روغتیا د غوزانو لس جالبې روغتیايي ګټې

0 3,708

۱. په غوزانو کې فایبر، اومیګا ۳ او نور شته ترکیبونه ستاسې سټریس (ذهني فشار) له منځه وړي، هره ورځ چهارمغز خوړل مو له ورځني فشار او سټریس څخه ساتي.

۲. د سهار له خوا د (۲) غوزانو خوړل، انرژي درکوي. نو که غواړئ په ورځنیو چارو کې فعال او چالاک واوسئ نو د غوزانو خوړل مه هیروئ.

۳. غوزان د ویټامین B او ویټامین B7 په درلودلو سره د ویښتانو لپاره تر ټولو ګټور خواړه دي. همدارنګه غوزان د ویښتانو د ودې او قوي کیدو ترڅنګ د ویښتانو د تویدو مخنیوی هم کوي.

۴. غوزان د ویټامین B او انټي اکسیډانټ په لرلو سره پوستکی سالم او روښانه ساتي. د ورځې یوازې د (۲) دانو غوزانو خوړل مو پوستکی د ګونځو څخه ساتي. که غواړئ روښانه پوستکی ولرئ نو د غوزانو خوړل مه هیروئ.

۵. دماغ، ذهن او حافظه مو روغه او قوي ساتي: غوزان مو نه یوازې ذهن او دماغ روغ ساتي بلکې حافظه قوي کوي او همدارنګه د ځینو عصبي ناروغیو مخنیوای هم کوي.

۶. د شکري ناروغۍ څخه مو ساتي: د څيړنو له مخې غوزان بدن کې د شکري ناروغۍ د پرمختیا مخینوی کوي.

۷. په ورځ کې یوازې له ۲ تر ۴ دانو غوزانو خوړل مو د زړه روغتیا ساتي او د زړه د حملې مخنیوی کوي.

۷. هډوکي مو پیاوړي کوي: غوزان د هډوکو په روغتیا کې مهم رول لري.

۸.  د ورځې له ۲ تر ۴ دانو غوزان خوړل مو مردانه طاقت زیاتوي.

۹. د ښه او ژور خوب لپاره تر ټولو ګټور او طبیعي درمل غوزان بلل کیږي.

۱۰. غوزان د امیندوارۍ پر مهال د ماشوم او مور روغتیا ساتي. نو باید وویل شي، چې د امیندوارو میرمنو لپاره غوازان یو له غوره غذاو څخه ګڼل کیږي.

مهمه یادونه: په ورځ کې باید له (۴) دانو غوزانو زیات ونه خوړل شي، او د غوازنو په اخیستلو کې تازه غوازن واخلئ. مطلب هغه غوازان واخلئ چې د خپل پوښ (پوستکي) څخه نه وي ایستل شوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply