د باجوه چرګوړي نعيم وردګ د پام وړ

سيد حسين پاچا

0 901

د باجوه چرګوړي نعيم وردګ د پام وړ :

طالب نه، بلکې پنجاب/باجوه پوهيږي چې د ټاکنو له ليارې بريالي کيږي نه

پنجاب خپلو نامشروع غوښتنو، ګټو او اټومي حرص په سر اخېستی

افغان ولس به د پنجاب نامشروع غوښتنو ته هېڅکله غاړه کښېنږدي، ځکه خو سوله، ملتپال او اقتصاد پوه ولسمشر دواړه ورته ارزښت لري

نوټ : طالب خپل هوي و معنويت او ارزښت له لاسه ورکړی. باجوه پوهيږي چې د ضياء، بابر وحميدګل او د کرنيل امام په لاس روزل شويو ورته کومه ګټه ونه کړه، نو د سميع الحق بېشعوره چرګوړي به يې څه په درد وخوري؟ د ضيآءالحق د پالېسۍ پر بنسټ بايد په افغانستان کې تل اوبه د تودخې (حرارت) په يوه مناسبه درجه ووېشول شي چې سوخت يې وي او سړخت يې نه يا په نورو ټکو افغانستان بايد تل بېثباته او جګړه ونه درول شي، نو ځکه د نعيم وردګ غوندې له سر نه تر کونې پورې ببر دغسې اپلتې وايی.

نعيم وردګ ته پته ده چې په تېرو ټاکنو او يا د زور له ليارې حکمتيار څه ترلاسه کړي وي، خو طالب به يې ترلاسه کړي. افغان ولس اوس پوه دی او خپله روښانه راتلونکې په چا کې ګوري؟

افغانان نه غواړي چې بيا له طالبانو سره تور کارغان يې په کورکلي، کوڅو او سړکونو او بارکونو کې وګرځي او هر څه له لاسه ورکړي. افغانان دا نه غواړي چې بيا ورته د چا ملايان راشي او د ساينس، طب وانجنېرۍ پوهنځيو محصلينو ته ووايی چې دا ساينسي مضامين، طب وانجنيري په درد نه خوري د هغې پر ځای دې د اردو ژبه ياده کړي.

افغانان دا نه غواړي چې بيا قلم الدين ترابي متروکه راواخلي او افغانانې د پنجاب په غوښتنه په متروکو ووهي. خپله يې د هيرا منډي خلاصه کړې، خو زما ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، کلينيکونه او جوماتونه د اور او د ځانمرګو بريدونو او اور خوراک کړل. افغانان دا نه غواړي چې ملي اردو يې منحل او وسايل يې د کباړ په نوم په پنجاب وپلورل شي.

افغانستان خپله ښه جيّد علما لري. اړتيا نه لرو چې د حامدالحق غوندې يو بېتجربې کس فتواو ته غوږ ونيسي چې له صحي او ذهني او له رواني پلوه ناروغ ښکاري. د شيخ هيبت الله خوله ماته ده چې يو څه ووايی؟

طالب د نهه سوه کاله مخکې فقهې پورې نښتی، خو فقهي مسايل اوس ډېر مغلق يا ستونزمن شوي چې د طالب چرګوړي نعيم وردګ غوندې يو ببر شکله پرې پوه شي. هغه نور ديني واسلامي ارزښتونه. زه په دې پوره باور لرم که څوک ترې په د لمانځه د دعا ((اللهم ربّنا)) کې تر پايه وپوښتي بلا ستونزې به ولري او د دعا له اهميته به هم خبر نه وي.

افغانان د نعيم وردګ جديد اسلامي نظام ته اړتيا نه لري او قرآن کريم لا تر اوسه تر قيامته به همداسې وي، نو دی د رب العالمين شرمېدلی د کوم ((جديد اسلامي نظام)) وړانديز کوي؟ له نوموړي بايد وپوښتل شي چې ايا پر شيخ هيبت الله، ملا عبدالغني برادر او يا شېرمحمد ستانکزي باندې کله او څه وخت نوې وحيې راغلې چې موږ يې ((جديد اسلامي نظام)) ومنو؟

زه دغه د الله تعالی شرمېدلي ته وايم چې محمّد رسول الله خو په مدينه کې ښخ دی او ستا مشرتابه له خدايه او مقربو پرېښتو او له باجوه او اړونده څارګري بنسټونو پرته يې څوک ليدلی نه شي، نو دا وړانديز د ((جديد اسلامي نظام)) له کومه وشو؟

باجوه خو خپله قاديانی دی او قاديان ختم نبوت نه مني، نو د دوی هغه روحاني استاذ مولانا سميع الحق ولې د باجوه او د هيرا منډي په خلاف غږ نه دی پورته کړی، نو له داسې يو ناولي ځايه د ((جديد اسلامي نظام)) پيغام راپورته کېدل د طالب او هم د افغان ولس لپاره به څه زيری ولري؟

پاکستان کې خپله ټاکنې کيږي. عمران خان هم د بل چا په زور په درغلۍ مينځته راغلی او واک ته رسېدلی چې نواز شريف يې لا تر ننه درنه بيه پرې کوي، نو هلته خو ستونزه ده. مولانا فضل الرحمان خو په زغرده وړمه ورځ وويل او قبايلو او پوځ ته يې روښانه کړه او ټول سياستوال يې شا ته ولاړ ول. د نعيم وردګ غوندې يو د الله تعالی شرمېدلی او له سر نه تر کونې پورې ببر بيا د افغان ولس له غوښتنو سترګې پټوي. که يو څوک قلم او يو څو پاڼې کاغذ لاس کې درکړي يو پروژه او يا ډرافټ ليکلی نه شي، خو دا اوس هم نور درسره مرسته کوي او لارښوونې درته کوي.

طالب خو کچ وګول دی. يوازې نيمه نيمګوری د جومات زده کړې به د ولس د غوښتنو ځواب ونه شي ويلی. طالب که هوښيار وي بايد د پنجاب له هر اړخيز نفوذ او ناوليو دامونو ځان راخلاص او د ولس غېږې ته راشي. که پنجاب موږ له خوګې ګوتې نيولي يو، خو ولسمشر هم د پنجاب په رګ رګ پوه دی، نو ځکه خو اوس پنجاب د سولې د سبوتاژ هڅې کوي او طالبان تشدد او جګړې ته هڅوي او خليلزاد ښه په دې پوه دی او سر يې خلاص دی چې د طالب د واک (اختيار) کونجي د چا په لاس کې ده؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

طالبانو په جلال اباد کې د ولسمشر غني څرکندونو ته غبرګون وښود | خبريال (khabarial.com)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply