!د طالبانو نیمګړې دیپلوماسي

دوکتور محمد عثمان تره کي

0 765

۱۵/۰۱/۲۰۲۱                                                                                                     

طالبان د جګړې او دیپلوماسي له لارې د افغاني ټولنې  د یو واقعیت په توګه  په کور د ننه او د باندې وپیژندل شول. جګړه طالبانو ته په افغانستان کې دننه په سیاسي تعاملاتو کې د ننوتلو امکان ورپه برخه کړ. دیپلوماسي طالبانو ته بهرني « دوفکتو » پیژندنه ورکړه. جګړه او دیپلوماسي باید یوه بله بشپړه کړې او په متناظر قوت پر مخ تلې واي. خو په تأسف سره باید وویل شي چې د دواړو تر منځ انډول ونه ساتل شو: د یپلوماسي د جګړې تر اغیز لاندې راغله او د هغې نه پاکستان د جګړې قوت الظهر ځواک په حیث ګته پورته کړه. د پاکستان سیال هیواد، هندوستان حاشیي ته ولویده.

د افغانستان په جګړه کې د سیمې او نړي هیوادونه مستقیمه یا غیر مستقیمه برخه لري. خو په هغې کې د پاکستان او هندوستان تر منځ  د روانې شخړې او منازعې نفوذ  په ډاګه احساس کیږي. طالبان د جګړې تر الزاماتو لاندې د پاکستان سره ښې اړیکې پاللې. خو د دیپلوماسې له لارې پدې ندې توانیدلې چې هندوستان ته قناعت ورکړي چې طالب د پاکستان ستراتیژیک لاسوند ندي او نه غواړي چې د هند او پاکستان په منازعه کې طرف واقع شي :

په وروستیو کلونو کې د طالبانو دیپلوماتیک پلاوې په ګن شمیرو بهرنیو هیوادونو کې پخپل نوښت یا د بل هیواد په بلنه چکرونه ووهل : پاکستان، ایران، روسیه، چین، جاپان … د طالبانو د دیپلوماتیک استازو د مسافرتونو هیوادونه و. خو طالبان د پاکستان د ویرې نه دا جرئت ونکړل چه د افغانستان یو لوي مرسته ورکوونکې او دودیز دوست هیواد هندوستان (چه په وروستیو څلویښتو کلونو کې د افغانستان په وړاندې د غلطه پالیسي له مخې پوروړې هم ده) ته دیپلوماتیک پلاوې په لیږلو سره خپل ناپېیلتوب او سیاسی خپلواکي وښیي . د دغه نا انډولې دیپلوماسۍ په نتیجه کې هغومره چه طالبان د پاکستان د ویرې نه ځان هندوستان ته نږدې کولي نشي په همهغه اندازه هندوستان د افغانستان په سیاسي ستیچ کې د طالبانو د راتک نه په ویره کې ده او په کلکه د کابل ادارې تر څنګ ولاړ دي.

نن لنډ مهاله حکومت جګړې سولې خواته او بلواکي خپلواکي لورې ته د یوازني الترنتتیف په توګه تر بحث لاندې ده. دا مهمه نده چه د لند مهاله حکومت طرح د افغانانو یا بهرنیانو له خواه وړاندې شوې. د پام وړ تکې دا دی چې د لنډ مهاله حکومت په محور باندې طالبان د جګړې په ځای سیاسي سوله ایز مشارکت پروسې ته راجلبیږي.

د نښې نښانو نه څرګندیږي چې هندوستان او ایران لنډ مهاله حکومت (دا د سولې یوازني واقعبینانه الترنتیف) د پاکستان سیاسي نوښت بولي او کابل اداره د هغې په مخالفت تحریکوې. پدې ډول سوله د طالبانو د غیر متعادل دیپلوماسي قرباني کیږي.

هندوستان سره ښې اړیکې جوړول نباید د پاکستان سره د دشمني په معنا تعبیر شي. هند زموږ د پیړیو دوست او پاکستان د افغانانو د مقاومت او مهاجرت د بدې ورځې میلمه پال هیواد دي.

واقعیت دا دي چه یو سوله ایز افغانستان چه د هند او پاکستان سره ښې اړیکې ولري او د هغوي په منازعه کې یو اړخ واقع نشي د درې واړو هیوادونو په ګټه ده.

اوس هم ناوخته ندی! طالبان باید هندوستان ته د یو دیپلوماتیک پلاوې په لیږلو کې د خپل دیپلوماسۍ نیمګړتیاوې جبیره کړې. که نه د پاکستان په لاس د یو ستراتیژیک تولید په بڼه د سولې او ثبات ماموریت لرلي نشي.

 که طالبان پخپل دیپلوماسي کې د انډول په تامینولو کې پاتې راشي، او په انحصاري ډول په قدرت قبضه ولګوي، په سیمه کې د قواو ستراتیژیک انډول د پاکستان په ګته بدلون مومي. دا د نوېو جګړو د فصلونو په یو لامل بدلیدلي شي. « پاي»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply