ایا د بادرنګ له دې ګټو خبر یاست؟

0 1,239

آیا تاسې د یو داسې څه نوم اورېدلی، چې ډېر په آسانۍ سره موندل کېږي او پر بدن ډېرې حیرانوونکې اغېزې هم پرېباسي؟ بادرنګ نه یوازې د بدن لپاره په پوره اندازه اوبه ورکوي، بلکې د ډېرو ویټامینونو او منرالونو لرونکی هم دی.

بادرنګ د وزن په کمولو کې هم ګټور تمامېږي او په جوړښت کې یې د ویټامین بي، پوتاشیم او میګنیزیم شتون یې هم ګټور ګڼل کېږي.

تر ټولو مهمه خبره یې دا چې د کال په هر موسم کې پیدا کېږي، راځئ چې ګټې یې ولولو.

د سترګو حلقې ختمول:

که چېرته د سترګو د حلقو په اړه په فکر کې یئ، نو بادرنګ مو ستونزه حل کولی شي. بادرنګ راواخلئ، پرې یې کړئ، بیا یې په سترګو کېږدئ او څومره چې کېدلی شي څملې. نو په بادرنګو کې موجود توکي به د سترګو حلقې ختمې کړي.

د خولې بوی ختمول:

د خولې بوی ډېری وخت د دې شاهدي ورکوي، چې په خوله کې د میکروبونه کچه ډېره شوې، چې خوله وچوي او د ساه ایستلو سره بوی ترې راوځي. یوه پیاله د بادرنګو اوبه د خولې لیاړې ډېروي او د خولې بوی ختموي.

د قبض لپاره:

د بادرنګو په خوړلو سره کولمې په فعالیت راځي. په عمومي ډول د اوبه کمښت د قبض د رامنځته کېدو سبب کېږي، خو د بادرنګو اوبه د قبض په مخنیوي کې مرسته کوي.

 زهرجن مواد خارجوي:

په بادرنګو کې موجودې اوبه د انسان په بدن کې د جاړو رول لوبوي او زهرجن مواد بهر وباسي. د بادرنګو په خوړلو د تشو متیازو ضرورت ډېرېږي، چې په پایله کې ګردې په سمه توګه کار کوي او د تیږو خطر کمېږي.

د ویښتانو تويېدل دروي:

په ورځیني ډول د بادرنګو جوس څښل د ویښتانو د توئېدو مخنیوی کوي، ددې سربېره د بادرنګو اوبه په سر ولګوئ او تر یو ساعته یې پرېږدئ، بیا یې په شامپو وومینځئ نو یاد مشکل به مو حل شي.

د وزن کمول:

د بادرنګو په جوړښت کې مختلف توکي د وزن په کمولو کې مرستندویه ثابتېږي. په بادرنګو کې په ډېره کمه اندازه کالوري وي، خو منرالونه او اوبه یې د هاضمې سیستم ښه کوي او تر ډېره پورې انسان د خوراک کولو احساس نه کوي، چې په همدې توګه له چاغوالي ژغورل کېږي.

د زړه حالت ښه کوي:

د بادرنګو په جوړښت کې د انټي اکسایدو او فلیونویډو شتون د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي. په یوه څېړنه کې وموندل شول، چې د بادرنګو خوړل د زیان رسوونکو کلیسټرولو کچه کموي او د ګټورو کلیسټرول اندازه پورته کوي، چې په همدې ډول د زړه د حملې او د فلج خطر کموي.

هډوکي قوي کوي:

په بادرنګو کې موجود ویټامین د هډوکو په قوي کولو کې مرسته کوي. په ورځیني ډول په یوه پیاله د بادرنګو په اوبو ۲۰ سلنه اړین ویټامین موجود وي، چې د هډوکو په جوړولو کې ګټور تمامېږي.

د سرطان مخنیوی کوي:

په بادرنګو کې داسې توکي هم شتون لري چې د سرطان مخنیوی کوي. په یوه څېړنه کې موندل شوي چې په بادرنګو  cucurbitacins توکي د سرطان مخنیوی کوي.

د شکر په برابرولو کې مرسته کوي:

بادرنګ د امکان تر حده د شکر په کمولو او د همدې ناروغیو څخه مخنیوی کوي، په یوه څېړنه کې موندل شوي چې بادرنګ د شکر کچه برابره ساتي.

د بدن ځواک ډېروي:

بادرنګ له ویټامین بي او سي څخه شتمن ګڼل کېږي، چې بدن ته ځواک ورکوي او سټریا ختموي.

د ویټامینونو او منرالونو لاسته راوړل:

بادرنګ په ډېر اندازه ویټامینونه او منرالونه د بدن لپاره برابروي، چې د عمومي روغتیا لپاره ګټور وي.

د خېټې چینجي ختموي:

بادرنګ د خېټې د چینجیو طبیعي ختموونکي ګڼل کېږي، ویل کېږي چې بادرنګ داسې توکي پخپل جوړښت کې لري، چې د خېټې چینجي وژني.

د لوړ فشار پر وړاندې ګټور دي:

بادرنګ د لوړ فشار په کمولو مې مرستندویه ثابتېږي، ځکه چې په بادرنګو کې پوتاشیم او اوبه د لوړ او تیټ فشار په برابرولو کې مرسته کوي.

د دماغي روغتیا لپاره:

د بادرنګو خوړل د عصبي حجرو ساتنه کوي، حافظه ښه کوي او د الزایمر خطر کموي.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply