ایا طالبان د نړیوالو له شرطونو خبر دي؟

سیدعبدالله پاچا

0 531

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر چې د دوشنبې په ورځ یې ولسي جرګې ته د جنیوا کنفرانس په تړاو مالومات ورکول وویل چې نړیوالو مرستې وکړې، خو غواړي چې د افغانستان د راتلونکي په څرنګوالي خبر شي.

ښاغلي اتمر وویل، د نړیوالو مرستې چې جنیوا کنفرانس کې یې ژمنې وشوې، په سوله او ښې حکومتولۍ باندې مشرطې دي، داسې سوله چې جمهوریت او د خلکو حقونه په ځانګړي ډول د بشر حقونه، ښځو حقونه او بیان ازادي.

هغه وویل، جنیوا کنفرانس کې نړیوالو له موږ سره د مرستو ژمنې وکړې، نړۍ جمهوریت او سولې ته رای ورکړه او طالبانو ته یې پيغام دا و چې نړۍ د هر ډول سولې څخه ملاتړ نه کوي، بلکې د داسې سولې ملاتړ کوي چې پایله یې د افغانانو په ارادې ولاړه وي.

اتمر زیاته کړه، مهمه خبره دا وه چې راتلونکی به څوک ټاکي، نړیوالو په ډاګه وویل چې د افغانانو ازاده اراده به راتلونکی تعین کوي.

هغه وویل، زه غواړم د زړه له کومې مبارکي ووایم چې نړۍ له افغانانو سره ودریدله، د سولې پروسه کې له افغانانو سره څه د پاسه ۹۰ هېوادونه ودریدل له افغانانو سره.

ښاغلي اتمر وویل، نړۍ یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د دوی تاوتریخوالی د منلو نه دی او غږ یې کړ چې ژر تر ژره دې اوربند وشي، هم د پروسې د بریا او هم د بشري جنایتونو د مخنیوي لپاره.

اتمر زیاته کړه، نړۍ د ترهګرۍ د له منځه وړلو د مخنیوي غوښتنه وکړه او د سازمان شویو جرمونو او مخدره موادو د مخنیوي په تړاو یې هم واضح دریځ درلوده.

هغه وویل، نړۍ په طالبانو او نورو ترهګرو ډلو غږ وکړ چې بشري قوانینو ته دې درناوی وکړي او د خلکو ژوند ته دې احترام وکړي. حتا د سولې له پایلې وړاندې یې غوښتنه وکړه چې تاوتریخوالی دې کم شي، اوربند دې وشي.

هغه وویل چې یو بل ښه خبر دا چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ خبره وشوه، چې نړیوالو ترې ملاتړ وکړ، دا مالي او لوژستیکي ملاتړ دی چې نړیوالو یې ژمنه کړې.

خو انديښنه دا وه چې دا مرستې د ګډو خطرونو د دفع کولو لپاره شوي دي چې نړیوال ځانونه له افغانستان ډاډمن کړي.

هغه وویل چې نړۍ حاضره ده چې له موږ سره مرسته وکړي، خو انکشاف باید متوازن وي، داسې نه چې اړمن خلک له مرستو بې برخې پاتې شي. انکشاف باید مهاجر او داخلي بې ځایه شوي خپلو کورونو ته ستانه کړي.

نړۍ د مرستو شرطونه دا دي چې سوله کې به جمهوریت، بشر حقونه، ښځو حقونه، بیان ازادي او د خلکو ازاده اراده شامله وي او که داسې سوله و نه شي، نړیوال حاضر نه دي چې افغانستان سره مرستې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply