جمهوررئیس غني باختر افغان الوتنه هوایي شرکت له بیارغاونې وروسته پرانیست

0 1,056
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د باخترافغان الوتنه هوایي شرکت له بیا رغاونې وروسته پرانیست.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه په حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر کې جوړ شوي وو، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او یو شمېر نورو مقاماتو هم حضور درلود په پیل کې د حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر رئیس جنرال سیدعمر صبور خبرې وکړې.
نوموړي خپلې لاسته راوړنې یادې کړې او وې ویل، په تېرو پنځو میاشتو کې مو د ټولو ادارو د راپورونو ترلاسه کولو او د واحد مدیریت سیستم د ایجاد، فساد ضد مبارزې او د نشه یي توکو، ممنوعه توکو او بهرنیو اسعارو د قاچاق او مخنیوي، د چک پواینټونو په مدیریت کې د تغییر، د غیرضروري موانعو د لېرې کولو، د ترمینل پر وړاندې د څلورلارې جوړول، د وي ای پي ساحې کار او د مساپرو د تګ راتګ لارو د ترتیب او تنظیم په برخه کې مهم کارونه شوي دي.
د حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر رئیس د لویو وسایلو لپاره د سکنرونو او کارکوونکو د معاشاتو د زیاتوالي په برخه کې خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
وروسته د باختر افغان الوتنه هوایي شرکت رئیس احمدمسلم خرم وویل، موږ په اوو میاشتو کې وتوانېدو یاد شرکت په پښو ودروو او په پنځو پړاونو کې یې د بیارغاونې چارې بشپړې کړو.
هغه زیاته کړه، د اتو ساعتونو لپاره زموږ امتحاني الوتنې په بریالي ډول ترسره شوې، اوس یوه الوتکه لرو او تر یوې بلې میاشتې پورې به دوه نورې الوتکې راورسېږي او په څلورو پړاونو کې به خپلې الوتنې وکړو.
وروسته د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوي حاجي جلال الدین سعید جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل، تاسې نن د افغانستان په تاریخ کې یو بل مهم ګام پورته کړ او موږ به د شرکتونو د څرنګوالي په اړه تاسې ته راپور درکړو.
ورپسې د هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمدقاسم وفایي زاده په خپلو خبرو کې وویل، جمهوررئيس او د افغانستان ملت ته د ملي خوبونو د تحقق او د باختر شرکت د بیارغاونې په مبارکي وایم.
نوموړي د باختر شرکت د بیارغاونې په خاطر د جمهوررئیس د ملاتړ مننه وکړه وې ویل، تاسې افغانستان د جګړې له جغرافیې څخه د سیمه ییز اتصال پر جغرافیې بدل کړ او زموږ موخه په کم لګښت داخلي اتصال دی چې د باختر افغان الوتنه هوایي شرکت په فعالېدو، د زیات لګښت فرمول برعکس کېږي او ولایتونه به د څلورو بېزونو په ایجاد سره وصل شي.
وروسته د هیواد جمهوررئیس د باختر افغان الوتنه هوايي شرکت د فعالیت جواز احمد مسلم خرم ته ورکړ او د یاد شرکت مسوولینو لومړی بورډنګ پاس جمهوررئیس غني ته ډالۍ کړ.
جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته په کابل، غزني، هلمند او د هیواد په نورو برخو کې د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ څرګندولو پر مهال وویل، د افغانستان دښمنان نشي کولای زموږ ملي اراده ماته کړي.
هغه زیاته کړه، باختر شرکت بیا ورغاول شو او دا ګام د اړتیا پر بنسټ وشو، زموږ د امنیتي او دفاعي قواو اړتیا چې وکولای شي په دوراني ډول خپله رخصتي، تبدیلي او وظیفوي تناوب ترسره کړي، باید د امنیتي او دفاعي سکتور او باختر شرکت ترمنځ اوږدمهاله قرارداد لاسلیک شي، ترڅو د وطن د رېښتینو بچیانو غوښتنې پوره شي.
جمهوررئیس د باختر شرکت او هوایي ډګر مسوولینو ته په خطاب کې وویل، تاسې د فساد، قاچاق او هر ډول بې بندوبارۍ پر وړاندې د حکومت د رهبرۍ ملاتړ له ځانه سره لرئ.
د هیواد جمهوررئیس دېته په اشارې چې ټولې تصدۍ به په ملي شرکتونو بدلېږي وویل، پر دغو شرکتونو پانګونه له دولتي سرچنیو څخه نه ده او منطق یې د شتمنۍ ایجاد دی.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، په نږدې راتلونکي کې به د هوايي ډګر پر غوره امنیت او له ټکنالوژۍ پر استفادې پانګونه و شي او ژر به د باختر افغان هوایي شرکت د دوو نورو الوتکو قرارداد هم لاسلیک شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply