کندهار ولایت کې ۱۰ طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي

0 750

د کندهار امنیتي مسوولان وايي، د دغه ولایت شاولی‌کوټ ولسوالۍ په لوی کارېز نومې سیمه کې پر وسله‌والو طالبانو خپل ماین هغه وخت وچاودېد چې غوښتل په ياده سيمه کې خپلو نورو ملګرو ته اکمالات ورسوي.

د کندهار امنيه‌قومندانۍ ویاند جمال ناصر وايي، د وسله‌والو طالبانو ياد بم په چاودنه کې د دې ډلې ۱۵تنو غړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۱۰تنه يې وژل شوي او ۵ نور يې ټپيان شوي دي.

د نوموړي په خبره داچاودنه تېره شپه د طالب وسلوالو پر یو فیلډر او بایفور ډوله موټر هغه مهال شوې چې غوښتل يې خپل هغه کسان اکمال کړي چې تر څېرمه سيمه کې له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت وو.

ناصر زياتوي چې دا بم په خپله د وسله‌والو طالبانو له لوري د افغان ځواکونو موټريز کاروان په نښه کولو لپاره خښ شوی و. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د سړک غاړي په خښ شويو ماين چادنو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

له دې سره کورنيو چارو وزارت هم نن اعلان کړی چې د وسله‌والو طالبانو له لوري په ۵۷۵ بېلابېلو ترسره شويو بريدونو کې ۲۵۱ ملکي وګړو ته چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply