امریکايي چارواکیو ویلي، که چېرې طالبان د هغه سیاسي او اخلاقي چوکاټ څخه چې د ستونزو او بحران د حل لپاره جوړ شوی وړاندې پښه کېږدي، دا ډله او نور ملاتړي به یې سخت زیان وګوري.
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار په یوې ټلېفوني اړیکه کې هغه ته ډاډ ورکړی که چېرې طالبان په دوحه کې د هغه اخلاقي او سیاسي چوکاټ څخه چې د کړکېچ د حل لپاره پرانیستل شوی بهر شي، دا ډله او ملاتړي به يې زیان وویني.
ښاغلی صالح وایي چې له طالبانو سره به د سولې په مذاکراتو کې د نظام پر نوم، محتوا او ډول په تړاو هېڅ ډول معامله ونه شي.
د نوموړي په وینا د دوحې مذاکراتو یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو یوه سیاسي او اخلاقي لاره پرانستې ده.
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح زیاته کړې، د امریکا د ملي امنیت له مرستیال لیسا کورټیس سره مې اړیکه لرله، هغوی ډاډ راکړ چې دوحې د کړکېچ د حل لپاره یوه اخلاقي او سیاسي لار پرانیستې ده، که چېرې طالبان وغواړي چې له دې چوکاټ څخه بهر شي، زښته زیات به یې په زیان پرېوځي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320