د هڅونۍ او تشویق دود زمونږ په وطن کې

سید عبیدالله نادر

0 605

د هڅونۍ او تشویق بڼه او دود زمونږ مًلک کې او یا زمونږ په وطن کې له ډیری مودی راهیسی ، هیڅ رواج او مود نه درلود او نه یې لري ، نو په دي اساس زمونږ لیکوالان شاعران پو هان استادان په ډیر زړه نا زړه خپل کارونو کې پر مخ تللي ، دا ډیر لوی عیب او نقصان په مونږ کې دی ، زه تر دغه دمه چې تر اویاوو کالو پوری رسیدلی یم .د دي شاهد یم ، چې هیځکله زمونږ با استعداده ځوانان لیکوالان شاعران ادیبان د ابتکار خاوندان ، مبتکره استادان نه دي هڅول شوي.

دا مسئله د عمرونو را په دي خوا، زما په ذهن کې ده ، دا زمونږ یوه لویه تشه ده ، خو په دي ورځو کې  چې د ۱۳۹۹ کال د میزان د میاشتی ورځي دي ، نو د شمسیه په نامه یوه نجلۍ زمونږ د هزاره ورونو د ملیت څخه چې د کانکور په آزموینه کې د افغانستان په سطحه په لمړی درجه فارغه شوي ،د دي نجلي څخه ډیر ښه تقدیر وشو ، او په میډیا هم د دي ښه قدرداني وشوه او دا چې رئیس جمهور اشرف غني د کانکور د آزموینې لمړۍ درجی ؛ګټونکي ته او دوهم او دریم ته چې دوه هلکان وو ، هغه د رېیس جمهور له خوا تقدیر شول ،دا ډیر ښه کار وو، او د دي کار زه تقدیر کوم او که په راتلونکې کې دي پدیدۍ یا نوښت ته دوام ورکړو ، دا به ډیر ښه کار وي.

 تشویق او هڅونۍ سره به نه یواځي شاګردان استادان هم تشویق شي ، همداسي شاعران او ادیبان و هڅول شي ، دولتي مامورین په ښه کارونو سره و هڅول شي ، او تقدیر شي ، او وستایل شي د دي سره به دوی نور هم درانه درانه خدمتونه وکړي ،د شاګردانو په ښه روزلو کې به نور هم کوښښ وکړي ، او د ابټکار خاوندان به نوی لاري پرنیزی ، او نور خدمتونه به نه یواځې وطن ته بلکه ټول  عالمِ بشریت ته وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply