طالبان يو ځل بيا د ستر ازمون په څلور لاره کې‎‎

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

640

د افغانانو ترمنځ روانه جګړه  له ملي ګټو او ارزښتونو سره په تقابل کې ده . که جګړه دفاعي اړخ ولري او مشروعیت هم ترلاسه کړي، خو کله چې دواړه اړخونه مسلمان او افغانان وي او افغاني ناموسونه مو د جګړو له امله په کنډوالو او سپېرو دښتو کې د شنه اسمان لاندې پراته وي،  نو دا جګړه په سپيڅلو نومونو  يادول به څه ډول توجیه کړو؟

له دغه واقعیت څخه هم انکار نشي کيداى چې شل کاله وړاندې د طالبانو د حکومت د سقوط په مهال د هغوى مخالفو جنګي ډلو په ځانګړي توګه د دوستم مليشو له تسليم شويو طالبانو سره داسې وحشي کړنې وکړي چې زه يې په ليکلو شرمېږم . د بن له پريکړې وروسته د هيواد په نورو ډيرو ولايتونو کې هم په کور ناست طالبان ونيول او يا د هيواد پريښودو ته اړ ايستل شول. هر عمل غبرګون لري او غبرګون يې له اصل عمل څخه سخت وي. اوس  داده چې طالبان د هغه چا کور ته ننوتل چې شل کاله وړاندې يې د طالبانو په زرګونو تسليم شوي بنديان په کانتينرونو او دښتو کې ووژل.

د نفسياتو علما وايي چې کله کله انسان د مطلقې لاعلمي په حال کې انتقامي کارونه کوي. حتى هغه يتيمان چې په وړکتوب کې د ټولنيز ظلم ښکار شوي وي، خو کله چې غټ شي په طبيعي ډول له ټولنې څخه د خپل محکوميت او مظلوميت  د انتقام په لټه کې وي. د قطر په ناسته کې د ملا عبدالرزاق څنګ ته د دوستم ورتلو او په اوږه باندې يې لاس ايښودلو ته د نوموړي غبرګون داسې وو لکه چې په نفسياتي ډول  ورته د هغې تراژيدي صحنه ور ياده شوى وي او خشن غبرګون يې طبيعي وو.

حکومتي چارواکي هم  نن هغه څه ريبي چې شل کاله وړاندې يې کرلي وو. د هغې ګناه سزا ويني چې شل کاله وړاندې يې له امریکا سره په ملتيا ترسره کړې وه. اوس باید تيرې غلطيانې تکرار نشي. د پاڅون او بسيج په نوم د غيرمسئولو وسلوالو ډلو جوړول د ستونځو حل لاره نه ده. روانه غميزه د تيرو فاجعو تسلسل ده او راځئ چې د وحشتونو د تسلسل مخه ونیسو!

که په حکومت کې شاملو ډلو ټپلو او دوستم شل کاله وړاندې د انتقام لاره نه واى نيولې، له انسانيت اسلاميت او افغانيت سره په ټکر کې وحشتونه يې نه واى ترسره کړي، نن به هغوى ټول د وارخطايي په ګرداب کې نه تاويدل او د دوستم لخوا د ناروا معاملې پربنسټ ترلاسه کړي د مارشالي يونيفارم به د طالبانو لخوا په مفتضحانه توګه نندارې ته نه وړاندې کيده.

بشپړ باور لرم چې د طالبانو لخوا د جګړو وروستۍ  بريدونو زمونږ ملت ته ناورين راوړ، بى ګناه خلک ووژل شول کورونه يې ويجاړ شول، دولتي بنسټونو او ولسي شتمنيو ته زيانونه واوښتل، خلک د کورونو پريښودو ته اړ شول، سوداګرو په اقتصادي توګه سخته ضربه وليده . د علم او ټيکنالوژي په اوسني دور کې له خپل ولس سره دغه ډول چلن په ارزښتونو باندي بريد دى.

د سولې په هڅو باندې د تمرکز پرځاى جنګي روحيه او د انتقام تګلاره غيرموجه عمل دى. طالب مشران باید پوه شي چې په سياسي او ټولنيزو چارو کې له پروني جنګي طالب څخه نننى مدير طالب باید توپير ولري. نننى طالب يو ځل بيا له نسبتاً بدلې ټولنې سره مخ دى. که نننى طالب په ښارونو او کليوالي سيمو کې د ټولنيز کلتور له توپيرونو سره ځان بلد نکړي او د دودونو د توپير ګڼلو پرځاى ورسره له ديني ادرس څخه چلن وکړي، نو پايله به يې يقيناً طالب ذهنيت ته سخت زيان واړوي.

که جګړه ختموئ، نو سولې ته مبارزه وکړئ د جګړې په وړاندې سوله ايز دريز ونيسئ! سولې ته لابي وکړئ، جګړه ايز ذهنيت منزوي کړئ نو بريا به ستاسو په برخه وي. له امنیتي ارګانونو څخه بهر مليشې جوړول او په بيځايه ړندو بمبارونو باندې ولس مه مجبوروئ چې تقابل ته را وړاندې شي.

