دا لیک د افغانستان تاریخ سرچينه کیدلی شي

0 1,307

د لیک لیکونکئ:  ویلهیلم فیدرز

ژباړن : رڼاګل اریوبزی

د ژباړن یوڅوخبرې:

په المان کې زما د تحصیل د وخت یو اشنا، فولکر باوش، د حامد کرزي حکومت په لومړي وخت کې د المان دولت له خوا افغانستان ته واستول شو او هلته ۵ یا ۶ کاله پاتې شو. دنده يې په شمالي ولایتونو کې د ښوونځیو جوړولو د الماني پروژې مشري وه. کله چې المان ته بیرته راستون شو د ځنې همکارانو سره يې په ګډه د « المان او افغانستان » تر سرلیک لاندې یو کتاب ولیکه او ماته يې د کتنې له پاره را ولیږه. د کتاب سره د مل په توګه په کابل کې د « اماني ښوونځي » د یوه الماني ښوونکي، ویلهیلم فیدرز،  یولیک چې په المان کې يې د خپل ښوونځي مدیر او همکارانو ته لیکلی، هم خپور شویدی. لیک د۱۹۳۴ کال د فیبروري په ۲۴ نیټه لیکل شودی، خوفولکر باوش دویلهیلم فیدرز د زوی، ډاکتر برودر زاکس فیدرز، څخه تر لاسه کړی دی او د کتاب سره یې د مل په ټوګه خپور کړی دی. زما په اند دا لیک د افغانستان تاریخ د دې له پیښو او لانجو ډک پړاو کې څیړونکو ته د مالوماتو یوه لنډه سرچينه کیدلی شي. نو ځکه مې په پښتو دهغه د ژباړنې نیت وکړ. لاندې د لیک پښتو ژباړه وړاندې کیږي:

کابل، افغانستان، ۱۹۳۴ د فیبروري ۲۴، د نجات ښوونځی.

ښاغلی مدیر!

ستاسې د جولای د۳۰ نیټې لیک مې دلته تر لاسه کړ، د زړه له کومې مننه. تاسو او زموږ نورو مسلکې ملګرو به په دې موده کې د رسنیو له لارې دغه یا هغه مالومات تر لاسه کړي وي. دلته ( په افغانستان کې: ژباړن ) له اوړي راپه دې خوا داسې څه نه دي پیښ شوي چې څوک ورته خوښ شي. له پخوا راهیسي مې غوښتل چې خپل غږ ستاسې غوږو ته ورسوم، خو دلته د پستې تګ او راتګ تر کلک سانسور لاندې دی. هعه څه چې افغانان يې لا نه لولي، د هغه سره هم ډیرځله انګریزان زیاته مینه ښيي. اوس په دې شیبه کې ماته له غیر رسمي لارې المان ته دلیک د درلیږلو امکان پیدا شوی دی. له دې امله دټولو مسلکې همکارانو څخه بخښنه غواړم چې هر یوه ته ګوښی لیک نه شم لیکلی. دلته په یو څه چټکۍ پرله پسې سیاسي پیښې رامنځ ته شوې. رښتیا داده چې په دې پیښو کې زموږ الماني ( اماني) ښوونځي خواښینونکی رول لوبولی دی. په اوړي کې زموږ یوه پخواني زوده کوونکي، چې په برلین کې په لوړو زده کړو لګیا و، هلته دافغانستان سفیر، چې دلومړي وزیرسکه ورور او د پخواني پاچا (نادرشا ) د میرې ورور و، په ډزو وواژه. دقاتل دراستنولو په هکله خبرې اترې لا پای ته نه دي رسیدلي. باخبره سرچینې وايي چې دوژلو لامل غچ اخیستنه وه. دلويې رخصتۍ نه وروسته دښوونځي دپیل په لومړۍ ورځ زموږ یوه افغاني همکارچې په المان کې يې زده کړې کړې وې او دیوې سویډنۍ سره يې واده کړی و، دلته دانګلیستان په سفارت کې دوه انګریزان و وژل. ده غوښتل چې دانګلیستان سفیر و وژني اوله دې لارې افغان حکومت ته دانګریزانو سره ستونځې پیدا کړي. په دې کې هیڅ شک نشته چې نن سبا دې کړنو دنادر خان حاکمه کورنۍ په نښه کړې ده. عظیم ( دانګریزانو وژونکی: ژباړن ) په دارشواو ځنې نور ښوونکي په دار وځوړول شول. د دې له پاره چې دپخواني پاچا نوم له سره دخلکو له یاد نه وایستل شي زموږ اماني ثانوي ښوونځی ( دامان اله ثانوي ښوونځی) په مکتب نجات ونومول شو. په دې توګه دنادر خان دهغوخدمتونو درناوی په ځای شوچې افغانستان يې د انقلابونو او غلو پاچا له لاسه ازاد کړ. د دې له پاره چې دکورنیو لانجونه دځوان نسل پام بلې خوا ته واړوي او هغه د ځان پلویان کړي، تر ماسپیښین وروسته وخت کې يې په سپورت مشغول کړل. دنومبر میاشتې په پیل کې د دریو ښوونځیو تر منځ لويې سپورتي سیالۍ ترسره شوې او دنومبر په پنځمه نیټه نادرشا غوښتل چې ټولو، په لوبو کې وتلو زلمیانوته، جایزې ورکړي جایزې دارګ په بڼ کې ورکول کیدې. ټول زده کوونکې ـ دطب او دیني علومو زده کوونکي هم ـ دپاچا دهر کلي دپاره په منظم کتار ولاړ وو. شاه دخپلو ساتونکو سره را ووت، ترڅو دکتار تر مخ تیر شي او دهغه کتنه ترسره کړي. افسرانو په کمربند کې د تفنګچو د بکس تڼۍ پرانیستې پر یښې وې. پاچا دټول کتار دوروستۍ برخې نه دتیریدو په حال کې و چې دالماني ښوونځي دیوې ډلې له لورې یو ډز وشو. ما فکر وکړ چې دا به دمراسیمو دپیل ډزوي، خوور پسې دوې نورې ډزې هم وشوې او پاچا وړاندې تردې چې ساتونکې يې له وسلې کار واخلي، بیځانه په مځکه پریوت. قاتل، عبدالخالق، دثانوي دورې د دوهم ټولګي زده کوونکي، د دوهم کتار څخه ډزې وکړې.ځان يې دهعه چا تر شا پټ کړی و چې د ده تر مخه ولاړ و. دا حالت موږ ښوونکو له پاره ځکه ډیرخواښینوونکی وچې زموږ دالماني ښونځي دزده کوونکوله خوا دا دریم سیاسي قتل و. کیدای شي چي دا به دښوونې اوروزنې په تاریخ کې یوازنۍ بیلګه پاتي شي چې یوڅوک دې دپا چا دقاتل دټولګي ښوونکی وي. ټول په دې پوهیږي چې دا دهغه نوکر دزوی غچ اخیستونکی و، چې دپلار بادار يې په ۱۹۳۲ کال کې وژل شوی و.

طبعي ده چې تر دې پیښې وروسته زموږ الماني ښونځي راتلونکی برخلیک دوریښمو په نازک تار پورې تړلی دی. وايي چې د څیړنو په پایله کې ښکاره شوه چې په ښوونځي کې د دسیسه جوړوونکو پټو منظمو ځالو شتون درلود. د پاچا قاتل او د ثانوي دورې د لومړي ټولګي یوبل زده کوونکی، چې دقا تل سره په مرسته تورن شوی و، په برچو دمرګ په جزا محکوم شول. دثانوي دورې د دوهم ټولګي دوه نور زده کوونکي په دایمې بند محکوم اویوزیات شمیر نور زده کوونکي له ښوونځي وایستل شول. د دوو یاد شوو زده کوونکو تر څنګ دیارلس تنه نور افغانان هم په دار شول. د پوهنې معین د دار لاندې په وروستۍ دقیقه کې وبخښل شو. ښونځی تراوسه نه دی تړل شوی، خو دحکومت ترکلکې څارنې لاندې دی. موږ ډیرذکي زده کوونکي له لاسه ورکړل. څوک چې ترشک لاندې وو او څوک چې سیاسي وو، دښوونځي پریښودوته مجبور شول. ګمان نه کوم چې ښوونځی به له دې ګوزارونو نه وروسته بیا په پښو ودریږي. که څه هم زموږ تر لاسه هیڅ پوره نه وو، خو سره له دې هم د دې کورنیو سیاسي پیښو له امله المایانو ډیراعتبار له لاسه ورکړ. اوس نو ددې له پاره چې دا زلمیان ترسترګو لاندې وساتل شي، ترماسپیښین وروسته هم درس پیل کیږي. تردې وروسته تعلیمي کال داوس په شان په جولای کې پای ته نه رسوي اوغواړي چې رسختي ژمی ته ولیږدوي اودلیل هم دا راوړي چې افغانستان ډیر ځنګلونه نه لرې، نوځکه باید لرګي وسپمول شي…..ما اوه زده کوونکې درلودل، یو يې بندي شو اوپاتې يې د لیاقت له مخې د فلسفې او ریاضې په ګروپونو وویشل شول. داکا ر دفرانسې په بیلګي تر سره شو. دا هم شونې نه راته ښکاري چی د المان نه به دولتي کمیسار دلته راشي. که څه هم دروژې په مبارکه میاشت کې لومړي وزیر او دفاع وزیر چای ته میلمانه کړي وو، خوسره له دې هم دوروستیو پیښو را په دې خوا دالمانیانو په وړاندې عامه ذهنیت په سم حالت کې نه و. زه په دې شک لرم چې دوی به زموږسره، چې دا هرڅه يې په خپلو سترګوولیدل، په مني کي قرار دادونه تمدید کړي…..

موږ المانیان په افغانستان کې ښې ډیرې پیسې ګټوچې ډیره برخه يې د خطر په وړاندې زموږ د بیمې په توګه راکول کیږي. د نامسلمانو او کافرانو په توګه د مسلمانو په وړاندې زموږ دریځ له هرډول حقوقو بي برخې دی. ما غوښتل چې ددې هیواد شمال ته سفر وکړم، خو په۱۹۳۳ کال کې يې ددې سفر اجازه رانه کړه. راته ویل يې چې داسفر ډیر سخت دی، خو په حقیقت کې دوی نه غواړي چې موږ اروپایان د دې هیواد د کتو په نیت راووزو. موږ دلته یوازې د موټرو د سړک د اوږدوالې په اندازه سفر کولی شو. له دې امله مې د ځان له پاره د اوړي سختۍ په پیل کې یو موټر را ونیو. که څه هم موټرمې د سپورټی موټر نوی ماډل نه دي، خوسره له دې هم له ښاره پکې راوتلی شم. غواړم چې په مسیحي اختر کې د هند سرحد ته په سفر لاړشم. یو مسلکي ملګری به موچې، د جنوبي غربي افریقا نه راغلی، زموږ سره یوځای شي او دفلم اخیستونکي په توګه به ځان مشغول کړي. په اوړي کې د بلوچستان د سرحد سره د کندهار په ښار کې وم. هغه څه چې یو موټروان ترې خوند اخلې دپنچرۍ نیول دي. د سړک په سر د بوټونو هغه میخونه پاشل شوې وو چې کاروانیانو له لاسه ورکړي وو. د کندهار ګرمي د زغملو نه وه. هلته هم چا د کندهار د شاوخوا د لیدلو اجازه نه راکوله. تل يې راته ویل چې دا سیمه دغلو نه په امن کې نه ده. افغانان په رښتیا ډیر زیات ( زموږ ) په اندیښنه کې دي. یوه ورځ مې دا ویاړ په برخه شو چې والي دماښام ډوډۍ له پاره میلمه کړم. دا اسان کار نه دی چې دیوه ګنډونکې په څیر په پلتیو کښينې. دې ته دوالي هم پام شو، نو ځکه يې زما له پاره یو میز او یوه چوکۍ راوغوښتل. دې کار ته دوالي په شاوخوا کې ټول خاک په کتو شول. کندهار د شرق دنورو ښارونو په شان بې شکله ښار دی. دلته، په خدای پیدا کړي افغانستان، کې ژوند په رښتیا بې ډوله دی. د « یو زرو یوې شپې » داستان د معجزو او شتمنیو څخه ډیر لږ څه په نظر راځي. یوازنی شی چې په کندهار کې د لیدو وړ دی، هغه دښار دبنسټ ایښودونکې احمد شاه مقبره ده. ویل کیږې چې دلته قاتلان مقدسو زیارتونو ته ازاده پنا وړلی شي او هلته يې بیا دملایانو له خوا پالنه کیږي. بل نوزه د بامیان په مشهوره دره کې هم وم. دلته سړی داسلام نه دمخکې دورې دبودا لويې اوځواکمنې مجسمې، چې د ریګینو تیږوپه دیوال کې کیندل شوی دي، لیدلی شي. دلته دا بې شمیره کندې ښئي چې هغه په تیرو زمانو کې د بودايې راهبانو عبادت ځایونه وو. وايي چې په تیبت کې داسې تأسیسات زیات شته. کله چې دلته اسلام خپور شو او د پیغمبر (ص) شین بیرغ ورپیده، بودايي راهبان له دې ځایه وشړل شول. ویل کیږي چې د مجسمو د ورانولو هڅه هم وشوه، ځکه په اسلام کې د انسان د مجسمې جوړول او ښودل منع دي. هلته دپخوا راهسي د فرانسې لرغون پیژندونکي په کار لګیا دي.

نور نو دلته ژوند په شرق کې د معمولې ګډوډۍ سره سم تیریږي. هیڅوک نه پوهیږي چې سبا به څه پیښیږي. په تیره بیا پسرلی چې داځل دمعمول وخت نه وړاندې راورسیده، ځکه د اندیښنې وړدی چې پکې دخیبر په شاوخوا کې جنوبي قومونه راژوندي کیږي. خدای دي وکړي چې هرڅه ارام پاتې شي. انشاء الله. یو مسلکي ملګری چې د کور په لور روان دی، دالیک له ځان سره المان ته دروړي. دی د سانسور له لارې نه تیریږي. له تاسو هیله کوم چې دالیک به له ځان سره پټ وساتی او له لاسه يې ورنه کړی. نه غواړم چې زما له خوا د افغانستان په هکله څه خپاره شي.

په ډیره مینه غواړم چې یوځل بیا اروپا ووینم.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply