اميتاب بهچن ۷۸ کلن شو

0 1,147

د هندوستان سینما مشهور هنرمند اميتاب بچن ۷۸ کلن شو. هغه په خپله فیسبوک پاڼه کي له خپلو ټولو مينوالو څخه مننه کړې چې ده ته يې دکليزې مبارکي او دعاګانې کړي دي.

د هندوستان سینما وتلی ستوری اميتاب بهچن نن (د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر ۱۱مه) ۷۸ کلن شو. بچن د ۱۹۴۲ کال د اکتوبر مياشتې په يوولسمه د بريتانوي هند په الله آباد ايالت کې زيږيدلی دی.

اميتاب بهچن د خپلې زوګړې ورځ په مناسبت له خلکو مننه کړې ده هغه ليکلي دي: «ستاسو سخاوت او مينه زما دپاره تر ټولو ستره ډالۍ ده…. زه شايد له دې څخه زياته توقع ونه شم لرلی.»

د هندوستان فلمي شخصيتونو پر خپلو فیسبوک پاڼو يا خپلو نورو د ټولنيزو رسنيو پر پاڼو اميتاب بچن ته د هغه د کليزې مبارکي ويلې او دعاوې يې ورته کړي دي.

Sholay Bollywood Film 1975 EINSCHRÄNKUNG (Mskadu)امیتاب بهچن د ۱۹۷۵ کال رميش سيپې په شعلې فلم کې له دهرمندر، سنجېو کمار او امجد خان سره فلمي نامتو اداکار سنجيدت ليکلي: «ښاغلی اميتاب بچن د زوکړې ورځ مو مبارک. ستاسو د کلونو کلونو مينې، لارښوونو او زده کړو څخه ډيره مننه کوم…»

د باليوود بل وتلي ستوري اجې ديوګن بيا ليکي: «ښاغلي اميت، د کليزې بيا راتک دې ډير ډير مبارک وي. يو ښه کال په مخ کې ولرې…»

اميتاب بهچن له ۱۹۶۹ کال راهيسې په هندي فلمونو کې کار کوي او تر اوسه يې په څه باندې دوه سوه فلمونو کې مختلف رولونه لوبولي دي. هغه تر ټولو ډیر په ۷۰مه ميلادي لسيزه کې شهرت ته ورسيد او د هغه وخت ډير مشهور فلمونه يې، ديوار، شکتي، شعلې او زنجير دي. اميتاب بهچن د پرکاش مهره تر زنجير فلم وروسته ډير مشهور شو. په دغه فلم کې له هغه سره جيابهادري کار کړی چې وروسته يې ورسره واده وکړ.

اميتاب بهچن يو زوی ابهيشک بچن او يوه لور شيويتا بچن نندا لري.

dw.com/ps

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply