ګرانو ژبپوهانو! راځۍ په ګډه یې وڅېړو

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

1,015

دلته  هغه بنسټیزې لیکنبرخې ډېر لنډ:

لومړی:  را( در، ور) څخه(-سره،-کره، – کې، – باندې، -پورې، – ته او… نور مې فکر ته نه راځي)

= دویم: له ما سره(-څخه، – کره)، په میز کې، پرمیز باندې، ترتا پورې، وهغه ته. نورو ته یې فکر کولی شو.

د لومړي او دویم له پرتلې څخه لرو: را( در، ور) = له ما (له تا، له هغه).  په میز = ور، پر تا = در، ترهغه=ور، وتا = ور.

له پورته څخه لاس ته راځې: له، په، پر، و، تر،  کومې خپلواکې پرېپوهېدنې نه لري او یواځې د نومیزو نومخاینیوو سره ګډ یا د هغو دمختړو په څېر حالت یاحالتونه دي.

پوښتنه: دا د الماني سره په پرتله داتیو حالت دۍ. ایا په پښتو کې هم داتیو حالت دۍ او که دا هر یو یې ځانله یاڅنګه؟؟

نو اوس داپه دې پرېپوهېدنه چې: دلته دا اړیکویونه دي: سره،څخه،کې،باندې، ته، پورې، نور مې فکر ته نه راځي.

دا اړیکویونه په دې برېپوهېدنه دي چې  پوستپوزېشنونه یا پسېځاینیوي دي.

او له انګريزې سره په برتله:

ناسم دي چې: له…څخه (سر،کره)، په… کې، و…ته، تر…پورې او نور سرکومپوزېشنونه دي او هغه د انګرېزي from, with, until   = څخه، سره ، پورې او نه له…څخه، له… سره، تر… پورې. یا له، تر.  دا نور تاسو ولیکۍ، چې ناسم یې ونه لیکم.

دا د لومړي ځل لپاره داسې لیکنه مې لږ تېروخت غزېدلې څېړلې ده، دا چې سره باوري شو، نو ستاسو لیکنو ته سترګې په لار یم، فکر په کې وکړۍ.

هیله ده چې اندونه مو ونه سپموۍ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.