شک نشته چې ښاري ټولنې هم باید له طالب سره د مطلقاً پردي په توګه نه، بلکې د يوې دوديزې مذهبې ډلې په څېر د متقابل احترام په چوکاټ کې چلن وکړي. د هغوى ځينې ځانګړتياوې باید په نظر کې ونيسي. که طالبان ښاري خلک د سيکولرانو په صفت او ښاري ټولنې طالبانو ته د غيرمهذبې ډلې په سترګه وګوري نو خبره تصادم او تقابل ته ځي. بيا به طالبان په اطرافو کې په ګرمه جګړه کې او په ښارونو کې په نرمه تبلیغاتي جنګ کې لتاړ وي چې زيانونه به يې په هر حال زمونږ هيواد ته رسېږي.

زه پوهېږم چې طالبانو پخوا هم په مشورتي سيستم باور نه درلوده. اوس خو چې د سولې خبره ورته وکړې او کابل ميشت هم ياست نو سمدم فتوا درباندي راشغوي. . مګر د علم اليقين په کچه وايم چې طالبان که کابل هم ونيسي، په سياسي ليدلوري کې له ژور بدلون او له يوه بشپړ افغان شموله تعامل پرته په افغانستان باندې د هغوى حکومت کول ورته ناشونى کار دى.

د دولتي تاسيساتو له نيولو وروسته په ځينو سيمو کې له انځورونو ويديانو او عامه خلکو له خبرو داسې ښکاري چې انتقامي کړنې شوې دي، خلک له کورونو ايستل شوي او بيا وژل شوي دي، دولتي املاکو ته زيان رسيدلى، ټانکونه او وسائط غيب  شوى دي. که دغه کارونه واقعيتونه ثابت شي نو  بد عواقب به ولري او د مخالف اړخ ادعا به ثابته شي چې طالبان د جوړيدو نه بلکې د نړيدو ارادې لري.  البته زه د طالبانو لخوا د شبرغان د نيولو او د دوستم ميلمستون ته له ننوتلو وروسته د نوموړي له مليشو څخه د انتقام نه اخيستلو کړنلاره د ستاينې وړ ګام ګڼم.

په روانه جګړه کې د انتقام روحيه ب  تسلسل زيږوي او بشري فاجعې رامنځته کوي. اوس مونږ يو افغان ابدالي، د سويلي افريقا نيلسن منډيلا او د روانډا هيواد اوسنى ولسمشر پال کيګامى په شان مشرانو ته اړتیا لرو. که مونږ لکه مونږ امتیازات غواړو او د افغانانو سرونه، مالونه او ارام ژوند د خپلو خواهشاتو قرباني کوو نو يقيناً ويلاى شم چې سوله نه راځي.

اوس يو ځل بيا د دواړو غاړو سياسي مشران  په قطر کې ناسته لري. مونږ مذاکراتو ته نه بلکې د سولې يوې جامع هوکړې ته سترګې په لاره يو. هيله مو داده چې له دومره بيځايه وخت تيريدو وروسته اوس نړيواله ټولنه منځګړیتوب ته رامخته شي. په بين الافغاني ناستو کې شتون ولري. د دواړو خواو غوښتنې او استدلال ته غوږ شي. له ملي توقعاتو او نړيوالو ارزښتونو سره سم دريز په قطعي توګه تأئيد او ملاتړ يې وکړي.

که څه هم مونږ پوهيږو چې تر اوسه پورې ارګ  د ځانګړي ميکانيزم په چوکاټ کې هم د واک پريښودو ته تيارى نه درلوده. د سولې داسې تړون يې غوښته چې طالبان له موجوده حکومت سره يوځاى شي خو مونږ پخوا هم څو ځله ويلي دي چې تير تاريخ ته په کتو دغه ډول سوله به خوب او خيال وي.

طالبان، چې اوس د موجوده حکومت په وړاندې جګړه کوي، اصولاً هغوى مکلف دي چې ووايي؛ جګړه د څه لپاره کوي او خپلې غوښتنې د بين الافغاني مذاکراتو  د ميز په سر مطرح کړي. هغوى تر اوسه پورې  د خپلو غوښتنو په تړاو مجهول الفاظ کاروي. افغان ولس نه پوهېږي چې طالبان په دقيق ډول څه غواړي. د طالبانو د مشخصو غوښتنو په تړاو حکومت مجبور دى چې د طالبانو معقولې او په حقایقو ولاړې غوښتنې ومني او يا به هم له ولسي غبرګون سره مخ کيږي.

د طالبانو سياسي قيادت نن يو ځل بيا د ستر ازمون په څلور لارې کې ولاړ دى. نن يو ځل بيا د ابادي او تباهي ترمنځ قرار لري، نن يو ځل بيا د خپل هېواد او خپلې راتلونکې لپاره سختو پريکړو کولو ته مجبور دى. که  يې وکړاى شو د مثبت او تعمیري ذهنيت په کارولو د اسلامي نظام نافذولو، عدالت ته لاسرسى، د قانون پلى کولو، د فساد ختمولو، خپلواکي ترلاسه کولو او د ملې افتخاراتو د ګټلو په موخه د سولې او ورورولي لاره غوره کړي، نو په يقين سره ويلاى شم چې پورتنيو موخو ته د رسيدلو خوب به يې تعبير مومي او مونږ به له هرډول تبعیض، فساد، بى عدالتي او له قانون څخه د معافیت له دود څخه پاک  عادلانه اسلامي جمهوري نظام په درلودلو باندي بريالي شو.

په درنښت،
عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.