د طالبانو پخوانی چارواکی سید اکبر اغا وايي، تذکره کې د مور نوم لیکل بربنډه بېناموسي ده او هېڅوک باید دغه کار ته اجازه ورنکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په هغه غونډه کې کړي دي، چې هرات ولایت کې د سولې په اړه جوړه شوې وه.

هغه ویلي، دا کار د اسلامي اصولو خلاف دی، بېناموسي ده او مردانګي نه ده.

نوموړي خبرداری ورکړی دی، که چېرې حکومت دغه کار وکړي، د خلکو له غبرګون سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت کابینې تذکره کې د مور نوم لیکلو طرحه تایید کړې هم ده.