طالبانو ته بې پیلوټه الوتکې چا په واک کې ورکړي؟

سیدعبدالله پاچا

0 700

وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې طالبانو ځینو سیمو کې له بې پیلوټه الوتکو کار اخیستی او ځینو سیمو کې یې بریدونه کړي او یا يې څارنه کړې چې د عامو خلکو اندیښنې یې راپورته کړې وې.

دا ښکاره ده چې افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو فابریکه نشته چې طالبانو پکې جوړې کړي وي او بیا یې یا اخیستې وي او یا یې غلا کړي وي.

په دې کې شک نشته چې دا ډول بې پیلوټه الوتکې چې تر ډیره څارګرې دي، پاکستان طالبانو ته په واک کې ورکړي دي.

د دې بې پیلوټه الوتکو لپاره طالبانو پراخ کمپاین هم وکړ چې په جګړه کې یې د وسله والو مورال لوړ شي او مقابل لوری وډار کړي، خو لږ وخت د طالبانو درې څارګرې الوتکې چې بې پیلوټه یې بولي په نښه او له منځه لاړې.

مالومه شوه چې طالبانو دا الوتکې د پاکستان له استخباراتو ترلاسه کړې وې او طالبانو ته یې ځینو موخو ته د رسیدو لپاره ورکړې وې.

پاکستان په دې وضعیت کې په خپل پوځ او خپلو وګړو باندې دومره پام نه ساتي، لکه پر طالبانو یې چې ساتي.

حتی پوځي جنرالان یې خطر کې اچولي او افغانستان کې یې د طالبانو لیکو کې ځای په ځای کړي چې جګړه له نږدې رهبري او د پاکستان موخې په اسانۍ ترلاسه کړي، دا کومه نوې خبره هم نه ده.

له بې پیلوټه الوتکو سره د پاکستان د ټکنالوجۍ ټیمونه هم شته، ځکه طالبان خو نه په قران خبر دی، نه په دیني علومو او نه په ساینسي علومو چې له بې پیلوټه الوتکې کار واخلي، دا هر څه د پاکستان د استخباراتو له لوري تنظیم کیږي.

ایا یو څوک به راوښيي چې د طالبانو په لیکو کې حتی د لیسانس په کچه وسله وال شته چې جګړه دې وکړي، خو ټول یې له موره او کوره مرور راټول کړي چې نه په دین خبر دی او نه په ژوند، یواځې د خلکو وینې تویدل ورته تر ټولو غوره لار ښکاري او ځآن ته په کاذبو القابو باندې ژوندي دي.

د بې پيلوټه الوتکې له کاریدو سره یو ځای همدا پوښتنې دي چې طالبان څنګه توانیدلي چې بشري قوه کې داسې کسان پيدا کړي چې وروستۍ ماډل ټکنالوجۍ باندې پوهیږي او د جګړې په کرښو کې بې پیلوټه الوتکه کاروي.

طالبان به دې منکر وي چې د پاکستان ملیشه نه ده، خو له دې نه شي منکر کیدلی چې ځینې واقعیتونو څخه سترګي نه شي پټیدلی او دا د دې ښکاره ثبوت دی چې څنګه طالبان د هر ډول ټکنالوجۍ څخه برخمن دي، په داسې حال کې چې په کاریدلو یې هم څوک نه پوهیږي، خو ښکاره ده چې دا ټکنالوجي څوک ورکوی، ولې یې ورکوي، له طالبانو په بدل کې څه غواړي او موخه څه ده؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply