایی.
یا نی نی یا دی دی.
د هغي تذکره په اخستلو چی په هغي کی د مور نوم ذکر شوي وی ټول خلک په یو دم نه مترقی کیږي او نه  هم عالمان.
تر څو چی په اطرافو او بانډو کی خلک په شعوری ډول  په پښتنی ، تاجکو. ازبک ، ترکمن او هزاره نشینه  منطقو کی خلک دی کار ته رازی کیږی مونږ  به نه و. د خدای د پاره ټول افغانستان د کابل ښار یعني شهرنو. کارته ۳ او د کارته ۴ کوڅی نه دی، څلویښت کاله خلک د تعلیم څخه په قصدی ډول لری پاتی شوی . څلویښت کاله خلک په افراطی ډول مذهبی را لوی شوی دی. اوسنی دیموکراسی امریکایی دیموکراسی ده،  که امریکایان د افغانستان څخه په شا لاړ شی دا نیم بنده دیموکراسی هم ور سره په شا ځي.
تر اوسه په افغانستان کي د حکومت عالی رتبه غړي چی دیموکراسی په چغو ویلو یی مری وچی شوی هغوی په خپله دی ته حاضر ندی چی د خپلی ښځی ، خور او مور نوم په تلویزیون او یا هم کوم دوستانه محفل کي د دوستانو په منځ کی  ووایی. نو مونږ څنګه د کلو او بانډ د بیچاره عامو خلکو څخه دا توقع وکړو.
په حقیقت کی د مور د نوم ذکر کول په افغانی پیژند پاڼو کی دا د پښتنو پر ضد یوه پټه توطیه ده.چی د پښتنو نفوس کم و ښودل شی. وسلام

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply