نالوستې ونه

نور محمد لاهو

0 1,214
ماته غوږ شه ښایستې مې
اې د رنګ
او غږ
او نور
پستې چینې مې !
لکه تا زما بربنډو زړو شپوته
د سپوږمۍ کمیس ورواغوست
راته جوړ دې له سره اوره
وریښمین تخت کړ د خوبونو
ونې هم ځمکې ته شال او عزت ورکړ
که په لپو دې شیندلې رڼا نه وای
ما د ژوند تیاره ځنګله کې
ورکه لار کله موندله
که د ونې ټیکری نه وای
تورو خاورو به خپل مخ
له شرمه چیرې پټولو ؟
او مرغانو به هوا کې
ځالې چیرې ګرځولې ؟
لکه ما دې پښې نیولي
ځمکې هم
ونه
له پښو راټینګه کړې
ځمکه ویرې نه خپل ځان کې ننه رپي
هسې نه چې معشوقه یې
د توپان په آس سپره شی
د آسمان د لاجوردو
د چینې منځ کې راشنه شي
ماته غوږ شه ښایستې مې
اې د رنګ او غږ
او نور پستې چینې مې
ونه ټوله ورځ
د لمر نقره یی ګوتونه
زرغونې شیدې لوشي
غواړي تاته طلايي
او نارنجی ګوړې پخې کړي
ونه تا باندې میینه
ونه ستا د پاره دې نړۍ ته راغله
+ + + + +
لکه زه چې
هروخت ستا له تنفسه
د سنځلی عطر خورمه
ځمکه هم
د ونې سترګونه
نفس سږو ته زبیښي
چې د بوټو شنه بچوړي یې سینه کې
په عطرونو
د ښکلا د رسمولو هنر زده کړي
+ + ++
لکه ته چې د میرمنو او ګلونو
د سرتاج او لوی پیژاند یې
ونه هم پیغله ښکلا
او شنه استازې د ځنګله ده
++ + +
لکه ستا د مټو منځ کې
ایښی تخت زما د خوب دی
هر مارغه ته هم د ونې
هر یوشاخ د دمې ځای او شنه زانګو ده
+ + + +
اې د رنګ او غږ او نور رڼې چینې مې
ماته غوږشه ښایستې مې!
لکه ته چې
لوی دیوان زما د شعر یې
ونه هم زرغون کتاب د طبیعت ده
خو افسوس مې په خپل قام دی
چې لا هم د ونې سترګې لوستی نشي
هره ونه
د نالوستي کتاب شانتی
زر خبرې یې
په زړه کې بَکرې سوزي
او دا خلک لا لګیا دي
د شنو ونو په سکرو تل
پسرلي ته ښه راغلاست
په دیوالونو باندې لیکي
+ + + +
نواې ونې !
د خپل سیوري فرش دې راکړه
د سپوږمۍ یوه ټوټه مې میلمنه ده
په باران لمده لمبه مې میلمنه ده
په دې ښکلو مستو څانګو دې
ویښتان یې نوازش کړه
په عطرونو دې ټول ځان یې نوازش کړه
بیا موږ دواړه
خوږه غیږ کې درواخله
خپله ژبه دې رازده کړه
لکه ستا په شان مو
پښې کړو څنګه خښې ؟
او له وخت سره
د پاڼو په څير ځان څنګه بدل کړو ؟
ستا د سترګو په څير
غواړم مهربان شم
په لاسونو
سیوری څرنګه رسمیږي په غرمه کې ؟
+ + + +
ولې خپله حافظه کې
نوم د هغه
زاړه کاڼي هیڅ نه لیکې
چی ګوزار باندې یې اوس هم
ستا مړوند نه وینې څاڅي ؟
نفرت څنګه مینځل کیږي
له خپل زړه د دښمن مخ څنګه توږی شې ؟
څوک که پښې در پریکوي هم
ورته خاندې
لا یې تبر ته هم
لاستې جوړیدای شی ؟
کله هم توره تخته د ښوونځی شې
او یو چا ته په تابوت ،
یوه ماشوم ته
په زانګو څنګه بدلیږې ؟
وه زما د یار په شانې مهربانې !
غواړم تا نه اخلاق زده کړم
ستا د مینې په مذهب شم
ما درواخله
ستا د روح په ښکلې زړه کې
نه لیدونکي ښکلي باغ ته دې سپرلی شم
وه دا زه دې درته ومرمه لوګی شم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply